لومړي وزیر د جمو او کشمیر او د لداغ پرمختګ په موخه یوه تګلاره جوړه کړه
لیکنه: د پدم سینګ
ژباړه: د پښتو څانګه
د هند لومړي وزیر وویل چې د څو لسیزو ترهګریزو کړنو، بیلتون غوښتنې، سلسله یي سیاستونو او فساد ډیره خرابکارۍ رامنځته کړي. ښاغلي مودي وویل چې له ۳۷۰ مې مادې څخه آزادیدل یو حقیقت دی. دغه ماده د پولې آخوا لوبغاړو لخوا استعمالیدله ترڅو زموږ هېواد په نخښه کړي او په دغه سیمه چی د ځمکې پر سر جنت په شان ده ، کې ناندرۍ رامنځته کړي. پاکستان په تیرو دریو لسیزو کې د ۴۲٫۰۰۰ زره هندیانو د وژنو مسوول دی. ۳۷۰ مې مادې د هېواد قوانینو ته اجازه نه ورکوله ترڅو په جمو او کشمیر کې په سمه توګه عملي کړی شي. په دغه اوسني ایالت کې ځوانان، ښځې او د ټولنې غریب خلک د دغه قانون له کبله ترټولو زیات زیانمن شوی وو. هغه وویل چې د ۳۷۰ مې مادې په انحلالولو سره به د ډاکټر بهیم راو امبیډکر، سردار ولبهه بای پاټیل، ډاکټر شیاما پرساد مکرجي او ښاغلي اټل بیهاري واجپایي خوب به ډير ژر په حقیقت بدل شي. دوه نور نوي مرکز لاندی سیمی به هم له ټولو هغو امتیازونو او ګټو څخه برخمنې شي له کومو سره چې د هېواد نور ایالتونه او مرکز لاندی سیمې برخمنې دي.
.لومړي وزیر د نویو دوه مرکزواک اختیار لاندی سیمو د پرمختګ تګلاره هم واضح کړه. ښاغلي مودي وویل چې یاده ماده په جمو او کشمیر کې د ترهګرۍ د ودې مسووله وه. هغه وویل چې د ۳۷۰ مې مادې منحل کولو سره به دوه نوې خودمختاره سیمې هم د یو نوي پړاو شاهدې وي. لومړي وزیر ټینګار وکړو چې ښه او رڼه حکومتولي به د یادو دوو مرکز لاندی سیمو د اداري چارو یوه بیلګه وي.
لومړي وزیر نریندر مودي د دواړو خودمختاره سیمو د ودې او پرمختګ په موخه هم د نوې ټاکل شوې تګلارې اعلان وکړو. هغه وویل چې د دې ایالت یو نیم کروړه خلک به د پرمختګونو ثمره ډير ژر وویني. هغه ملت ته ډاډ ورکړ چې د هېواد دا دواړه مرکزی سیمو سره به د هند حکومت تل مل وي. ښاغلي مودي وویل چی یو وخت کشمیر لسیزو لسیزو لپاره د هند د فلمونو د ثبتولو مرکز بلل کیدو خو اوس د هند فلمي صنعت د دې وړتیا نه درلوده چې د کشمیر د لیدو وړ اماکنو کې خپله ثبتونه وکړي. هغه له فلمي صنعت نه غوښتنه وکړه چې په کشمیر کې د خپلو ثبتونو لپاره ګام پورته کړي ترڅو د نړۍ میلیونونه خلک وکولی شي چې د کشمیر له طبیعي او په زړه پورې ښکلا ننداره وکړي.
لومړي وزیر ښځې او ځوانان وهڅول ترڅو د جمو او کشمیر د نویو مرکز لاندی سیمو په جوړولو کې برخه واخلي. هغه له دوی غوښتنه وکړه چې د مقننه مجلس په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي ترڅو د پرمختګ په دې پروسه کې وکولی شي چې د سټیک هولډرانو یا شریکانو په توګه برخه واخلي. لومړي وزیر ډاډ ورکړ چې په کشمیر کې به وضعیت ډیر ژر عادی شي. هغه وویل چې توپیرونه د ډیموکراسۍ یوه برخه وه او په هر یوه یې غږ وکړ چې د هېواد ګټې په لومړیتوب کې وساتي او د جمو او کشمیر لپاره د یو نوي مسیر په رامنځته کولو کې برخه واخلي.
لومړي وزیر وویل چې د لداغ ولسونه ډیر خوشاله دي چې د یوې نوې مرکز لاندی سیمې په توګه ومنل شول. دا نو اوس د مرکزي حکومت مسوولیت دی چې په لداغ کې د پراختیایي پروژو له پلي کولو څخه ځان ډاډمن کړي. ښاغلي مودي ژمنه وکړه چې دغه دوه نوې مرکز لاندی سیمې به له دې وروسته د زیربناوي پروژو شاهدې وي لکه سړکونه، د هوایي ډګرونو عصري کول، د اورګاډي خطونه، روغتونونه، ښوونځي وغیره. هغه وویل چې کاري آسانتیاوې به د ګرځندویۍ، زیربناوو د جوړولو او نورو اړونده صنعتونو له امله ډیر شي.
د خپل ۳۸ دقیقو وینا په بهیر کې د هند لومړي وزیر یواځې په پرمختیا خبرې وکړې او د پاکستان د میکانیزم پر لور یې هیڅ پاملرنه و نه کړه. د هند غربي ګاونډی د کشمیر موضوع د نړیواله کولو په موخه چټلې هڅې کوي مګر دا ځل نړیواله ټولنه ستړې شوې او د اسلام آباد تر اغیز لاندې نه راځي.
دا مناسب وخت دی چی د دوی اوسني لومړي وزیر عمران خان د پرمختګ اجنډا د بیانولو هنر له هندي لومړي وزیر څخه زده کړی. د پاکستان ولسونه کولی شي چې د پام وړ ګټې ترې ترلاسه کړي.
Comments
Post a Comment