غربي افریقا ته د ولسمشر رام نات کوویند د سفر لاسته راوړنې
لیکنه: د ډاکټر نیویدیتا ری
ژباړه: د پښتو څانګه
دغه درې افریقایي هېوادونو ته د ولسمشر سفر له دې امله تاریخي ارزښت درلود چې دا لومړی وار وو چې د هند یو ولسمشر هغه هېوادونو ته سفر کوي. د یادونې ده چې د غربي افریقا له فرانکوفون هېوادونو سره د هند اړیکې په عنعنوي بڼه دومره پیاوړې نه وې لکه چی د افریقا له انګلوفون هېوادونو سره چې دي، چې لامل یې د ژبو توپیر، د اړیکو ضعیف والی او لرې واټن وو. د اړیکو کچه او لمنې تل ټیټه پاتې شوې او له همدې امله بیلابیلې پالیسیانې په نظر کې نیول شوي ترڅو دغه اړیکو ته پیاوړتیا ورکړل شي. په لوړه کچه سفرونه د هند دهغو اقداماتو یوه برخه ده چې غواړي د غربي افریقا له فرانکوفون هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پیاوړتیا ورکړي. په همدې وروستیو کې هند په غربي افریقا کې د ۱۸ میشنونو د پرانستلو اعلان وکړو چې ګڼ شمیر یې په فرانکوفون هېوادونو کې دي، ترڅو په سیمه کې خپل ډیپلوماټیک شتون پیاوړی کړي. دې لیدنو ته باید په افریقا کې د هند د اړیکو د پیاوړي کولو دغوښتنې د یو عمل په سترګه وکتل شي.
د دې سفر پر مهال ولسمشر کوویند د هغه هېوادونو مشرانو سره د استاذو په کچه لیده کاته وکړه، د بینین او ګامبیا په ملي پوهنتونونو کې یې وینا وکړه او په هغه درې واړو هېوادونو کې یې له میشتو هندیانو سره هم ولیدل. د خبرو اترو تمرکز د اړیکو په پياوړتیا وو چې په کلیدي برخو لکه، سوداګري، پانګونه، لمریزه بریښنا، کرنه، ډیجیټلي ټکنالوژي، ظرفیت لوړونه، بحري امنیت او همدا راز د دفاع په برخو یې ډیر تمرکز وو چې په نړیواله کچه عمومي اړتیاوې دي.
برسیره پر دې په بینین کې دواړو خواوو هوډ وکړو چې د متقابلو صادراتو او پانګونې په برخه کې به هڅې وکړي. ولسمشر رام نات کوویند د بریښنایي ویزی د غزونی په برخه کې هم خبر ورکړ چې د سوداګرۍ د پیاړتیا په برخه کې عمده رول لوبوي. په ګامبیا کې، ولسمشر کوویند د هند له شرکتونو او پانګوالو څخه د ګامبیا د ملاتړ په برخه کې د هند پر هیلو هم ټینګار وکړو. په ګینی کې، ولسمشر کوویند د هندي کمپنیانو لخوا په ګینی کې د پانګونی پر لیوالتیا هم یادونه وکړه، چې په ځانکړې توګه غواړي چې د کانونو، زیربناوو، روغتیا او درملو په برخو کې پانګونه وکړي.
د یادو هېوادونو د لومړیتوبونو پر بنسټ د پرمختیایي ملګرتیا پیاوړي کولو په هکله هم هندي ولسمشر بیلابیل اعلانونه وکړل. هغه بینن ته د خپلو ملي لومړیتوبونو پروژو لپاره د ۱۰۰ ملیون امریکایي ډالرو کریډیټ لاین؛ د انګلیسي ژبې مهارت کې د آیټیک ځانګړي کورس او له بینین څخه د بهرني ډیپلوماټانو لپاره ځانګړی مسلکي کورس؛ګیمبیا ته د مهارتونو د ودې او د کوټيج د صنعت د پروژو ملاتړ لپاره د ۵۰۰٫۰۰۰ ډالرو مرستې اعلان یې هم وکړو؛ د گامبیا په غوښتنه یې د قضایه قوې ، پولیسو ، ادارې او تخنیکي مهارتونو په برخو کې روزنې وړاندیز هم کړی؛ د کاناکري اوبو رسولو پروژې لپاره ګینی ته د ۱۷ ملیونه ډالرو د پور د نوي کرښې مرسته هم پکې شامله وه. ولسمشر کوویند د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه کې د لمریز انرژۍ په همکارۍ هم ټینګار وکړ او د بینن ، ګامبیا او ګینی له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې له هند سره یې د نړیوال شمسي ټلوالې د شریکانو په توګه د همکاریو لپاره ملګرتیا وکړه.
د هند لخوا د دفاعي او امنیتي همکاریو پر زیاتولو هم ټینګار شوی. په ګاینا خلیج کې د بحري قواعدو زیاتوالي ته په کتو ، هند بینن ته د سمندري داړه مارۍ پر ضد ظرفیت لوړولو لپاره د روزنې د مرستې وړاندیز وکړ. په ګډو بیانونو کې دواړو لورو د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د نړیوال تروریزم په اړه یې د هراړخیز کنوانسیون د ژر تصویب غوښتنه هم وکړه.
دغه درې هېوادو ته سفرونه د ملګرتیا د پیاوړتیا په موخه د بیلابیلو ګډو تفاهم لیکونو شاهد وو. په بینین کې دواړو خواوو د فرهنګي تبادلو، د صادراتو د کریډیټو په برخو کې د همکاریو او د بیمې پانګونې، د بریښنایي ویدیا بهارتي او بریښنایي آروګیا بهارتي نیټورک پروژو په برخو او هندي ډیپلوماټانو د رسمي پاسپورټونو لپاره د ویزې تمدید په برخو کې څلور تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل. په ګامبیا کې بیا دواړو خواوو د درملو د عنعنوي سیسټم او هومیوپیتي په برخو کې د همکارۍ ګډ تفاهم لیکونه هم لاسلیک او تبادله کړل. په ګینی کې هم دواړه ولسمشران د درملو په عنعنوي سیسټم او هومیوپیتیک، د بریښنایي ویدیا بهارتي او بریښنایي آروګیا بهارتي نیټورک پروژو او بیا نوې کیدونکې انرژۍ په برخو کې د همکارۍ د ګډو تفاهم لیکونو د لاسلیک شاهدان وو.
ټول ټال درې هېوادونو ته د ولسمشر کوویند سفر په سیمه کې د نږدې اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې خورا کامیاب وو
Comments
Post a Comment