پاکستان لپاره د امریکی کومک بحال کیدل د سیمی په حق کی ندې.
لیکنه : د فهیم احمد
ژبا ړه : د پښتو څانګی
د ترهګرۍ په اړه د پاکستان له خوي څخه ګرده نړۍ آشنا ده . پکار خو دا و هغه یوهیواد کوم چی د ترهګرۍ روزنه پالنه کوی هغه له ټولو مالی او تخنیکی منابعو څخه محروم کړی شوی وائ . خو و ضیعت د هغی بیخی برعکس دی . په اوسنیو تیرو ورځو کی امریکی د پاکستان لپاره د ۱۲۵ ملیون امریکائي ډالرو کومک ته منظوری ورکړیده دکوم موخه امریکی له لوری برابرکړی شوی د ایف شپاړم ډوله د جنګی الوتکو سمول او د هغوئي کره کتنه کولو ده . ډونالډ ټرمپ د کله راهسی چی د ولسمشر منصب پرغاړه کړی نو د امریکی پالیسی غیریقینی دور څخه تیریږی. د امریکی ولسمشر منصب ترغاړه کولو وروسته پخپله دا بیان ورکړی و چی امریکی له لوری ورکړ شوی د ملیونونو ډالرومالی مرسته په غلطه کارولی ده. کومه سرمایه چی د ترهګرو له مینځه وړلو لپاره پکاریدونکی وه هغه د هغوئي مالی مرستی لپاره و کارولی شوه . پدا ډول ډونالډ ټرمپ په وینا پاکستان امریکی ته دوکه ورکړله او هغی سره چل وکړو. د پاکستان په اړه د ډونالډ ټرمپ اوسنۍ پالیسی د نوموړی پخوانی بیان سره سمون نه خوری. د امریکی په دریځ کی بدلون حیرانونکی ده ځکه پاکستان پدی دوران کی ځنی داسی ستر کار ندی ترسره کړی د کوم چی هغه ته جائیزه ورکولی کیږی . سوال یواځی ایف ډوله جنګی الوتکو ته تخنیک برابرولو ندی بلکی پاکستان لپاره د ورکړی کیدونکی مالی کومک لپاره د لاری هوارولو دې. هندوستان پاکستان ته ورکړی کیدونکی د امریکی پوځی کومک په اړه خپله ژوره اندیښنا څرګنده کړیده. دا خبره د چا نه پټه نده چی د بالاکوټ هوائي برید وروسته پاکستان هند پرضد ایف ۱۶ ډوله جنګی الوتکی کارولی و، کله چی د امریکی وینا ده چی پاکستان ته ورکړشوی ایف ۱۶ ډوله جنګی الوتکی په ځنی هیواد تیری کولو لپاره ندی . د ترهګرۍ پرضد جنګ که عراق، سوریا یا په افغانستان کی شتون ولری یا د نړۍ په بل ځنی منطقی کی ټول به په یو نظر کتل وی . تراوسه پدی جنګ کی د لکونو په شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اړول شویده. د ترهګرۍ پرضد جنګ په کوم ځای کی دې هغه مخ په وړاندی د وړلو اړتیا ده که پشا شوی نو که یو خوا سوله خوښونکی خلک به مایوسه شی هم هغلته د سولی پرضد دښمنانو حوصلی لوړی شی . ترهګرۍ په ترڅ کی ګرده نړۍ یو شانتی ګټه او نظریه ولری . په افغانستان کی سولی په ترڅ کی کومی هڅی روانې دی هغه د ستائینې وړ دي ځکه د هغی ځائ خلک سوله غواړی، هغوئي اوږدی مودی راهسی روان جنګ ته د پائ ټکی ايښو دل غواړی او هغوئي هم د نورو هیوادونو پرګنو په شان سوله ناکه ژوندی کول غواړی .
۲
خو له افغانستان څخه د امریکی د راوتو له تادۍ څخه یو ځلی بیا هغه هیواد سرتیرو په لاسونو کی د تلو خطر رامینځ ته شویدې. له افغانستان څخه د بهرنی پوځونو په بشپړه وتو څخه د مخه امریکی ته به دا خبره یقینی کول وی چی تراوسه هغلته کومه بریا ترلاسه شوی هغه بیکاره نشی . پاکستان امریکی ته په هریو ګام دوکه ورکړیده. د اوساما بن لادین په اړه پاکستان ترتله دروغ وئيل. هغه هیواد په خپله خاوره ترهګرو ته سر سوری برابرکړو چا نه یواځی دا چی په هندوستان کی خلک نښه کړل بلکی په افغانستان کی هم د امریکی ګټو او د هندوستان ودانیز کارونو ته تاوان رسولی دی . اوس چی کله امریکه له افغانستان څخه وتل غواړی نو هغه ته یو وار بیا پاکستان راپه یاد شو. امریکه دا خبره احساس کوی چی له افغانستان څخه پوځی پشا کیدنی لپاره د پاکستان ملګرتیا اړینه ده . خو که نړیواله ټولنه دا ژمنه وکړی چی بیله د پاکستان همکارۍ هغه به دا کار پائ ته ورسوی نو دا کار دومره ګران هم ندی . امریکی ته پدی سیمی کی د ځنی ګام پورته کولو څخه دمخه باید ټول په اعتماد کی واخلی . څنګه امریکه پدی سیمی کی خپلی ګټو ته زیات اهمیت ورکوی نو دغه شان د نورو ګتی هم اهمیت لری . ایران په ترڅ کی امریکی چی په کوم ډول یواړخیز کارروائي کړیده هغه د هند په ګډون یو شمیر هیوادونه ستونزو سره مخا مخ کړیدی . هغه له ایران څخه د تیلو وارید کولو باندی بندیز ولګولو او د هغه هیواد د بهرنیو چارووزیر په جواد ظریف هم بندیز ولګولو خو د اروپا اتحادئ د امریکی پدی ګام خپګان په ښکاره کولو له هغی څخه د تحفظ څرګندونه کړیده. که امریکه غواړی چی نړیوال یووالی له تت پرک کیدو څخه و ژغوری نو هغه ته به یو با ثباته او دائیمی بهرنی پالیسی ترح کول وي

Comments
Post a Comment