د اړیکو د پراختیا په موخه له چین څخه د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

لیکنه: ډاکټر ناریان داس 

ژباړه : د پښتو څانګی

چین ته یوه مهم ډیپلوماټیک سفر، د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر بیجنګ ته په یوه رسمی سفر تللی تر څو د کلتور او د خلکو څخه خلکو ته د بدلونونو د لوړی کچی د میکانیزم په غونډه کی ګډون وکړی، د لیدنی اصلی موخه هم له هند څخه د چین د ولسمشر ایکزی جنپنګ لیدنی لپاره زمینه برابرول دی، نوموړی به د همدی کال په وروستیو کی د ووهان په دوهم پړاو کی د ګډون لپاره هند ته راشی او د لومړی وزیر نریندرا مودی سره به هم یوه غیر رسمی ناسته ولری. همداراز دواړه لوری به د ډیپلوماټیکو اړیکو د ۷۰ یمی کلیزی لمانځنه هم وکړی. د دواړو وزیرانو تر منځ به د پارلمان د غړو لخواه د قانون د هغی مادی د تصویب په اړه هم خبری اتری وشی چی د کشمیر د مسلی په باب دوی ته وړاندی شوی وه. 

ښاغلی جی شنکر د چین د مرستیال ولسمشر وانګ قیشان سره هم خبری کړی دی. دواړو لوریو د نړیوال وضعیت او د لوی توازن په اړه خبرې وکړې کوم چې د هند او چین عظمت د لویو سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو په توګه منعکس کوي. که څه هم چی د هند د بهرنیو چارو د نوی وزیر په توګه د ښاغلی جی شنګر دا لومړنی سفر وه خو له د وړاندی هغه په چین کی د هند سفیر وه او نوموړی له چین څخه ښه پیژندګلوی لری. 

هغه د خپل چینی سیال وانګ یی سره هم ښی تفصیلی او ګټوری خبری اتری ترسره کړی. د خبرو اترو په جریان کې ، د چین د بهرنیو چارو وزیر د جمو او کشمیر په اړه د هند پارلمان لخوا تصویب شوي قانون سره اړوند پرمختګونه یاد کړل. هندی وزیر په ډاګه دا وویل چی دا د هند کورنی موضوع وه او د اساسی قانون په لنډمهال ماده کی د بدلون سره تړاو لری، کوم چی د هیواد بشپړ حق دی.

د خبرو په ترڅ کی وویل شول چی په قانون کی د بدلون موخه هم په جمو او کشمیر کی ښه حکومتداری او ټولیزه اقتصادی وده ده، او بل دا چې د هند بهرنۍ پولې یا د هند - چین پوله کی کنټرول لاین باندی هیڅ کومه بده اغیزه نلري. 

د دی یادونه هم وشوه چې هند هیڅ اضافي ځمکنۍ ادعاو نه راپورته کوي او په دې برخه کې د چین اندیښنې بې ځایه وبلل شوې. هند یادونه وکړه تر کومه چی د چین او هند د پولی په اړه اندیښنو شتون درولود، نو دواړو لورو پر یوه مناست، دواړو اړخونو ته د منلو وړ د ۲۰۰۵ کال د پارامټرونو او لومړنیو لارښوونو له مخی د پولی په اړه د اندیښنو د حل لپاره هوکړه کړی وه. د هند او پاکستان ترمینځ مطلوبه کړکیچ په اړه د چین د بهرنیو چارو وزیر مشاهداتو ته په ځواب کی ښاغلی جی شنکر ټنګار وکړ چی دا په پاکستان پوری هیڅ اړه نه لری او د هند کورنی مسله ده. 

د خبرو اترو په جریان کې ، دواړو لورو ټینګار وکړ چې د هند - چین په سرحدي سیمو کې د سولې او آرامۍ ساتل د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اړین دی، د دوه اړخیزو سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه هم خبری وشوی ، که څه هم اقتصادي اړیکې وده کړې خو د هند په وړاندې د سوداګرۍ د کسر زیاتوالی د اندیښنې وړ موضوع وه. په تکرار سره دا وویل شول چې چینایي اړخ باید د چین په کورنیو بازارونو کې د هند د درملو او معلوماتي ټیکنالوژۍ محصولاتو او خدماتو ته د لاسرسي وړ ګرځولو له لارې د دې مسلې د حل لپاره اقدامات وکړي. 

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چی د هند او چین راتلونکی اړیکی به د یو بل سره ګډ حساسیت او اندیښنو پوری تړاو ولری او دا طبعی خبره ده. څنګه چې دواړه ګاونډیان لوی پرمخ تلونکي اقتصادونه دي ، نو د دواړو هیوادونو ترمینځ په اړیکې کو باید ځینی مسلی او اختلافات شتون ولری. خو لکه څرنګه چی د دواړو هیوادونو مشرانو ژمنه کړی دا اختلافات نباید په شخړو واوړی.دا دواړو هیوادونو تر منځ د مخ پر ودی بشپړیدل ښیی، 

د لیدنی پر مهال د دواړو هیوادونو تر منځ پینځه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. چی په د هوکړه لیکونو کی د ۲۰۲۰ کال لپآره په دوه اړخیزو اړیکو، سپورت ، د دواړو هیوادونو تر منځ د دودیزو درملو او د هند د ملی موزیم او د چین د هوبی ولایتی موزیم تر منځ همکاری شامل وه.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت