پاکستان د جلاوالی سره مخ دی
لیکنه: د کوشیک رای
ژباړه : د پښتو څانګی
د کشمير مسئلې ته نړیوال رنګ ورکولو په هڅه کې د پاکستان هڅې د ناکامۍ سره مخ شوی دی. حتی د دوی ثابت قدم ملګرو لکه چین او سعودی عرب هم د اسلام اباد د هغه عمل پر وړاندی کومه ځانګړی دلچسپی نه ده ښودلی چی دوی غواړی دی مسلی ته نور هیوادونه راوکاږی. دواړو ریاض او بیجنګ اسلام اباد ته ویلی چی دوی په دی اړه هیڅ هم نشی کولی. په حقیقت کی دواړو هیوادونو د سولی لپاره غږ کړی او له پاکستان یی غوښتی چی له زغم څخه کار واخلی.
د پاکستان ملکی او پوځی چارواکو د هند لخواه د اساسی قانون د ۳۷۰می مادی د لغوه کولو اعلان سره سم ناڅاپی غبرګونونه وښودل. هند د جمو او کشمیر پخوانی ایالت په دوه برخو بیا تنظیم کړ یعنی د حکومت تر ولکی لاندی جمو اوکشمیر او لداخ. دا پریکړه په داسی حال کی ترسره شوه چی د پارلمان دواړو خونو څخه یی ډیری رایی تر لاسه کړی. او دا کار په دواړو متحده سیمو کی ګړندی پرمختګ لپاره ترسره شو. د دغه ګام د اوچتولو سره به د پلی څخه د هغو ترهګرو د تیریدو مخه هم ونیول شی چی پاکستان یی ملاتړ کوی او د تیرو دریو لسیزو رایسی جمو او کشمیر د دی شاهد وو. په تیرو دریو لسیزو کی له ترهګرو د پاکستان د مستقیم ملاتړ په پایله کی له ۴۲۰۰۰ څخه زیاتو بی ګناه هندی وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د هند لخواه د ۳۷۰ می مادی لغوه کولو او کشمیر په دوو اداری برخو کی ویشلو سره د پاکستان وارخطاۍ زیاته شوه . اسلام اباد په دی ښه پوهیږی چی دا د هند کورنۍ مسله ده او نور هیوادونه په دی اړه هیڅ لیوالتیا نه لری. نو له همدی کبله غواړی د قربانی ورکونکی رول ولوبوی.
د هند د یاد ګام سره د سیمی بڼی هم بدلون وموند او پاکستان د داسی یو ګام تمه نه درلوده. دوی په دی فکر کی وو چی دوی به وکولی شی د کشمیر مسله ژوندۍ وساتی او په خپله خوښه یی د خپلو ګټو لپاره وکاروی. خو اوس باید پاکستان د کوم نوی واک په لټه کی شی.
د تاریخ په کچه پاکستان تل د کشمیر په مسله کی ماتی خوړلی ده. دوی هیڅ کله هم دا حقیقت نه و منلی چی د هند سره د جمو او کشمیر یوځای کیدل بشپړ شی. یاد پخوانی ایالت جمو او کشمیر له هند څخه یوه نه بیلیدونکی برخه ده. په حقیقت کی پاکستان په ناقانونه توګه په کشمیر کی د هند ۱۳۰۰۰ کیلو متره مربع خاوره لاندی کړی ده ، او دا به د اسلام اباد لپاره ښه وی چی په ناقانونه توګه نیول شوی سیمه پریږدی.
د ملګرو ملتونوامنیتی شورا دایمی پینځه غړو لکه متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه او روسیه هم پاکستان ته د ۳۷۰ می مادی د لغوه کیدو په اړه د مرستی وړاندیز ندی کړی. روسیۍ د هند د اساسی قانون د ۳۷۰ می مادی د لغوه کولو لپاره د هند ملاتړ کړی دی. مسکو ویلی چی دا پریکړه د هند جمهوریت د اساسی قانون په چوکات کی ترسره شوی. روسیه هیله لری چی د هند او پاکستان تر منځ مسلی به ۱۹۷۲ کال د تړون او د لاهور د ۱۹۹۹ کال د پریکړه لیک له مخی حل شی.
امریکا هم د هند دهغی پریکړی چی ۳۷۰ مه ماده یی لغوه کړه او جمو او کشمیر د حکومت تر ولکی لاندی په دوو برخو یی اویشلو، ځان لری ساتلی. واشنګټن دا هم رد کړی چی ګواکی هند له جمو او کشمیر څخه د ځانګړی حالت د اخیستو په باب له دوی سره مشوره کړی او یا یی هم خبر ورکړی. د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر ویلی چی د ۳۷۰ می مادی د ابطال په اړه د هند پریکړه د هند کورنۍ موضوع ده او په سیمه کی امن غواړی.
پاکستان ته بیا په یو بل لوی ګوزار کې ، ملګرو ملتونو مداخله او پر هند فشار راوړل ، رد کړو. د ملګرو ملتونو عمومی سر منشی انتونیو ګوټریس منځګړیتوب رد کړی. هغه له دواړو هیوادونو غوښتی چی خپله ستونزه د شیملا د تړون له مخی حل کړی. سربیره پر دی د ملګرو ملتونو عمومی سر منشی هیڅ کوم داسی پلان نه لری چی په دی اړه امنیتی شورا ته خبر ورکړی.
پدې توګه ، داسې بریښي چې پاکستان د سیاست په لویه نړۍ کې ورک شوی. غواړی چی د قربانی ورکونکی رول ولوبوی او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړی. مګر نړۍ بل فکر کوی. دا به د لومړی وزیر عمران خان او جنرال قمر باجوه لپاره ښه وی چی د مالی عمل د کاری ځواک له غونډی وړاندی خپل کور سم کړی، څکه چی د دی امکان شته چی پاکستان د ترهګرو دمالی ملاتړ له کبله په تور لست کی شامل شی. اسلام اباد ته پکار ده چی د ګاوندیانو د مسلو پر ځای په خپلو خلکو تمرکز وکړی.
Comments
Post a Comment