د ترهګرو په خلاف د پاکستان د دوه رنګی مثال
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پشتو څانګی
تیره چارشنبه پاکستانی مشرانو دا علان وکړو چی د ممبئی حملو ماسټرماينډ حافظ سعید او د هغه څومرستیالانو په خلاف سخت اقدام وشی. په حقیقت کی چی د کومو اجراعاتو خبره کیږی هغه تش د نړیوالی ټولنی په سترګو کی خاوری شیندل دی.د پاکستان د ترهګری ضد محکمی ویلی وو چی د حافظ سعید او د هغه ۱۲ معاونینو په خلاف ۲۳ قضیئ ثبت کړیدی. دا معاونین ۵ داسی ټولنی چلوی په کوم کی چی د لشکر طیبه پوری تړلی(فلاح جماعت الدعوه اور فلاح انسانیت فاونډیشن) لپاره د چندی ټولونی دنده تر سره کوی. دا هم ویل کیږی چی د دی تنظیمونه او وګړو ټولی شتمنۍ یا ملکیتونه به هم ظبط کړای شی.د نوموړی محکمی لخوا دا هم ویل شوی چی دا اقدامات ځکه ترسره کیږی تر څو د ملګرو ملتو د پریکړو درناوی وشی. که څه هم دا اقدام د قدر وړ دی خو هیڅکله باور نشی کیدای چی دا حقیقت ولری.د ممبئی حملو دسیسه جوړونکی حافظ سعید په خلاف پاکستان چی څومره هم کړنی تر سره کړی هغه نړی ته برملا دی . مجرم په ازادا توګه په ټول پاکستان کی ګرځی او د کشمیر او جهاد په نوم د هند په خلاف زهرجن تبلیغات کوی.د پاکستان لخوا ډیر ځله د نوموړی د نیولو او توقیف ډرامی جوړی خو هر ځل له محکمی د ناتکمیله ثبوتونو په اساس برې شوی دی .چی د پاکستان د ریاکاری تر ټولو لوی ثبوت هم دا دی. د ممبئی په حملی کی چی کوم کسان تورون شمیرل شوی وو په هغو قضیو کی د تیری یوی لسیزی په اوږدو کی هیڅ ډول پرمختګ ندی شوی.څو څوځله په همدی قضي پوری اړین قاضیان تبدیل شوی. وکیلان ګواښل شوی، او حتی د ممبئی حملی دسیسه جوړونکی ذکی الرحمان لکهوی کلونه وړاندی له محبس څخه په زمانت خوشی شویدی.پدی اړه پاکستان هیحکله جدی ګام نه پورته کړی او نه ئی د پورته کولو اراده لری .تر کومه چی د حافظ سعید او د هغه د ملګرو په خلاف د اقداماتو اعلان یا وضاحت شوی هسی یوه غولونه ښکاری. پاکستان ته فاینینشل ایکشن ټاسک فورس(د مالی عمل کاری ځواک )ډیر جدی اخطار ورکړی چی تر راتلونکی اکتوبر پوری که چیری د هغو ډلو چی په کومو چی بندیز لګیدلی د مالی امکاناتو او پیسو مینځلود مخنیوی په موخه لازمی او جدی هلی ځلی ونشی نو د نتجیجی زغملو لپاره پاکستان باید تیار ووسی.البته دا خبرداری د جون په میاشت کی ورکړل شوی وو. همدا راز د ورکړل شوی ۲۷ فقره ایز پلان په عملی کولو په ۲۵ فقرو کی تر اوسه هیڅ ډول اقدام ندی شوی. که څه هم دا کړنه باید په تیره جنوری میاشت کی تر سره شوی وای خو تر اوسه پدی اړه هیڅ ندی شوی. اوس ځکه په ډیر سرعت سره هلی ځلی تر سره کیږی تر څو چی د نوموړی اداری له د سختو اقداماتو او په تور لیست کی له شامیلیدو څخه بچ پاتی شی. خو اوس دا کړنه شاید څه ګټه ونلری. او که پاکستان اوس هم له خپل دودیز عمل تر سره کوی نو باید پوی شی چی د تل په څیر به ونکړای شی چی د نړیوالو په سترګو کی خاورو وشیندی.
Comments
Post a Comment