د مرکزی بودجه وړاندی کولو څخه وړاندی ستونزی
لیکنه: د ډاکټر لیکها ایس چکرورتی
ژباړه : د پښتو څانګی
د ۲۰۱۹ م میلادی کال مرکزی بودجۍ مهمه موضوع به دا اړتیا وی چی څنګه اقتصادی وده ځواکمنه کړی شی . د مالی تقویت لاری څخه بدلون به وده ګړندۍ کولو لپاره مهمه وی.مالی خساره د جی ډی پی ۵،۳ سلنی پوری ساتل به پدغه پړاو اسان نه وی ځکه چی زیاته ولسی پانګه اچونه او په تیره سرمایوی اډاڼه یو ضرورت دی چی اقتصادیات د ودی په پخوانۍ لاره راوستل شی . دا د یو لړ ګامونو څخه یو ګام دی چی د مالۍ چارو وزیری نرملاسیتا رمن څخه یی توقع کیږی چی د خپل بودجۍ په لومړی خطاب کی به اوچت کړی.
البته که چری لږښت کی کموالی راوستلو د لیاری د مالی تقویت لاره نیول کیږی نو دا په راتلونکی کی په وده بده اغیزه کولی شی . په مناسب ډول د مالی اصلاحاتو د لیاری مالی تقویت ته وده ورکړی کیدایشی. په بودجه کی سوداګریزه مالیه ، کولی شی چی اقتصادی ودی ته زیاتوالی وبښی. په تیره بودجه کی سوداګریزه مالیه ۲۵ سلنه پوری کمه کړی شوی وه مګر دا اعلان فقط کوچنی او د منځنی کچی شرکتونو لپاره شوی وو. د لږښت په اړخ دا به مناسبه وی چی کروندګرو او خزو لپاره سکیمونه اعلان کړی شی .البته دغه راز غټو اعلامیو لپاره د بودجۍ مناسب انتظام ته ملاتړ به ډیر مهم وی. حکومت هوډ کړی چی د کرونړه ګرو عایدات زیات کړی شی او دا به لویه وده منځ ته راولی. د اقتصادی چارو کابینی کمیټۍ چی مشرۍ یی لومړی وزیر مودی په غاړه ده، ۲۰۱۹-۲۰م آبی فصلونو لپاره لږتر لږه بیه لوړولو ته یی منظوری ورکړی.دا به کروندګرو ته زیات قیمت ورکولو د لیاری پانګه اچونه او تولیدات زیات کړی .د ۲۰۱۹-۲۰أبی فصلونو لپاره حکومت د سویابین بیه یو کوینټل ۳۱۱ روپۍ ټاکلی ده .د سن فلاور یا د لمر پرست ګلونو د تیلو بیه یو کوینټل ۲۶۲ روپۍاو د شړشمو د تیلو بیه ۲۳۶ روپۍ زیاته کړی دا د کروندګرو په عایداتو کی زیاتوالی لپاره یو نیک ګام دی .
د هندوستان نوی اقتصادی چوکاټ به په راتلونکی بودیجه کی نور شفاف والي ترلاسه کړی.داسی مشوری هم روانی دی چی د هندوستان ریزرو بانک څخه زیات اسعار غیر مالی کټاګوری لاندی خساره پوره کولولپاره انتقال کړی شی. تمه کیدای شی چی د بودیجی په اعلان کی به میرمن سیتا رمن هیواد دننه نو ی اقتصادی ټګلاری منځ ته راولی.
دا به نوی نوکری منځ ته راوړلو یا مالی مرستو له لاری لږ تر لږ عاید تنظیمولو لپاره ښه وی.
حکومت پرله پسی په ټولنیزه بنسټیزه اډانه او په تیره اوبو او په پاکوالی پام مرکوزکړی . او ورسره غواړی چی کم عایدات لرونکی کورنیو کی خزو ته پاک ګاز برابر کړی شی کوم چی د هرکلۍ وړ ګام دی . البته د روغتیا او تعلیم په څیر د بودیجی ټولنیزی ساحی په مهمو برخو کی لګښت باید زیات کړای شی . بشریت لپاره پانګه جوړونه او په تیره روغتیا او زده کړو لپاره پانګی خوندی کولو په ترڅ کی د هیواد نوی رول ته انتظار کیږی.
د پوره خوراک ملی میشن د تقویه کولو لپاره هم تمه کیږی.د اقلیم بدلون ستونزه هم هیله ده چی په بودجه کی حل شی . توقع ده چی په بودیجه کی به بنسټیزه اډانه زیات ټینګار ترلاسه کړی ځکه چی دا به په حتمی ډول وده منځ ته راولی .باید چی هیڅ یو هیوادوال وروسته پاتی نشی . همدا د مودی د دوهمی دوری میشن دی .
امریکا او چین تر منځ سوداګریز جنګ او د تیلو په بعیو کی لاندی باندی او د انفلاسیون شرحی په څیر د نړیوالو ګډوډیو په اړه د مالی چارو وزیری پوره سوچ کړی چی داخلی اقتصادی ودی په خاطر د دی سره چلند څنګه کیدای شی .
Comments
Post a Comment