په افغانستان کی د ولسمشرۍ ټاکنو په موقع د لویو بریدونوامکان :
لیکنه . د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
په افغانستان کی د ستمبر په ۲۸مه نیټه د جمهوری ریاست یا د ولسمشرۍ ټاکنی به ترسره شی . دا ټاکنی په یو داسی وخت کی ترسره کیږی کله چی امریکی او طالبانو ترمینځه په افغانستان کی د سولی پرځای کولو په اړه په دوحه کی کیدونکی خبری اتری خپل مهم او آخیرنی پړاو ته په رسیدو دي. خو یوه خبره په ډیره واضحه هس کړی شویده چی ترکومی چی د طالبانو تعلق دی نو دا ډله په افغانستان کی د سولی پرځای کولو په ترڅ کی هیڅ فکرنلری . که هغه ته څه فکر شته نو بس دا چی په هرصورت له افغانستان څخه د امریکی ترمشرۍ ځواکونه له افغانستان څخه و وځی لدی کبله چی د هغه لپاره په واک اشغال ترلاسه کولو لپاره لیاره هوارشی . که څه هم په افغانستان کی دا وخت په آئینی ډول ټاکل شوی حکومت چاری په مخه بیائي خو د طالبانو مشرتابه نه خو حکومت سره خبری اتری کولو ته موفق شو او نه د تشدد لاره پریښوده . امریکی او طالبانو نمائیندګانو ترمینځه څنګه خبرو اترو پرمختګ وکړو نو هغه شان د طالبانو بریدونه هم زیات شول. ترکومی چی د امریکی خبره ده نو د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ک چی ناڅاپی فیصلی کولو او بیا ناڅاپی بیخی بدلون لپاره نوم لری اول خو افغانستان لپاره د امریکی نوی پالیسۍ اعلان وکړو او د دی نوی پالیسۍ یو مهم اړخ ئې دا و چی هغه پاکستان د طالبان ټولو نه لوئ ملاتړکونکی او سرپرست ګڼل او دا وئيل چی پاکستان له طالبانو سره جنګ کولو لپاره له امریکی څخه د کروړاو ډالرو پوځی او اقتصادی مرسته ترلاسه کړله او په بدل کی امریکی ته دروغ وویل او هغی ته دوکه ورکړله . خو ناڅاپی د نوموړی اراده بدله شوه او نوموړی ته له افغانستان څخه د خپل پوځونو د بیرته راوړلو فکر پرغاړه شو په دوحه کی د امریکی ځانګړی استازی زلمې خلیل زاد سره په خبرو اترو لاس پوری کړو . د خبرو اتروڅو پړاونه ترسره شول او اوس هغه لړۍ آخیرنی پړاو ته رسیدو ته ده . کله چی په افغانستان کی د ولسمشریزی د ټاکنو تیارسۍ روانی دی نو بلی خوا د تشدد یوه داسی لړۍ دوام لری چی د ودریدوهډو نوم نه اخلی . ټولی علامی او اشاری دا ښائي چی د ولسمشریزی ټاکنو لپاره کوم تیارسۍ او کمپائین به کیږی هغه به هدف جوړ کړی شی . د دی علامه په هغه وخت هم مخی ته راغلی وه کله چی د جولائي په ۲۸مه نیټه د مرستیال ولسمشریزی ټاکنو لپاره نوماند د امرالله صالح په دفتر برید شوی و . باید چی دا خبره یاد ولرلی شی چی امرالله صالح ترتله د طالبانو سرفهرست پاتی شوی ځکه چی هغه نه یواځی دا چی نوموړی د طالبانو د تشدد سخت مخالف پاتی شوی بلکی نوموړی د افغانستان د استخباراتو مشر هم پاتی شوی . دا وختی نوموړی د ولمسشرغنی د ټاکنو د ډلی مهم غړې دې. د امرالله صالح په دفتر په برید کی ۸۰ کسان وژلی شوی و او نور یو شمیر کسان ژوبل شوی و
۲-
کله چی نوموړی لږ غوندی بچ شوی و . د هغی وروسته هم په کابل کی بریدونه او چاودنی کیږی .
دلته دا خبره په ځانګړی ډول د یادونی وړ ده چی طالبانو نه یواځی دا چی په کابل کی د اوسنی برید پړه پرغاړه اخستی بلکی د نورو بریدونو کولو هم اشاره ورکړیده. په کابل کی شوی اوسنی برید کی کابو یو سل کسان وژلی شوی و نو دغه برید څخه یوورځی د مخه طالبانو عمومی افغانانو ته وئیلی و چی هغوئي کیدونکی ولسمشریزټاکنو کی نه یواځی دا چی رائ ورنکړی بلکی ټاکنیزناستو او غونډو کی ګډون کولو څخه ډ ډه وکړی . څرګنده ده چی د طالبانو ارادی په ټولو واضحه دي . هغوئي په هیڅ حال کی دا نه غواړی چی په افغانستان کی په جمهوری توګه او آئین په سمون ټاکنی ترسره شی . د اوسنی بریدونو له کبله د افغانستان په خلکو کی ډیره زیاته اندیښنا لیدلی کیږی او خلک د هغو ورځو خیال په کولو و لړزیږی کله چی په افغانستان د طالبانو حکومت و . د دی خبری هم علامی شته چی طالبانو او امریکی ترمینځه موافقی ته رسیدو او له افغانستان څخه د بهرنی پوځونو پشاکیدو وروسته په افغانستان کی وضیعت نور زیات خریبیدی شی او او لدی خبری څخه هم انکار نشی کیدلی چی د پاکستان استخبارات آئي ایس آئي او د پوځ ترمشرۍ طالبان به پدی سیمی کی په آزاده خپله خوښه د ترسره کولو موقع ترلاسه شی او په جنوبی آسیا کی د امنیت وضیعت به نور زیات خراب شی.
Comments
Post a Comment