په پاکستانی رسنیو د سانسور په خلاف د مخالفانو احتجاج
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
د ډیری مودی خبره نده چی عمران خان د اپوزیسیون مشر په توګه په پاکستان کی احتجاجی مظاهری کولو لپاره شهرت درلود. په اسلام اباد کی کله چی نوموړی په ټولټاکنو کی د شویو درغلیو په خلاف مظاهری کړی وی په هغو کی عمران خان ډیموکراټیک اصول هیڅ په پام کی نه وو نیولی او د هغه ملاتړو او ده پخپله هم غیر قانونی اصول اختیار کړی وو.
په ۲۰۰۸ کال کی د مشرف حکومت له زوالیدو وروسته د پاکستان پیپلز ګوند تر مشرۍ لاندی هم نوموړی په احتجاج بوخت وو او له هغه ۵ کاله وروسته کله چی د نواز مسلم لیګ حکومت رامنځ شو خو عمران او د هغه ګوند له قدرت څخه ډیر لری پاتی شو. هغه وخت هم ده پرته له احتجاجه نور هیڅ ونکړل . کله چی نوموړوی سیاسی مشر وو او د هغه دا مسولیت وو چی په هغو هڅو کی ئي مرسته کړی وای کوم چی د ډیموکراسۍ په ثبات کی مهم وو . خو نوموړی ته مهمه دا وه چی هغه یوازی پاکستانی پوځ صادق وګڼی . خپل ځان به ئی د نور سیاست مدارانو په پرتله پاک ، سوچه او برعکس نور سیاستمداران به ئی بی ایمانه او رشوت خوره بلل.
د پاکستان خلکو دا هم ندی هیر کړی چی عمران خان د ترهګرو د حملو په خلاف هیڅ هم ندی ویلی او تیر حکومتونه ئی پدی تورن بلل چی دوی د ترهګرۍ په خلاف جګړه کی د امریکا او نړیوالی ټولنی سره د مرستندویه جوړیدو په وجه پاکستان ته تاوان رسولی.نوموړی طالب خان په نوم هم یادیدلو. او د خپل سیاست په همدی طریقه د فوځ د خوښی وړ وګرځیدو.
قسمت ورسره یاری وکړله او له بلی خوا د پوځ اړیکی د نواز شریف له حکومت سره ترینګلی شوی او بالاخره نواز شریف استعفا ورکولو ته مجبور شو، خو د نوموړی د ګوند حکومت په اقتدار کی پاتی شو . کله چی تیر کال ټاکنی تر سره شوی نو پوځ په غیر مستقیمه توګه د عمران خان ګوند تر اقداره رسولو کی هر ډول هڅی وکړی .په ورځپاڼو ئی سانسور وضع کړو، اوپه میډیا هم فشار واچول شو تر څو چی هغه داسی څه خپاره کړی چی نورو ګوندونو ته تاوان او تحربک انصاف ګوند ته ګټه ورسیږی. د پاکستان د بشرد حقوقو سازمان پدی باندی سخت اعتراض وړاندی کړو او بهرنیو مبصرینو هم دوی ته ګوتڅنډنه کړی وه چی دا کړنه عادلانه نده.
په هر حال د ټولټاکنو نتایج تر دیره حده د پوځ او عمران د خوښی مطابق ترلاسه شول. که څه هم تحریک انصاف ګوند غوڅ اکثریت نشو ترلاسه کړای لکه څنګه چی د تیرو حکومتونو په برخه وو ، د ډیموکراسۍ ،ایمانداری او د شفافیت ناری وهونکی د عمران خان په زمانه کی چی کوم ډول بندیزونه په میډیا وضع کیږی نه یوازی مخالف ګوندونه په چیغو دی بلکی پخپله د عمران خان ډیرۍ ملګری هم خفه دی .
پاکستان دا وخت له سخت اقتصادی بحران سره مخ دی اوعمران د دي هر څه مسوُلیت د تیر حکومت په غاړه اچوی .نوموړی د پورونو د تر لاسه کولو لپاره مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړل، او همدا راز له نړیوالو مالی بنسټونو هم ورته هیڅ ډول پور تر لاسه نشو.عمران خان له ټولټاکنو مخکی دا کړنه لوی عیب بللو. او ائی ایم ایف یا نړیوال مالی صندوق په هکله ئي تر حده ویلی وو چی زه به د غوښتی کچکول په لاس کی له نیولو نه د مخه ځان وژنه ښه وګڼم. خو بر عکس په خپلی کړی وعدی ټینګ پاتی نشو او د شپږو بیلینو ډالرو کڅوړی په بدل کی ټول شرطونه منلو ته یی غاړه کیښوده .
امریکا ته د نوموړی د تلو مقصد همد ا وو چی په څه ډول وی له امریکا څخه نظامی مرسته تر لاسه کړی. د امریکا د مفکرینو ډلی په غونډه کی نوموړی ومنله چی اوس هم له ۳۰ څخه تر ۴۰ زرو پوری وسله وال ترهګر په پاکستان کی فعال دی . خو د افسوس خبره ده چی نوموړی دا تور هم په تیر حکومت ور واچولو. او زیاته ئی کړه چی تیر حکوممت د دغو ډلو د له منځه وړلو په خلاف کومه کړنه نده تر سره کړی. او د دی کریډیټ د تر لاسه کولو هڅه ئی هم وکړه چی اوسنی حکومت موثر ګامونه اوچتوی.
له پوځ سره عمران خان پدی ډول خپله ملګرتیا پالی. خو کله چی دا ټولی خبری میډیا ته رسیږی نو نوموړی په بل اړخ اوړی او په رسنیو بندیز لګوی او ټینګار کوی چی په حکومت او پوځ باید نیوکه ونشی .
میډیا کی د مخالفو ګوندونو مرکی، مطبوعاتی کنفرانسونه او ویناوی خپرول په بشپړ ډول تر بندیز لاندی دی. د امریکا د اوسنی سفر په ترڅ کی کله چی د ځینو ورځپاڼو خبریالانو له عمران خان څخه د رسنیو د سانسور په هکله ځینی پوښتنی وکړی نو نوموړی دا ټوکه بللی وه . د رويټرز د خبر له مخی حقیقت دا دی چی رسنۍ د عمران خان له حکومته سخت بیزاره دی او په دی ورستیو کی داسی وړاندیز شوی چی پدی برخه کی باید ځانګړی محکمه جوړه شی .
د دی ټولو خبرو په خلاف د مخالفانو او رسنیو له اړخه پرله پسی احتجاج روان دی . او نړیوالی رسنۍ هم پدی هکله خپل غږ پورته کوی .
Comments
Post a Comment