په اوساکا کی د هند او امریکا خبری اتری
لیکنه : د ډاکټر ستوتی بینرجی
جباړه : د پښتو څانګی
د جی شلم غړو هیوادونو د اوساکا سرمشریزی غونډی په څنډه کی لومړی وزیر نریندرا مودی نهه دوه اړخیزی ناستی له ( اسټرالیا، برازیل، جرمنی، انډونیزیا، جاپان، سویلی کوریا، سعودی عربستان، ترکیه او د امریکا مشرانو سره تر سره کړی. نوموړی ۲ دری اړخیزی ناستی هم ترسره کړی . یادی ناستی د جاپان، هند او امریکا او همدا راز د روسیه، هند او چین د مشرانو تر منځ ترسره شوی. د یادونی وړ ده چی لومړی وزیر یوه غیر رسمی ناسته په خپل دری ورځنی سفر کی د برکس د مشرانو سره هم ترسره کړه. دا په داسی حال کی ده چی د جی شلم غړو هیوادونو سرمشریزی غونډی اصلی اجنډا هم پر نړیوال اقتصاد، سوداګرۍ او پر نښلیدلی او ازادی سیاسی جغرافیه باندی بحث وه. سوداګری د هند او امریکا تر منځ یوه ستره اندیښنه ده. پر سوداګرۍ پوری تړلی موضوع باندی لومړی وزیر مودی او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه دوه اړخیزه ناسته کی بحث وکړ.
د جی شلم غړو هیوادونو د سرمشریزی غونډی یوه ستره لاسته راوړنه هم د چین او امریکا تر منځ د روانی سوداګریزی جګړی د کړکیچ راکمول وو. هند د دواړو هیوادونو تر منځ خبری اتری له نږدی څاری او همدا راز هڅه کوی تر څو له امریکا سره د تعرفو په اړه د خپلو توپیرونو یادونه وکړی. ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند په لوړو تعروفو کلکه نیوکه وکړه او له نوی ډيلی یی وغوښتل چی د سوداګرۍ پر وړاندی خنډونه دی راکم کړی. هند پر ۲۸ توکو خپلی تعرفی لوړی کړلی، چی په هغی کی بادام، دالونه او چهارمغز کوم چی له امریکا څخه واردیږی ، شامل دی. دا د هند لخواه یو ځوابی او د غچ اخستونکی ګام دی ځکه چی امریکا د هندی تولیداتو د غوره ګڼلو له لاسرسی څخه ووتله. هند امریکا د( ډبلیو ټن او ) یا د سوداګرۍ نړیوال سازمان د میکانیزم له لاری پر وسپنه او المونیمو د وارداتی ګمرک د عملی کیدو لپاره راوبلله. په دی اړه د جی ۲۰ م سرمشریزی غونډی څخه وړاندی هم هغه مهال خبری اتری وشوی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو په یو لنډ سفر هند ته راغلی وو. اوس د نوی ډیلی او واشنګټن لخواه دا پریکړه شوی چی په نژدی راتلونکی کی به د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ وزیرانو د یادی موضوع د حل په موخه سره وګوری.
د سوداګری ور اخوا د هند لومړی وزیر او د امریکا ولسمشر په نورو موضوعاتو لکه ۵ -جی ټکنالوژی، دفاعی اړیکو او ایران په اړه هم بحث وکړ. د ایران په برخه کی هند په خلیج فارس سیمه کی په سوله او ثبات ټینګار کوی. په دی حال کی په سیمه کی کړکیچ مخ پر زیاتیدو دی او اړتیا لیدل کیږی چی د هند د سمندری پوځ کښتۍ ازاد حرکت باوری کړی. امریکه ددی ستاینه کړی او دا باور یی برابر کړی چی هندوستان به د تیلو سپلایی اغیزی لاندی رانشی .
د اجنډی مهم ټکی ۵- جی ټیکنالوجی وه او په خاصه توګه دا په داسی حال کی ده چی امریکی خپلو کمپنیو ته اجازه ورکړی چی پرلاپسی هووایی سره خپلی سوداګرۍ ته دوام ورکړی. هندوستان ۵ – جی ټیکنالوجۍ ته نظر لرلی او د امریکه لخواه پورته کړی شوی د امنیت ستونزی اوس په هندوستان کی هم مطالحه کیږی.امریکا په نوی ټیکنالوجۍ کی خپلو ټیکنیکی مهارتونو ته وده ورکوی او د سوداګرۍ او ټیکنیکی فرستونو دواړو لپاره هندوستان ته ګوری کله چی هندوستان همکارۍ او ټیکنیکی پرمختیا او د نمونه سازۍ جریان لپاره سترګی په لار دی . هندوستان ددغه ټیکنالوجۍ میلیارده کارکونکو په ترڅ کی خپل پیشنهاد وړاندی کړی او په خاصه توګه پدغه معامله به د نړیوال رجحاناتو لارښونه وکړی. اوس پاملرنه پدی خبره مرکوز شوی چی څنګه نمونه ، ټیکنالوجی او د سافټ ویر انکشاف په ډګر کی ۵ –جی استعداد ته وده ورکړی شی چی د میک ان انډیا مبارزی په برخه منځ ته راشی . دا به وکولی شی چی د هندوستان او د امریکی تجارت او صنعت د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکو څخه وړاندی په ګډه کار ته دوام ورکړی.
د همکارۍ لپاره دواړو هیوادونو ترمنځ بل ډګر د دفاع ساڅه ده . که څه هم د اوساکا په غونډه کی ډیر څه ندی تبصره شوی مګر هندوستان د امریکا سره خپلی اړیکی ژور ګرځوی چی ورکی د هند بحرالکایل په پړاخه سیمه کی د امنیت انډیوالتوب شامل دی. دا ستونزه د جاپان ، امریکا او د هند دوهمه دری اړخیزه غونډه ده چی جای نوم ورته ورکړی شوی ، کی هغه وخت تبصره نشوه په کوم کی چی د هند لومړی وزیر د امریکا ولسمشر او د جاپان لومړی وزیر سره وغږید .پدغه دری اړخیزه غونډه کی هغه لاری چاری تبصره شوی چی دری واړه هیوادونه د سیمی زیاتی پرمختیا لپاره د دوامداره رابطی او د بنسټیزی اډاڼی په ډګر کی په ګډه کار وکړی.دغه ۳ هیوادونه سوله او امنیت تظمینولوپه خاطر هم ددغه راز د یو شان موخو ویش کوی چی د نوی مفکوری ګټه ټوله سیمه ترلاسه کړی.دری واړو هیوادونو یوه کلنۍ سرمشریزه غونډه د جوړولو هوکړه هم کړی کومه چی به د هند په سمندری سیمه کی د سوداګرۍ په ډګرونو کی شتون لرونکی دواړخیزی مرستی په اساس جوړیږی. دا په سیمه کی د چین زیاتیدونکی پوځی تجاوز په نظر کی ډیره مهمه ده.
Comments
Post a Comment