نړیوال تجارتی سازمان څخه د جلا کیدو ولسمشر ټرمپ ګواښ
لیکنه : د نصرت ظهیراحمد
ژباړه : د پښتو څانګی
د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوال تجارتی سازمان په اړه چی په لنډه د ډبلو ټی او په نوم هم پیژندل کیږی په اوسنیو تیرو ورځو کی څه داسی خبری وکړلې د کوم له کبله د ګردی نړۍ په اقتصادی او تجارتی قلمرو او بیا په ځانګړی ډول پرمختلونکی په هیوادونو کی څه قدری اندیښنا شتون لری . د امریکی ولسمشر وئیلی دي چی که اړین و ګڼلی شو نو امریکه به د نړۍ دغه ټولو نه لوئ نړیوال تجارتی سازمان څخه بیل شی ځکه چی د نوموړی په وینا پرمختلونکی هیوادونه لدی څخه بی ځایه ګټه پورته کوی . ډونالډ ټرمپ په خپل اوسنی وینا کی وویل چی دا سازمان د امریکی خبری ته لږ غوږ ایږدی او چین ، هند ورسره نورو هیوادونو ته لدی څخه ګټه ترلاسه کولو زیاته موقع ترلاسه کیږی .ډبلیو ټی او او امریکی له مخی دغو پرمختلونکی هیوادونو په حقله له ډیری مودی راهسی دا وئیل کیږی چی دا هیوادونه د پرمختیا په سیالی کی په مخه روان دی کله چی اوس دوئي پرمختلونکی هیوادونه ندی پاتي بیا هم هغوئي ته یو شمیر رعایتونه ترلاسه دی . په ډبلیو ټی او کی په بحث کی راتلونکی تجارتی تنازعو حواله په ورکولو نوموړی وویل چی کله امریکی پخوا پدغو تنازعو خپله معامله وړاندی کوله نو هغه به ماتی سره مخامخ کیدواو دغو هیوادونو به خپلی مقدمی وګټلی. خو کله چی د نوموړی یعنی د ډونالډ ټرمپ واکمنۍ دور راغی نو بیا د نوموړی په وینا وضیعتونه بدل شول او اوس امریکی ته پدغو معاملو کی بریا ترلاسه کیږی .ډونالډ ټرمپ څو اونۍ د مخه هم په ډبلوټی او نیوکه کړې وه.
نړیوال تجارتی سازمان د نړیوال تجارت ضابطی ټاکونکی 24کلنۍ اداره ده کوم چی ترد یوحده هم دغه شان سازمان جنرل ایګریمینټ این ټریډ اینډ ټیرفس یعنی د ګیټ پرځائ 1995کی د مراکش تړون ترلاندی تاسیس کړی شوی و . پدغه تړون 123هیوادونو لاسلیک کړی و او په هغی کی د تجارت له مخی هیوادونه په 3 برخو کی ویشل شوی و یعنی پرمختللی هیوادونه، پرمختلونکی هیوادونه او ډیر کم پرمختلونکی هیوادونه . په پرمختللی هیوادونو کی امریکه، د اروپا اتحادیه ، جاپان ، کناډا ، آسټرالیا او نیوزیلانډ شامل دي.
په پرمختلونکی هیوادونو کی هند ، چین ، روس ، برازیل ، جنوبی افریقا او جنوبی کوریا په شان هیوادونه شامل دی کله چی ټولو نه لږ پرمختلونکی په هیوادونو کی افغانستان، بنګله دیش ، بهوټان، مینمار ، نیپال اوسوډان په شان هیوادونه شامل دي. له ډبلیو ټی او څخه د امریکی امکانی بیلتون په ظاهره د هغی په سازمانی اډاوڼی څه فرق رانشی خو کله چی نوموړی د ننی نړۍ ټولونه لوئ اقتصادی قوت منلی کیږی د هغه په عمل له امله ډبلیو ټی او په یو غیزاغیزمن سازمان کی هم تبدیل کیدی شی .
مګر اړینه نده چی داسی وشی. په عمومی ډول په سیاسی او تجارتی قلمرو کی د ډونالډ ټرمپ بیانونه ډیر په جدی توګه نه ګڼل کیږی . په یو لړ معاملو کی نوموړی خپل دریځ بدل کړی . د ایران په معاملی کی نوموړی د 2015میلادی کال ایټمی تړون په ماتولو امریکه یو بی سوده لانجه په لاره کی واچولو. د افغانستان په مسئله هم د نوموړی موقف بدلیږی . څو اونۍ د مخه نوموړی دا په وئیلو چی لومړی وزیر نریندرمودی یوی لیدنی په موقع له نوموړی سره د کشمیر په مسئله هند او پاکستان ترمینځه د مینځګړتوب کولو خواست کړی و دا ئې واضحه کړو چی نوموړی غیرمسئوله بیان په ورکولوکی تر هرځنی حده تلی شی.
د ډبلیو ټی او په معاملی کی د ولسمشر ټرمپ د فکر ځانګړی اړخ ئې دا دې چی نوموړی دویمی دوری لپاره هم ولسمشر جوړیدل غواړی نو ځکه په هری معاملی کی د امریکی ولس ته د امریکی برلاسی د ساتلو تاثر ورکولو په موخه نوموړی دا ټولی خبری کوي. بیا هم که څه کیږی نو هند او چین داسی هیوادونه ندی کوم چی به خپل ملی ګټو څخه سرغړونه وکړی یا د امریکی په تجارتی ګټو د ولسمشر پالیسۍ ځنی منفی اغیزه ونشی .
Comments
Post a Comment