په هند کی د پړانګانو شمیر د پام وړ وده کړی
د پړانګانو شمیر د پخوا په پرتله په هند کی زیات شوی. د
پړانګانو شمیر په هند کی نږدی ۳۰۰۰ ته اوچت شوی دی او هند د دوی لپاره یو له خوندی
هیوادونو جوړ کړی دی. هند اوس مهال د نړۍ نږدی د ۷۵ سلنه پړانګانو کور دی. او د دوی
شمیر په تیرو څلورو کلونو کی ۳۳ سلنه زیات شوی . دا شمیر په ۲۰۱۴ کی ۲۲۲۶ او په
۲۰۱۸ کال کی ۲۹۶۷ ته رسیدلی.
دا په ثبت شوی دوران کی تر ټولو لوړه کچه ده چی له ۲۰۰۶ کال تر ۲۰۱۰
پوری ۲۱ سلنه او له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴پوری ۳۰
سلنه وده وه. دا وده د کلنی منځنی ودی سره سمون لری.
په مدیا پردیش کی تر ټولو زیات شمیر یعنی ۵۲۶ پړانګان
شتون لری او همدا راز ورپسی په کرناټاکا کی ۵۲۴ او په اتراکهنډ کی ۴۴۲ پړانګان
موجود دی. د سر شمیرنی راپور هم د هند د وحشی ژویو د انستیتیوت لخواه د پړانګانو د
ساتنی د ملی اداری او د ایالت د ځنګلونو د څانګی سره په ګډه برابر شوی او خپور شوی
دی. هند په هر څلورو کلونو کی یو ځل د پړانګانو شمیرنه ترسره کوی. او دا د
سرشمیرنی څلورم پړاو وه. مخکینی دری سرشمیرنی په کال ۲۰۰۶، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کی ترسره
شوی دی.
هندوستان د پړانګانو د شمیرنی لپاره په پړانګانو د نښان
وهلو په طریقه د هغوی شمیره معلوموی. په دی سروی کی ، په ګرد هند کی نږدی ۳۸۲۰۰۰
کیلو متره مربع ځنګل رانیول شوی ، چی له
یادی جملی ۱۳۰۰۰۰ کیلومتر مربع د کیمری په واسطه تر پوښښ لاندی نیول شوی.
د سرشمیرنی طریقه په دوه وه برخو کی ترسره شوی. په لومړی
برخه کی له سیمی څخه معلومات راټول شوی، چی نژدی ۴۰۰۰۰ ساحوی کارکونکو د ۱۸ هغو
ایالتونو څخه معلومات راټول کړی چی پړانګان پکی شتون لری. دوی د پړانګانو موجودیت
، هستوګنه، شمیر، د انسانانو تاثیر او داسی نور اړخونه ثبت کړی دی.
په دوهمه برخه کی د ځنګلی ژوند روزل شویو بیولوجستانو په
سیمه کی کامری نصب کړی دی، او دوی د پړانګانو او د هغوی د ښکار په اړه معلومات
راټول کړی دی.
د
۲۰۱۸کال سر شمیرنه تر دې دمه په هیواد کې د ټکنالوژی له پلوه ترټولو خوارا تخنیکي او پیاوړې د ځنګلي ژو یو سرشمیرنه وه. او د پخوا په پرتله
ډیره دقیق ترسره شوی. په دی ارزونه کی د انډرایډ تلفون د بنسټیز اپلیکیشن او د ډیسک
ټاپ ورژن څخه د معلوماتو د راټولو، ساتلو او تحلیلولو کی کار اخستل شوی دی. د تلفون
اپلیکیشن په اتومات ډول د سروی معلومات ثبت کړی. او د موجوده علایم سره یی د ژویو
انځورونه اخستی. په د سرشمیرنه کی له ۱۵۰۰۰ کمرو څخه کار اخستل شوی دی خو د
سرشمیرنی په لومړی پړاو کی چی په کال ۲۰۰۶ کی تر سره شوه، یوازی له ۹۰۰۰ کمرو څخه کار اخستل شوی وو.
د ځنګلی ژوند بیولوژیست وایی چی د کمرو په زیاتوالی او د
اندرایډ ټکنالوژی څخه په کار اخستنی سره لا دقیق شمیر لاسته راغلی. شاوخوا ۸۳ سلنه
پړانګان د کمرو له لاری لیدل شوی چی په شمیر کی یی زیاتوالی راوستلی. پاتی ۱۷ سلنه
د نیول کیدو او بیرته پریښودلو په طریقو شمیرل شوی دی.
د ځنګلي ژوند ساینس پوهانو په طریقه کار کې یو څه
بدلونونه راوستي او د کمری په واسطه په
اخستل شویو انځورونو یی تکیه کړی. دا تکنالوژی د یو پړانګ د دوه ځل شمیر څخه
مخنیوی کوی. همدارنګه په کمره باندی اخستل شوی انځورونه د هر پړانګ د پوستکی د
رنګونو او خطونو څرګندونه کوی چی دی کار مرسته کړی تر څو هر پړانګ په انفرادی ډول
وشمیرل شی.
د هند د پړانګانو شمیرنه په نړۍ کی تر ټولو ستره د ځنګلی
ژوند سروی ده. او هند د سینټ پیټرسبورګ اعلامیۍ ته په ژمن پاتی کیدو سره څلور کاله
وړاندی خپلی ټاکلی موخی ته ورسیدو. د سروی پایلی په نوی دیلی کی د پړانګانو په
نړیواله ورځ د لومړی وزیر نریندرمودی لخواه اعلان شوی. هغه وویل چی هند به د
پرمختګ او چاپیریال ترمنځ توازن وساتی. لومړی وزیر وویل چی هند به د خپلو
اوسیدونکو لپاره زیات کورونه جوړ کړی او په همدی وخت کی به د ژویو لپاره هم ښه
هستوګنی برابری کړی.
د پړانګانو په شمیر کی بی ساری زیاتوالی باید د ځنګلی ژوند
د سیلانیانو په برخه کی مهم رول ولوبوی کوم چی د هند په اقتصادی وده کی هم ستر رول
لری . سربیره پر دی د دسیلانیانو تګ دسیمه ایزو خلکو لپاره هم ډیر ګټور دی.
Comments
Post a Comment