په دوحه کی طالبانو او افغان هیئت ترمنځ خبری


لیکنه : د حسین زمان 

ژباړه : د پښتو څانګی

د قطر په پلازمینه دوحه کی طالبانو او افغان هیئت ترمنځ ۲ ورځنۍ خبری اتری وشوی چی موخه یی د افغانستان په خاوره کی سوله راوستل دی .له دی ناستی څخه وروسته دواړو خواو ترمنځ سولی په موخه په یوه لاحیه همغږی وشوه. د خبرو اترو څخه پس په افغانستان کی ۱۸ کلن د جنګ پای ته رسولو او د سولی د فضا واکمنولو لپاره د هیلی یوه وړانګه ښکاره شویده. د غونډی څخه وروسته په خپره شوی خبر پاڼه کی ویل شوی چی په افغانستان کی د اسلامی اصولو او د بشری حقوقو درناوی، یو بل پرضد سختی ویناوی نه کولو، حکومتی سازمانونو پرضد بریدونه نه کولو، د تشدد په پیښو کی کمی راوستلو او خبرو اترو ته وده په ورکولوهمغږی وشوه. د دغه ۲ ورځنی خبرو اترو کوربه توب قطر او المان په ګډه وکړو.په خبرو اترو کی طالبانو او افغان سوداګرو برخه واخستله .مګر د افغانستان حکومت په دغه ناسته کی ګډون ونکړ. ، بیا هم د دوی ۳ استازو په ځانګړی ډول په دی ناسته کی ګډون وکړ. د یادولو وړ ده چی طالبانو له افغان حکومت سره په مسقیم ډول له خبرو کولو انکار کړیدی. د دی لپاره د اشرف غنی د حکومت استازو پدی ناسته کی ګډون ونکړ. طالبان د غنی حکومت نا مشروع بولی او د دی لپاره له حکومت سره خبری نکوی .

دا خبره هم د پام وړ ده چی د سولی په راتګ کی هم سیاست روان دی .امریکا غواړی چی خپل پوځیان زر تر زره له افغانستان څخه وباسی . امریکا په دی خبره هیڅ سوچ ندی کړی چی طالبانو ته د واک سپارلو او زیات اهمیت ورکولو سره به په سیمه کی څه پیښیږی ؟ تیر کال په سپتمبر کی ډونالډ ټرمپ د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره خلیلزاد خپل خاص استازی ټاکلۍ وو. چی تر اوسه په دوحه کی له طالبانو سره ئی ۷ ځله خبری اتری تر سره کړیدی.پدی خبرو کی د جګړی پای ، د امریکائی پوځونو وتل ، د ترهګرۍ ضد مبارزه او بین الافغانی خبرو موضوعات شامل وو. که څه هم خلیلزاد ویلی چی افغان حکومت به د سولی په راوستلو کی کلیدی رول ادا کړی خو دا په مکمله توګه ریښتیا نده . د افغانستان د استخباراتو د اداری پخوانی مشر امر الله صالح په وینا حقیقت دا دی چی پدی خبرو د پاکستان سیوری مالومیږی چی دا ډیره د پام وړ مسله ده .نوموړی زیاته کړی چی په هیواد کی د امن ټینګښت تل د حکومت هیله وه او ده. خو د پاکستان د پوځ په وجه دا هلی ځلی بریالی شوی ندی. د ماهرینو په فکر چی امریکا په یوه کال کی د ننه له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د باسلو چی کومه عجله ښودلی له همدی سره د طالبانو حوصلی نوری هم لوړی شوی دی. او هغوی غواړی چی ټول شرطو نه ئی ومنل شی. هغوی په دی خبرو اترو کی د پاکستان د استراتیزۍ خیال هم ساتی . داسی ښکاری چی طالبان لکه د تیر په څیر د پاکستان په اشارو ناڅی. په قومی لحاظ ټول طالبان پښتانه ندی او نه هم ټول افغانان. دی په دوی کی پاکستانیان هم شامل دی. واشنګټن غواړی چی د سپمټمبر تر لومړی نیټی پوری د سولی لپاره عملی لایحه جوړه شی . چی د همدی په وسیلی به له افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو د وتو لاره هواره شی .

په مذاکرو کی یو قرارداد هم تائید شوی چی په ټولیز ډول به د ملکی خلکوا و امنیتی ځواکونو په ځلاف د طالبانو ۱۸ کلنه جګړه جهاد ومنل شی. جنګ ته د جهاد نوم ورکولو سره د افغانستان د سنا غړو خپل خفګان په ښودلو سره ویلی چی دا سراسر د اساسی قانون په خلاف ده او زیا توی چی د ۱۹۸۹ کال د روسانو له بیرته تګ سره جهاد پای ته رسیدلی. او له هغه وروسته چی هر څه شوی او هر چا کړی ، هغه جګړه وه، نه جهاد . نو داسی ښکاری چی د سولی راتګ به دومره ساده او اسانه نه وی. خو حقیقت دا دی چی دا ځل له طالبانو او افغان مشرانو تر منځ کومی خبری اتری شوی دا پخپله یو پر مختګ دی .د افغانستان پخوانۍ اولس مشر حامد کرزی هم د سولی د خبرو د مثبت پرمختګ هرکلۍ کړیدی . د عامو افغانانو د غوښتونو په ټینګار کولو سره دا ویلی چی په هیواد کی سوله هله بیرت راتلی شی چی د افغنستان خلک خپل منځی خبرو اترو سره خپل راتلونکی پخپله وټاکی. تیره میاشت د شنګهائی د مرستی په سر مشریزه غونډه کی د هند لومړی وزیر نریندر مودی وویل چی ( ایس سی او) یا د شنګهائی د پرمختګ سازمان په سیمه کی سولی او ثبات لپاره د افغانستان په خاوره سوله، یوالی او خوشالی حتمی ده . هغه زیاته کړه چی هندوستان د افغانستان د خپلمنځی خبرو اترو لپاره د افغان اولس او د حکومت د هڅو ملاتړ کوی . د افغانستان په چارو د پام لرونکو یوی ډلی خبر داری ورکړی چی که چیری له افغانستان څخه بهرنی پوځونه زر ووځی نو دا به نه یوازی د طالبانو جابرانه حکومت او د پاکستان په ګټه تمام شی بلکه له دی سره به په دغه ټوله سیمه کی جهادی مفکوری ته هم قوت تر لاسه شی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت