لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګه
د وضعیت خرابوالی د دې راپور له مخې داسې واضح شوی چې د بل هیڅ ډول وضاحت اړتیا هم نه پاتې کیږي چې افغان ولسونه اوس مهال په ویرې، مایوسۍ او د ناهیلۍ په چاپیریال کې ساه اخلي. د ملګرو ملتونو د راپور سره سم یواځې د شپږو میاشتو په موده کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نخښتو کې ۳۸۱۲ تنه ملکی وګړی وژل شوي او ټپیان دي . په چټکۍ سره دا خبر راغلو چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استاذی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو د راتلونکو خبرو اترو په موخه دوحې ته روان شو. مګر د همدې خبر له راتلو سره سره یو بل زړه بوګنوونکی خبر هم ترلاسه شو چې د هرات او کندهار ولایتونو پر شاهراه باندې د آب خورما په سیمه کې پر یو بس باندې لویه چاودنه ترسره شوې چې له امله یې ۳۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې د کم عمره ماشومانو یو لوی تعداد هم شامل وو. د پولیسو د ویاند محب الله محب دعوه دا وه چې دغه بم طالبانو ځای پرځای کړی وو ترڅو افغاني او بهرني امنیتي سرتیري په نخښه کړې مګر طالبانو بیا په دغه پیښه کې د لاس لرلو څخه انکار کړی. په هر صورت دا پیښه په داسې یوه وخت کې رامنځته شوې چې ګنګوسې دي چې امریکا او طالبان د خبرو اترو یو اساسی پړاو ته رسیدلی دي او تمه کیږي چې ډیر زر به د امریکا او له دوی سره متحد ځواکونه له افغانستان نه و ووځي او له اتلس کلونو راپدی خواه روانه جګړه به باالآخره پای ته ورسیږي. د دې په بدل کې به طالبان امریکا ته د دې ډاډ ورکړي چې د دوی ځواکونه به په یوه سوله ییزه فضا کې بیرته له افغانستان نه و ووځي او پرې به نږدي چې د دوی ځمکه د ترهګریزو کړنو لپاره استعماله شي. په هر حال دا خو د یادو مذاکراتو موخه بلل کیږي. دلته بیا ملګرو ملتونو د افغان ولسونو پر ورځنیو وژنو او بې وسۍ باندې یو راپور خپور کړی چې دا ترې جوتیږي چې د افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو ترسره کیدونکې موضوع ګیرۍ کې افغان ښاریان پرته له کوم دلیل نه ښکیل کیږي . له یوې خوا د خبرو اترو سلسله روانه ده او ورسره ورسره سفارتي بوختیاوې هم په متوازنه بڼه روانې دي ترڅو روانی جګړی ته یوه سوله ییزه حل لاره راوویستل شي. د ملګرو ملتونو د همکاریو میشن په افغانستان کې وایي چې د دواړو ډلو ترمنځ د ترسره کیدونکې خونړۍ جګړو کې ولسي خلک ټپی او وژل کیږي او دا ورځنی معمول دی. د روان کال جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د جون تر ۳۰ مې نیټې یعنې د شپږو میاشتو په موده کې طالبانو او داعش ډلې ۵۳۱ تنه ولسي وګړي وژلي او ۱۴۳۷ یې ټپیان کړي هم دي چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ترهګرو لخوا ۹۸۵ تنه په نخښه شوي چې دغه بریدونه بیا قصدي ترسره شوي دي. په دې بریدونو کې دولتي مامورین، قبایلي مشران، کارګر او مذهبي مشران وژل شوي دي. د راپور له مخې د حکومت په بریدونو او یا ځوابي بریدونو کې ۷۱۷ افغانان ښاریان وژل شوي او ۶۸۰ ټپیان شوي دي. تیرکال چې په همدومره موده کې څو کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو سږ کال د هغه په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی پکې راغلی. په وژل شویو کې ۱۴۴ ښځې او ۳۲۷ ماشومان شامل وو . دا په داسې حال کې ده چې د ټپي شویو ښځو او ماشومانو شمیر زرو تنو ته رسیږي. په هوایي بریدونو کې د متضرر شویو ښاریانو شمیر ۵۱۹ وو چې ۱۵۰ یې پکې ماشومان وو. په دغه ناندریو کې ښکیلی ډلی ځان ته دلایل لری او هره ډله دخپلو بریدونو لپاره یو نه یو ډول جواز وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو پر وینا دا حقیقت پر ځای دی چې یواځې د نړیوالو قوانینو تصویب کول اړین نه دي بلکې په داسې اوضاع کې د دې خبرې باید په ځانګړې توګه پام وکړل شي چې د دې هر ډول ممکنه هڅه وشي ترڅو د عامو وګړو ژوند ته کوم زیان و نه رسیږي. یوه د یادونې خبره دا هم ده چې د ملګرو ملتونو لخوا چې کوم راپور خپور شوی دی له هغه سره په افغانستان کې د میشتو امریکایي پوځیانو قوماندان یو څه اختلاف لري. دوی وایي چې غیر ملکي پوځیانو بشپړه هڅه کړې چې عامو وګړو ته لږ تر لږه زیان ورسیږي. مګر د دې متضادو دعوو برسیره بیا هم باید دا حقیقت پر خپل ځای سم دی چې له نیمو نه ډیر افغانستان باندې اوسمهال د طالبانو کنټرول دی. له قدرت نه د پرځيدلو وروسته هیڅکله هم د دوی قدرت دومره پیاوړی شوی نه وو. د دوی بریدونه اوس هم روان دي او دا لا نه ده جوته چې له امریکا سره د هوکړې وروسته به د افغانستان راتلونکې ښکاریدونکې بڼه کوم ډول وي؟
Comments
Post a Comment