د ټکان خوړلی پاکستان غبرګون

لیکنه : د ډاکټر زینت اختر 

ژباړه : د پښتو څانګی 

د هند لخواه د اساسی قانون د ۳۷۰ می قانونی مادی لغوه کولو پاکستان ګیچ کړی دی. پاکستان له نوی ډیلی څخه د داسی یو عمل د ترسره کولو هیڅ فکر هم نه وو کړی نو ځکه خو دا هیواد تر فشار لاندی راغلی. د ۳۷۰ می مادی لغوه کول او دوه سیمی جمو او کشمیر یی د مرکز تر قانون لاندی راوستل په پوره توګه د هند کورنۍ موضوع ده. خو دا عمل په پوره توګه پاکستان حیران کړی. پاکستان په دی پوهیږی چی د دی ګام د اوچتولو سره به په پوره کشمیر کی توپیر راشی. نو له دی کبله د عمران خان حکومت یو غیر معمولی حالت ته رسیدلی. 

خپلی اړیکی یی له هند سره کم رنګی کړی، خپل عالی کمیشنر یی له نوی ډیلی څخه وربللی، د پاکستان لپاره د هند عالی کمیشنر یی هم له خپل هیواده ایستلی او د هند سره یی سوداګریزی اړیکی ځنډولی دی. یو وار بیا اسلام اباد ګواښ کړی چی د جمو او کشمیر په مسله به د ملګرو ملتونو امنیت شورا راوبولی. خو په هر حال دا به د پاکستان سره هیڅ مرسته ونکړی څکه چی هیڅوک د پاکستان عمل جدی نه نیسی. 

کشمیر تل د پاکستان د کورنی سیاست یوه برخه پاتی وه. له امریکا او ډونلډ ټرمپ سره د لومړی وزیر عمران خان لیدنه او د کشمیر په اړه د منځګړیتوب تر وړاندیز ، دوی یو بریالی ګام شمیرلی وو ترڅو د کشمیر موضوع بیا د میز سر ته راکاږی. خو د هند د دولت دغی پریکړی چی د کشمیر ځانګړی حالت ته یی د پای ټکی کیښود ، نو دا قیصه او پاکستان کی سیاسی اوضاع یی په پوره توګه بدله کړه. 

پاکستان د کشمیر په اړه د ملی اسمبلۍ یوه ځانګړی ناسته راوبلله. دواړه ملکی دولت او پوځ د هند خلاف موقف غوره کړل. که څه هم چی د پاکستان د اپوزسیون ځینو غړو له عمران خان څخه د امریکا د لیدنی اصلی موخه وپوښتله او په ډاګه یی ورته وویل چی ستاسو د لیدنی مطلب دا وه چی د ازادۍ لپاره د کشمیریانو له هلو ځلو په شا شۍ . د ناستی د ګټمنتوب په اړه اپوزسیون خپلی پوښتنی په داسی حال کی زیاتی کړی چی د دوی نیمای غړی د اداری فساد په تور په بند خونو کی پراته دی. د عمران خان حکومت اپوزسیون ته سپارښتنه کوی چی د کشمیر د موضوع په اړه باید سیاسی لوبی ونکړی . 

الکترونیکی ، انګلیسی ، سیمه ایزی او ټولنیزی رسنیو په پاکستان کی عامی اندیښنی راپارولی چی ګوا کی په کشمیر کی غټ بدلون به تل لپاره د کشمیر په اړه د پاکستان داستان ته بدلون ورکړی. پاکستان ته له یوی خوا د کشمیر موضوع د مرستو د راټولو لپاره یوه بهانه وه تر څو له اسلامی هیوادونو څخه د جهاد په نامه بودیجه راټوله کړی او بلی خواه بیا له لویدیځو هیوادونو څخه د ترهګرو ضد جګړی په نامه پیسی واخلی. د هند د حکومت دغه پریکړه چی کشمیر یی د مرکزی دولت تر ولکی لاندی سیمه کړه ، تل لپاره یی د پاکستان او د هغه د مذهبی مدرسو هغه دروازی وتړلی چی د کشمیر په نامه یی پیسی راټولولی. 

د پاکستان یو شنونکی نظر ورکړی چی که چیری نوی ډیلۍ پر کشمیر پوره کنټرول ولری او په اداری کچه دا دهند د نورو سیمو سره ګد شی نو پاکستان کی به د کشمیر سیاسی مدافعه ټیټه شی. په حقیقت کی ځینی شنونکی بیا دا نظر لری چی په تیرو څو لسیزو کی د کشمیر د مبارزی په ملاتړ کی کموالی شتون درلود، او د دی لپاره د پاکستان حکومت ګرم ګڼی چی ولی یی په نړیوالو فارمونو کی دغه موضوع راپورته نکړه. له سیاسی سقوط وروسته به له نړیوالی ټولنی څخه هیڅوک هم د پاکستان تر څنګ ونه دریږی. لومړی وزیر عمران خان هڅه کړی چی د اسلامی همکارۍ هیوادونو سازمان ته ځان ورسوی او همداراز هغه د ترکیه او مالیزیا پر مشرانو هم غږ کړی. 

هند هم د کشمیر ستونزی اوسنی حالت ختمولو سره د پاکستان لپاره سره تکمه کیکاګله او دا یی د هند کورنی موضوع جوړه کړه. او دی ته یی نور د پای ټکی کیښود چی ګینی دا د پاکستان او هند تر منځ یوه دوه اړخیزه موضوع ده . دا په سیاسی او ستراتیژیکه توګه د پاکستان له پاره یوه ستره له لاسه ورکونه ده. 

پاکستان باید په دی پوه شی چی د اشغال شوی کشمیر او ګیلګیټ بالټستان کی یی په تیر تاریخ کی بدی او ناقانونه کړنی ترسره کړی. دا باید په یاد ولرل شی چی پاکستان ګیلګیټ بالټستان له اشغالی کشمیر څخه قسداً جلا کړی وو او تر اوسه هم له دیموکراتیکو او اساسی حقوقو څخه لری ساتل شوی دی. د شمالی سیمی چاری په عادی توګه له اسلام اباد څخه کنټرولیدلی. نو نن چی پاکستان د کشمیر او لداخ د خلکو د حقونو په اړه کومی خبری کوی نو دوی باید ګیلګیټ بالټستان او اشغالی کشمیر ته هم پام وکړی او د هغوی د حقونو په اړه دی هم خبری وکړی. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت