د لومړي وزیر د خپلواکۍ ورځې وینا د نوي هند د انځور څرګندونه کوي
لیکنه: د شنکر کمار
ژباړه: د پښتو څانګه
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، هند به په ۲۰۲۷ کال کې چین نه هم مخکې شي او د نړۍ تر ټولو پر نفوسه هېواد په توګه به څرګند شي. که چیرې دغه د نفوسو زیاتوالی نا ویلی پریښودل شي، نو شونې ده چې د هغو اقداماتو پر وړاندې به خنډ وګرځي کوم چې د میلیونونو وګړو د غربت نه د رایستلو لپاره په لاره اچول کیږي او هغه د لوړې کچې ګټې به هم بیرته راوګرځول شي کومې چی له غریبانو سره د مرستې په موخه لګول کیږي. حکومت په پام کې لري چې هرې کورنۍ ته پاک د پخلنځي تیل/ ګاز، تشنابونه، بریښنا، کورونه، پاکې د څښاک اوبه او روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کړي. که چیرې د نفوسو روان هجوم په همدغه بڼه روان وي نو شونې ده چې د دغو عامو توکو او چوپړتیاوو څخه به غریبان محروم پاتې شي. په داسې حال کې چې د نفوسو د ډیریدلو کنټرولول د دم ګړۍ اړتیا ده نو دا باید په یاد وساتل شي چې وړه کورنۍ د خوشالیو، ښې روغتیا او ښه قسمت کوربه وي. دا ټول هغه څه وو چې لومړي وزیر نریندر مودي پرې د خپلواکۍ د ۷۳ مې کلیزې د لمانځغونډې پر مهال خبرې وکړې.
د خپلې له ۱۰۰ دقیقو څخه په زیاته وینا کې لومړي وزیر د اوبو د سپما او د ورښتونو اوبو د زیرمه کولو ملاتړ په موخه د یو غورځنګ د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. په ۲۰۱۸ کال کې د نیـتي آیوګ د اوبو څانګې د راپور له مخې په ډیلي، بنګلور، چنای، حیدرآباد او نورو مخ په ودې ایالتونو کې داسې ښکاري چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د ځمکنیو اوبو کچه د ۱۰۰ میلیونو نفوسو ژوند اغیزمن کړي. د جل شکتي وزارت د رامنځ ته کیدو سره ، د ۳٫۳۵ لکه کروړه تخصیص شوې روپۍ د جل جیون میشن لپاره ځانګړې کړی شوي ، نو داسې بریښي چې مرکزي حکومت هم د اوبو له ستونزې سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی چې هوکړه لیک وکړي. مګر دا باید په یاد وساتل شي چې هیڅ نوښت به هم پرته د ولس له ګډون څخه بریالی نشي. په دې متن کې لومړي وزیر مودي غږ کړی چی د اوبو د سپما کولو غورځنګ د ښاریانو د ګډون یو کمپاین جوړ کړی شی کوم چی به د خورا اهمیت وړ وی .
پلاستیک چې د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځی څخه د کار اخیستلو د مخنیوي لپاره نوموړي په کره وخت کی په ولسونو غږ وکړ. ښاغلي مودي همدا راز له هندي بزګرانو غوښتنه وکړه چې د ځمکې د روغتیا ساتلو په موخه دې د کیمیاوي موادو او سرو له کارولو څخه ډډه وکړي. د هغه دغه غوښتنه د مورنۍ خاوری یانې ځمکې د روانې ککړتیا پر لور د پاملرنې له امله ترسره شوې. تر دې مهاله چې کوم څه د پام وړ دي هغه د بزرګرانو د عوایدو د دوه برابره کولو په موخه د ژمنې بیا تازه کول دي چې د دې کار لپاره یې ۹۰٫۰۰۰ زره کروړه روپۍ د پردهان منتري کسان سمان نیدي سکیم تر چتر لاندې ځانګړې کړي ترڅو له بزګرانو څخه نیغ په نیغه ملاتړ وکړی شي. د پردهان منتري کسان سمان نیدي تر چتر لاندې ۶٫۰۰۰ کروړه روپۍ ۱۴٬ ۵ کروړه بزګرانو ته په تیر یو کال کې د دوی د بانکي حسابونو له لارې لیږدول شوي دي.
که څه هم هغه څه چې په ځانګړې توګه د خپلواکۍ ورځې په بهیر کې د لومړي وزیر په وینا کې د پاملرنې وړ دي هغه د چیف آف ډیفینس سټاف یا د دفاعي ځواکونو د مشر د پوسټ رامنځته کول دي. دا هغه پریکړه ده چې له تیرو دوو لسیزو راپدیخوا د کارګل له جګړې راهیسې نا تکمیله پاتې. په دفاعي برخو کې اصلاحاتو ته د چټکتیا ورکولو او د اوسني وخت له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په موخه د لومړي وزیر دغه پریکړه خورا له ارزښت نه ډکه بریښي. د چیف آف ډیفینس سټاف د مشر ګمارل به د هند د درې ګونو نظامي ځواکونو په آډانه کې د هماهنګۍ د ډیرولو سبب شي. همدا راز به دغه امر په دفاعي برخو کې د لا ډیرو آمادګیو سبب شي.
دا باید په یاد وساتو چې د لومړي وزیر مودي په لومړۍ دوره کې چې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې وه د ولسونو په اړتیاوو تمرکز شوی وو او داسې بریښي چې دوهم دور به یې د هیلو د تحقق په برخه تمرکز وکړي. لومړي وزیر وویل چې روان حکومت په ۷۰ ورځو کې هغه څه ترلاسه کړل چې تیرو حکومتونو په ۷۰ کلونو کې نه وو ترلاسه کړي. د جمو او کشمیر لپاره د ځانګړي حیثیت ورکوونکې ۳۷۰ مې مادې منحلول او د درې ګونې طلاق لپاره د نوي قانون رامنځته کول ترڅو مسلمانې ښځې ښه ژوند وکړي، د دې متن په محتوا کې د پام وړ موضوعات دي. هغه همدا راز د خپلواکۍ ورځې په ویاړ په خپله وینا کې د یو ملت ، یوې ټاکنې پر لور هم ډیره پاملرنه وکړه. په ټولیزه توګه، د لومړي وزیر خبرو کې د هغه د حکومت د اهدافو او انځورونو غبرګون ولیدل شو چې د نوي هند لپاره یې لري کوم چې د پنځو ټریلیونو ډالرو د اقتصاد په موخه دي.
Comments
Post a Comment