په پاکستان کی د سانسور ویره
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
دعمران خان د لومړی وزیر په توګه یو کال پوره کیدونکی دی . په لومړیو کی نوموړی ډیری چیغی وهلی چی نوی پاکستان به جوړیږی په کوم کی چی رشوت ته به بلکل ځای نه وی موجود او اقتصادی حالت به د ښه کولو نور هم سخت ګامونه پورته شی . له ټولټاکنو وړاندی نوموړی دا دعوه هم کړی وه چی له هیڅ کومی نړیوالی مالی اداری ته د پور کاسه په لاس کی نیولو نه مرګ بهتره دی او ځان وژنه به ښه وی. خو حقیقت دا دی چی د ۶ بیلیونو ډالرو د ګدائي لپاره کچکول په غاړه د نړیوال مالی صندوق دروازی ته تلل اړین شول او د دی کڅوړی په اړه ترسره ټول مراحل سرته رسیدلی دی. خیر په هر صورت د سیاستوالو دا ډول هوائی خبری هره ورځ تر سترګو کیږی.
دلته خبره د جمهوریت او انصاف ده .نوموړی به د جمهوریت د اعاده کولو دعوه کوله او په چیغو په ئی ویل چی د تحریک انصاف ګوند په حکومت کی به هیچا سره بی انصافی نه کیږی. مطبوعات به له هر ډول فشار نه لری وساتل شی . خو برعکس د ټولټاکنو په وخت کی هم مطبوعات او بریښنائی میډیا د پوځ او آئی . ایس . آئی . تر سخت فشار لاندی وه څه چی هغوی غوښتل باید نشرشوی وای. د ټولټاکنو په هکله راپورونه د پوځ او آئی، ایس ، آئي په خوښه نشریدل .ځکه چی داسی حالات رامنځ ته کړای شوی وو چی هیچا هم حقیقت نشو ویلی ، یعنی د ترهګرۍ چاپریال ئی رامنځ ته کړی وو. د بشری حقونو سازمان پدی هکله خبرداری هم ورکړی وه . سره له دی چی د عمران خان د حکومت کال هم پوره کیدونکۍ دی خو اوس هم ژورنالستان په سخته ویره کی ژوند کولو ته مجبور دی .داسی ښکاری چی د مارشل لا له پلی کیدو پرته په ورځپاڼو او تلویزونی چینلونو سانسورنافذ شویدی .
وروستۍ پیښه خای چی تیره دوشنبه د( جیو- ټی وی ) په نوم له یوه شخصی چینل څخه چی د شپی ۸ بجی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر او د پاکستان د پیپلز پارټی مشر آصف زرداری سره شوی مرکه خپریدونکی وه مګر له لږی مودی وروسته پرته له کوم وضاحته په ټپه ودرول شوه.دا مرکه د تیری شنبی په ورځ په پارلمان کی مشهور ژورنالیست او د جیو ټي- وي ویاند حامد میر تر سره کړی وه. په تلویزونی چینل فشار راوړل شو تر څو نشریات ودروی .په دی اړه د حکومت په پلوی یوه فیدرالی وزیر علی حیدر زیدی وویل چی مونږ د داسی تورن کس مرکه څنګه نشرولی شو چی د مالی غلا په تورنیول شوی دی. نوموړی وایی چی مونږ ته دا خائی چی د سیاسی محبوس او ترمنځ د فاصلی کرښه وکاږو.خو ازاد مطبوعات، مبصرین او مخالف مشران دا وائی چی هیڅوک هم د تور او ګرفتاری په بنیاد مجرم نشی منل کیدای. او همدا راز د زرداری په خلاف تر اوسه هیڅ ډول جرم ندی ثابت شوی. او نه هم سزا ورکړل شویده . ژورنالیست احمد میر وایی چی زرداری پدی ورځ د پارلمان په غونډه کی د ګډون لپاره راغلی وو.او نوموړی له ګڼ شمیر نورو ژورنالیستانو سره هم خبری وکړی .او د جیو ټی - وي لپاره ئی یوه مرکه هم کړی وه .د حامد میر له خبرو داسی څرګندیږی چی زرداری د عمران خان په خلاف په لندن کی ، چی د کومی درغلی په اړه تحقیقات روان دی ، پرده پورته کوله.
د صداقت شعار ورکونکی او د فساد په ضد تش په نوم مبارزه کونکی له دی وډار شو چی د نوموړی کوم راز رابرسیره نشی. حامد میر پوښتلی چی ما د تحریک طالبان پاکستان له ویاند احسان الله احسان سره هم مرکه کړی وه او نشرهم شوه په هغی مرکی نه چا بندیز لګولی وو او نا چا اعتراض وکړو ولی؟ هغه وخت هغه د فوځ په توقیف کی وو
واضع ده چی د دی پوښتنی ځواب له عمران خان سره بلکل نشته .
Comments
Post a Comment