د کشمیر په هکله د پاکستان اعتراض بې جوازه دی
لیکنه: د سیراج مهدي نقوي
ژباړه: د پښتو څانګه
پاکستان چې د کشمیر د مسلې په هکله د مودي حکومت پر پریکړې کوم ډول غبرګون
وښودلو ، هیڅ جواز یې نه لیدل کیده. پاکستان په دې هکله نه یواځې دا چې د
پاکستان لوړ کمیشنر راوبللو او خپل احتجاج یې ثبت کړو بلکې له هند سره یې
خپل سفارتي او سوداګریزو بوختیاوو د کمولو پریکړه هم وکړه.
هند تل داسې یو موقف درلود چې کشمیر د هند یوه اړینه برخه ده او
په دې هکله له پاکستان سره هیڅ ډول خبرې نه شي کیدلی. په هاغه ایالت کې د
پاکستان په ملاتړ ترهګریز عناصرو چې په کوم ډول د کشمیریانو ژوند سخت کړی
او د ایالت له امن سره یې ناوړه چلند کړی ، له دې کړنو څخه یې هم
نړیواله ټولنه په بشپړه توګه خبره ده. د پاکستان له دې کړنو سره د کشمیر
د پرمختګ کړنلاره ډیره اغیزمنه شوې. د مرکزي حکومت دا څرګنده رایه ده چې
د پاکستان بوختیاوو ته د کشمیر ځانګړې درجې له کبله پټنځای ترلاسه
کیدو، د حکومت دا موقف هم دی چې په ایالت کې د نور هېواد په شان د
پرمختګونو د رامنځته کولو او د پاتی هېواد سره د برابرولو په موخه د۳۷۰
مې مادې پلي کولو ته د پای ټکی کیښودل شي او همداسې یې وکړل. مګر له
دې سره سره د کورنیو چارو وزیر امیت شاه دا هم وویل چې د کشمیر ایالت هر
اړخیزه پرمختیا او دغه ایالت په یو غوره ګرځندویه سیمې بدلولو لپاره په خپلې
ژمنې اوس هم ولاړ دی. حکومت کشمیریانو ته د روزګار برابرولو او د دوی د
بنسټیزو مسلو د حل کولو ژمنه هم کړې. او دا یې هم واضح کړې چې وروسته له
هغې چې وضعیت نورمال حالت ته راشی نو لداغ او پاتې د کشمیر برخې به د یو
بشپړ ایالت په توګه د رامنځته کولو لپاره هم اقدام وکړي. لداغ به د هاغه
سیمې د ولسونو د غوښتنې سره سم مرکز پورې تړلې سیمه پاتې کړی شي.
پوښتنه دا ده چې د هند په پریکړو کې د پاکستان د مداخلې کولو څه جواز دی.
دا پوښتنه له دې پلوه هم اړینه ده چې پاکستان په اشغالی کشمیرکی د خپلو
ولسونو له مسایلو څخه له ډیرې مودې راپدیخوا سترګې پټې کړي. د دغې سیمې
اوسیدونکو ډیر تریخ او خورا خراب ژوند پر تیرولو باندې مجبور کړی شوي دي
او د دوی د پرمختګ او خیرخیګنی لپاره د پاکستان یو فیډرالي حکومت هم هیڅکله
کوم کار ونکړو. همدا سبب دی چې د هاغه کشمیر ولسونه د فیډرالي حکومت په
هکله تل غصی څخه ډک دي، مګر دغه غصه د پوځي قوت پر مټ تل غلې کړی شوې
او د هندي کشمیر موضوع یې راپورته کړې او د نړیوالی ټولنی په سترګو کې یی خاوری پاشلي. پاکستان د هند دغه کورنۍ موضوع هم په نړیواله کچه مطرح کړه او له
هند سره یې د خپلو اړیکو د قربانولو حماقت وکړو. حال دا چې هند د دې
معاملې په اړه د هیڅ کوم نړیوال مداخلت او دریم ګړیتوب وړاندیز د دې
لپاره رد کړی چې دا دهند د ایالت او ولسونو او مرکز سره د دوی د اړیکو
پورې تړلې موضوع ده. دا یوه کورنۍ موضوع ده او د کومې بهرنۍ ډلې مداخلت
پکې زمونږ لپاره په مناسبه توګه د منلو وړ نه دی. نو له همدې امله په دې
وروستیو کې چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او امریکایي ولسمشر
ټرمپ تر منځ د لیدنې پر مهال د ټرمپ لخوا د دریم غړیتوب کولو کومه دعوا
وکړی شوه نو هند یې هم پرته له څند نه دعوا په بشپړه توګه رد کړه. د دې
ټولو خبرو باوجود بیا هم د پاکستان لخوا د کشمیر د مسلې په هکله غیر ضروري
مداخلت د حیرانتیا وړ دی او د دوی لخوا د سفارتي اړیکو او سوداګریزو
اړیکو د کمولو زیان به هم بالآخره چا ته ورسیږي؟ څرګنده ده چې ډیر زیان
به هم پاکستان ته رسیږي. په ځانګړې توګه په اوسنیو وختونو کې چې د
پاکستان اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی. د هند په شان یوه ګاونډي سره
سوداګریزې اړیکې پرې کول او یا هم په دې اړیکو بیا کتنه کول به پخپله
پاکستان د زیان رسولو سبب شي.که چیرې پاکستان په رښتیا هم د کشمیر له
ولسونو سره همدردي لري نو هغوﺉ د خپل ولکې لاندې د کشمیري ولسونو په هکله
ولې کومه د پام وړ پاملرنه نه کوي. ولې د هندي حکومت د دې ژمنې په هکله
خپله ناخوشحالی څرګندوي. موږ باید دا خبره په خپل ذهن کې ولروچې د هرې
پریکړې پایلې ژر تر ژره نه ترلاسه کیږي مګر په هر حال مرکزي حکومت دا
ژمنه کړې چی د دوی له دې پریکړې سره د کشمیر او کشمیري ولسونو ته اقتصادي او
پرمختیایي ګټه رسیږي. له دې سره به د ټول هېواد د متحد کیدو او ټولو ته د
یو شان موقع ترلاسه کیدلو پیغام هم ورسیږي. دا خبره بې مانا ده چې
پاکستان د کشمیر د موضوع په اړه څه موقف لري. اړینه خبره دا ده چې د
حکومت له دې اقدام د مخه په مقابله کې د یو ډیر غوره د هندوستان له
عنعناتو څرګندونکي کشمیر ژمنه له کشمیري ولسونو سره ترسره کړی شوې
ده
.
Comments
Post a Comment