د روس،هند او چین درې اړخیزه غونډه


لیکنه : د ډاکټر راج دیپ پکانتي

ژباړه : پښتو څانګه

لومړي وزیر نریندرا مودي د جاپان په اوساکا کې د جي شل غړو هیوادونو د سرمشریزې غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جنګ پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یوه درې اړخیزه غونډه ترسره کړه.

د روس، هند او چین په دغه غونډه کې د هند اهمیت څرګند کړل شو او ددغه اهمیت یادونه د روس او چین لخوا وکړل شوه. روس او چین هغه هیوادونه دي چې په دې وروستیو کې د امریکې لخوا د بندیزونو او تعرفو د ګواښ له امله له فشار سره مخ دي.

د همدغو حقیقتونو له امله د یوې سملاسي غونډې د جوړیدو اهمیت هم احساس شو. روس، هند او چین هیوادونه اوږد مهالې ګډې ګټي لري او همدغه ګټې به نړیوال یوالي او ملاتړ لپاره لار برابره کړي، کوم چې دغه هیوادونه به سره یو موټي کړي. د RIC یعنې روس، هند او چین هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر مینځ خبرې اترې له ۲۰۰۳کال راهیسې دوام لري . د روس ،هند او چین حکومتونو مشرانو لومړۍ غونډه په ۲۰۰۶میلادي کال کې ترسره شوه.

په هغه وخت کې د روس پیټربرګ کې د جي اته غونډې له اختتام څخه وروسته د چین ولسمشر هون جین ټو او د روس ولسشمر ولادیمیر پوتین او د هند دهغه وخت لومړي وزیر ډاکټرمن موهین سینګ ترمینځ لیده کاته وشول.

د لومړي وزیر نریندر مودي، ولسمشر شي او ولسمشر پوتین ترمینځ وروستنی تماس کوم چې د ۲۰۱۸میلادي کال د نوامبر میاشت په اخر کې شوی و، ښایی چې دغه تماسونه مخکې پړاوته رسول شوي دي، توقع ده درې واړه مشران به د ختیځ اقتصادي غونډې په دوران کې د روس په ویلدیدوف کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټامبر په میاشت کې یو ځلې بیا سره را غونډ شي، دغه غونډه په دې تاکید کوي چې خوندیتوب او یو اړخیزتوب د زیاتیدو په علت د روس،هند او چین هیوادونو ترمینځ یوه زیاته اړتیا رامنځته شوې کوم چې د نړیوالې ساحې پراخوالي باندې نفوذ پرې باسي او د نړیوال اقتصاد وده کمزورې کوي او رابرسیره کیدونکي بازار او پرمخ تلونکو هیوادونو باندې منفي اثر پرې باسي.

ددغو غونډو بل اهمیت دا دی چې دغه غونډې درې نامتو مشرانوته موقع په لاس ورکړې چې ښې دوستانه اړیکې پراخې کړي، خپلو منځونو کې تفاهم وکړي او د مشرتابه سوې باندې باور او اعتماد رامنځته کولو ته وده ورکړي، داسې غونډې یوه موقع برابروي چې د ګډې لیوالتیا ټولو ستونزو باندې له زیاتې سنجیدګۍ سره سلا مشورو له لارې ستراتیژیکې رابطې پیاوړې وګرځول شي.

د اوساکا درې اړخیزه خبرواترو په دوران کې د نړیوالې ترهرګرۍ، د دریواړه هیوادونو ترمنځ تجارتي مناسباتو ټینګول، نړیوالې تودوخې او د اقلیم بدلون باندې بحث وشو. په دغه غونډه کې ښاغلي مودي د ترهګرۍ په اړه د یوه نړیوال کنفرانس جوړیدو کې د ښاغلي شي او ښاغلي پوتین مرسته وغوښته.

د شنګهای د همکارۍ سازمان لخوا د ترهګرۍ له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه بحث وکړی شو چې پکې د نړیوالې ترهګرۍ په ضد یو شمیر ګامونه پورته کړل شول.هند هیله لري چې د مالي عملیاتو دایمې قوا به اړین ګامونه پورته کړي چې دا ولیدل شي چې پاکستان د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره کوم قوي ګام پورته کوي اوکنه. د مالي عملیاتو دایمي قوا په نږدې تیر وخت کې په دې خبره رڼا واچوله چې څنګه په پاکستان کې فعاله ترهګرو ډلو ته مالي مرستې نړیوالو ترهګرو ته وده ورکړې ده ، په پای کې به ددې یادونه هم وشي چې د روس،هند او چین غونډه د چاپان امریکې او هند درې اړخیزې غونډې سره سمون خوري چې په اوساکا کې ترسره شوې ده. دا ښایي چې داسې درې اړخیزه غونډه د هند ګڼ اړخیزې سټراټیژۍ برخه ده چې نړیوال سیاست کې د راپریوتو ځای ونیسي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت