پاکستان کی سانسورشپ، انتقامی کارروایی او هره خوا د ویری او د دهشت ماحول
ژباړه : د پښتو څانګی
په پاکستان کی په سیاسی کچه داسی ویل کیږی چی اوسمهال په پاکستان کی یوغوره شوی حکومت دی او پوځ په ظاهری توګه له قدرت لری دی خو په سیاسی او ټولنیزه کچه حالت لا خراب شوی دی. هر خواته د ویری او دهشت داسی یو ماحول دی چی د پوځی حکومت پر وخت هم له قدرت څخه دومره ناوړه ګټه نه وه اخستل شوی. که د رسنیو د سانسور په اړه خبره وشی نو داسی ښکاری چی د ځینی رسنیو او ورځپاڼو مالکانو پر خپل ځان پخپله سانسورتیا راوستلی ده تر څو داسی کوم څه خپاره نکړی چی دوی ته تری خطر پیښ شی.
په دی وضعیت کی د خبریالانو او شنونکو نظر دا دی چی دا د ویری انتها ده، چی ځینو رسنیو له کم او زیات یو کال راهیسی د حاکم حکومت د کومی طرحی پرته پر خپل ځان داسی بندیزونه لګولی چی دولت تری پوره ګټه اخلی، په داسی حال کی چی دا شان خبریالی د صداقت پرضد ده.
دوهمه خبره دا ده چی د ملکی حکومت او پوځی ډلو یوالی په ټول پاکستان کی داسی ویره خپره کړی تر څو خلک حتا ژبنی بندیز په خپل ورځنی ژوند کی شامل کړی. او د دی لپاره د تیری اوونۍ هغه مثال ورکول کیږی په کوم کی چی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر اصف زرداری مرکه څو دقیقی وروسته پرته له کوم وضاحت یا اعلان له خپریدو څخه ودرول شوه. یوازی دومره نه بلکه د مخالفو ګوندونو د مشرانو د نیولو سلسله هم روانه ده. مخکینی لومړی وزیر خو په بند خونه کی بندی دی، د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ د ګوند مشران په یو او بل نامه نیول کیږی. د زرداری د مرکی کومه پیښه چی تیره اوونی د شپی رامنځ ته شوه، په هماغه ورځ د مسلم لیګ نواز یو وتلی او تاثیرګذاره سیاست پوه رانا ثنا الله هم په داسی حال کی ونیول شو چی په خپل موټر کی یی په زیاته پیمانه نشه یی توکی بارکړی وو. شنونکی او سیاسی شخصیتونه دی خبری ته حیران دی چی رانا ثنا غوندی یو وتلی سیاست پوه چی په دی خبره هم پوهیدو چی کیدی شی هر شیبه ونیول شی نو څنګه کیدی شی چی په دومره زیاته پیمانه نشه یی توکی له ځانه سره په موټر کی وګرځوی ؟
په هر حال د نواز شریف کشر ورور او د پنجاب ایالت مشر وزیر شهباز شریف هم تیر کال د فساد په تور نیول شوی وو. ځینو شنونکو خو دا ویل هم پیل کړی چی ډیر امکان شته چی ډير داسی کسان چی اوسمهال د حکومت د خوښی کسانو په نوملړ کی دی هغه هم راتلونکی کال یا هم څو ورځی وروسته تر معمولی انحراف او اواز اوچتولو وروسته د فساد په تور ونیول شی. د پاکستان وتلی شنونکی رضا رومی یوی بلی خبری ته توجه کړی چی د خبریالانو او میډیا سره تړاو لری. د هغه په وینا ژورنالستان او رسنۍ د سیاسی اړیکو پر بنسټ د ویش ښکار شوی دی چی د رښتینی او ازاد ژورنالیزم د ختمیدو سبب شوی. خو دوی ته په کار ده چی داسی ونکړی او سیاسی بڼه ځانته غوره نکړی. او که د دی معاملی حساسوالی ته توجه ونشی نو معلومه ده چی له دی څخه به دولت پوره ګټه پورته کړی کوم چی لا د مخه د دهشت د ماحول د خپرولو هڅی کوی او خپور کړی یی دی.
خلکو د پاکستان اوسنۍ حالت د پوځ د اقتدار د زمانی سره پرتله کړی او د دی نتیجه د تر لاسه کولو په حال کی دی چی د پوځ د قدرت په زمانه کی هر څه د پوځ د جنرالو په حکم ترسره کیدل لیکن اوس داسی یو حالت دی چی فیصلی خو پوځی جنرالان کوی لیکن عملی جامی ورته بیا د عمران خان حکومت وراغوندی. که چیری د فقید ابن انشا له یوه مطلب څخه الهام واخستل شی نو ویلی شو چی د شیدو او د اوبو په ګډولو سره د شیدو د پلورنکو کار او بار وده تر لاسه کوی، نو هماغسی د پوځ او او د عمران خان د کابینی د مرستی او ګډونتیا په پایله د حکومت کار او بار هم ښه روان دی.
Comments
Post a Comment