د زیربنا لپاره بودجه ډیریږي

لیکنه: د منیش آنند

ژباړه: د پښتو څانګه

په نوی بودجه کی په راتلونکو پنځو کلونو کې د پنځو تریلیو نو روپیو اقتصاد جوړولو په موخه د زیربناوو لپاره پانګی سپما کولو ته پاملرنه شوې. دا هغه بودجه ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د زیربنا/ آډانې د پیاوړي کولو په موخه د ۱۰۰ لکه کروړه روپیو د پانګونې په ژمنه بیا ټینګار شویدی. یو ملت او یو ډول اسانتیاوی تر نوم لاندی په کوم کی چی به په یوه اندازه د سرکونو د غځولو ،ګاز، اوبو، او د هوایي ډګرونو په سلسله کی با کیفیته بدلون راولی .

دا ځل بودیجه یوې ښځینه ټاکل شوې وزیرې آغلی نیرملا سیتا رمن چې د لومړي ځل لپاره د مالي چارو وزیره ټاکل شوی وړاندې کړه. چی په سمه توګه پکې د زیربنا/ آډانې پانګونه هم ځای پر ځای شوې. د نریندر مودي لومړۍ دورې مرکزي حکومت په حقیقت دې ته زمینه برابره کړه چې د زیربناوو پانګونه په لومړیتوب کې راوستل شي. د سرکونو، بندرونو او اورګاډي په برخو کې د ظرفیت له پلوه د پیاوړتیا راتلو شاهد وو. حکومت د بیارغونې عالي پروژې یو وار بیا د اجرا میز ته راورسولې. اوس چې د زیربنا فضا په بشپړه توګه یو ښه وضعیت ته راوستل شوې نو حکومت په پام کې لري چې یو مناسبه مسیر ورته برابر کړي.

د ۲۰۱۸ تر ۲۰۳۰ میلادي کلونو په منځ کې د اورګاډي برخې ته د ۵۰ لکه کروړه روپیو د پانګونې وړاندیز شوی دی، اورګاډي د هند لپاره یواځې د ټرانسپورټ یوه وسیله نه ده بلکې د هندوستان د بقا یو مسیر دی. په تیره کې بدبختانه چې د سرکونو په پرتله د اورګاډي په برخه کې کمه پانګونه شوې. د یادې پایلې اغیزې د مسافرو د لیږد رالیږد په موخه د لارو په لیږدوونکو باندې غورځیدلي. دا چې اورګاډي خورا اغیزمن ثابت شوي او چاپیریال یې هم د لیږد رالیږد په موخه خورا ښه دی او د پانګونې د لوړولو په برخه کې هم خورا ګټور بلل شوي دي. نو په رسمي توګه ویلی شو چې د ولسونو- خصوصي شراکت به د اورګاډي په برخه کې وکولی شي چې هغه پروژې هم پای ته ورسوي چې لا ترسو نه دي بشپړې شوي. د دې ترڅنګ، په دې بودیجه کې د ښاري فرعي ځمکې لاندې اورګاډي لارو په هکله هم په ښه توګه یادونه شوې چې له ډیلي نه تر میرټ پورې د چټک سیمه ییز ټرانسپورټ سیستم هم پکې شامل دی چې په چټکه توګه به و غځول شي. د ۶۵۷ کیلو مترو اوږد د میټرو اورګاډي پر پټلی اوس مهال کار رواندی چې د ښاري خلکو لپاره خپل کارځایونو ته به د تلو راتلو ښه زمینه برابره کړي.

په دغه بودیجه کې په سمه توګه واضح کړی شوې چې د لیږد رالیږد په موخه د شرق نه تر غرب پورې د دوه خواوو د یو بل سره نښلولو لارې به بشپړې کړی شي ترڅو مسافرو ته د آسانتیاوو چوپړتیاوې برابرې شي. همدا راز په دغه بودیجه کې د اورګاډو د تم ځایونو په معیاري بڼه د جوړولو ټینګار هم شوی دی.

په یاده بودیجه کې د نا تکمیلو پروژو د بشپړولو په هکله هم په څرګند ډول وضاحت شوی چې په هغو کې د صنعتي دهلیزونو هر یوه بهارت مالا، ساګرمالا، جل مارګ ویکاس او وړان په نامه پروژی بشپړول هم شامل دي. په حقیقت کې د یو ملت یو ډول د سرکونو ، د اوبو لارې، اورګاډي، بریښنا او د نوښتونو طرحې ته هم د یوه قوي ملاتړ څرګندونه شوی.د وارانسي ، هالدیا د اوبو لارو په ټیټه بیه شیان لری ځایونه ته د رسولو لپاره د هند غنی سیندونه د کارولو استعداد څخه د ګټو اخستلو زمینه برابره شوه.

د دې تر څنګ، په دې بودیجه کې داسې یوه مسیر ته هم لارښوونه شوې ترڅو د هوايي الوتکو پرزو، ترمیم او بنسټیزو تعمیرونو د جوړولو برخې ته په پاملرنې سره کولی شو چې هند د هوانوردۍ په یوه مرکز بدل کړو. د بهارت مالا پروژې دوهم پړاو کې په پام کې ده چې په ټول هند کې ۴۸۰۰۰ زره کیلو متره دسرکونو سلسه جوړه کړی شي. دغه بودیجه وړاندیز کوی چی له ایالتی حکومتونو څخه ملاتړ وشي ترڅو د بهارت مالا د پروژې د پلي کولو په موخه د اړتیا ځمکه په پیسو و پیري. دا په ډاګه ویلی شو چې اوس مهال د هېواد له شرایطو سره سمې سیمې د اوبو له لارې له حلقوي سرکونو سره نخښتې دي. د لومړي وزیر پردهان منتري یوجنا په نامه سکیم په خورا مهارت سره کلیوالي سیمې د ښاري سیمو له مرکزونو سره نږدې کړې. دغه بودیجه کې د کلیوالو سیمو په سرکونو هم تمرکز شوی چې په پایله کې به یې بزګران وتوانیږي چې د فزیکې نښلیدلو له امله ډیرې ګټې ترلاسه کړي. په دغه بودیجه کې د زیربناوو چارو لپاره هر کال ۲۰ لکه کروړه روپۍ په نظر کې نیول شوي چې د هېواد د اقتصادي کچې پیاوړتیا ته اشاره کوي.


Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت