پر افغان پوله د پاکستانی پوځیانو سر غړونی
لیکنه: مویندالدین خان
ژباړه: پښتوڅانګه
داسی ښکاری چی پاکستانی پوځیانو د خپلو ګاونډیانو په خلاف ناقانونه کړنو سره یو څه زیاته لیوالتیا لری. د هندوستان او پاکستان تر منځ چی کومه سرحدی کرښه ده هلته پاکستانی پوځیانو زیاتره وخت د اعتراض وړ کړنی جاری ساتی، په مسلسله توګه د اوربند خلاف ډزی ترسره کوی او حالت کړکیچن وی مګر په ورته وخت کې ، پاکستان د ترهګرۍ هڅولو سره د وضعیت خرابولو لپاره شعوري هڅو ته هم دوام ورکوي. هغه غواړي چې له افغانستان سره هم ورته چلند جاری وساتی. هغوی د افغان طالبانو خوندي پټنځايونه پياوړي او اداره کړل ، چې په افغانستان کی د ننه د بریدونو بشپړ پلان په پاکستان کی جوړوي. د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ترهګرۍ پرضد له جګړی پیل کیدو وروسته پاکستان د طالبانو د ځواک اصلي مرکز شو. اوس چی د طالبانو او امریکا تر منځ د روغی جوړی کومی خبری روانی دی، تمه کیږي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د سرتیرو تر وتلو وروسته به سوله راشي ، مګر لویې حوزې اندیښنه لري چې ممکن وضعیت نور هم خراب شي.
ډیری شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو مورال نه یوازې دا چې قوی کیږی څکه چې دوی د افغانستان په څه کم او زیات نیمایي برخه باندی کنټرول لري ، بلکه په وروستیو ورځو کې د سولې خبرو له کبله د متحده ایالاتو او پاکستان په اړیکو کې د نسبي ښه والي له کبله د طالبانو په ځواک کی هم ډیروالی راغلی دی، د متحده ایالاتو د ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره په هره نقشه یا پلان چی به کار وکړي نو پاکستانی ذهنیت به پکی واکمن وی. دا دمخه احساس کیده لکه څرنګه چې د امریکا سره دخبرو اترو تر پیل کیدو وروسته هم په افغانستان کې د طالبانو بریدونه کم شوي ندي بلکه لا زیات شوی.لا د وړاندی د یوې سیاسي اجنډا نښې شتون لري چې پاکستان یې په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې پلي کوي. په دې وروستیو کې ، د افغانستان دولت نه یوازې دا چې احتجاج یې وکړ ، بلکې په کلکه یې غندنه هم وکړه چی ګواکی پاکستان د افغانستان په پوله د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه کوي. د افغانستان حکومت ملګرو ملتونو ته یو لیک لیکلی او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې ته اړ باسي چې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو اصول ته د درناوی وکړی.
پاکستان چی کوم ډول سرغړونه کوی د هغی د یادولو سره سره افغانستان ملګرو ملتونو ته دا شکایت هم کړی چی پاکستان د افغانستان پر ختیځه پوله پرته سیمه باندی بریدونه کړی، نه یوازی دا چی د خلکو کورونه یی ویجاړ کړی بلکه خلک یی دیته اړ ایستلی چی خپل کورونه پریږدی او له سیمی ووزی. دوی غواړی چی د افغانستان په ځینو برخو کی په ناقانونه توګه خپل پوځی مرکزونه رامنځ ته کړی هغه غواړي د افغانستان په خاوره کې په ناقانونه توګه خپلې نظامي اډې جوړې کړي او په همغو سیمو کی د ګډوډی رامنځ ته کول هم غواړی ، چې دا ټول د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو منشور او اساساتو څخه سرغړونه ده.
د افغانستان لخوا په خپل لیک او درج شوي شکایت کې د وروستیو پیښو یادونه هم شوې د روان کال د اګست په ۱۹ او ۲۰ مه ، پاکستاني ځواکونو د کنړ ولایت په سلطان ولسوالۍ باندې ۲۰۰ راکټونه وویشتل. افغان چارواکي ادعا کوي چې دوی له پاکستان څخه په پرله پسې توګه د هغوی د غیرقانوني کړنو څخه د ډډی کولو غوښتنه کړې ، خو نه د پاکستان پوځ دا اوری او نه هم د هغوی ملکی رهبری دیته پام کوی. افغانستان شکایت کړی چې دا ټول د یو څه وخت رایسی په پر له پسی توګه پیښیږي.
دا به وګورو چې ایا ملګري ملتونه کولی شي په دې برخه کې د دوی د منشور د اصولو څخه د پاکستان د سرغړونې مخه ونیسي! د پاکستان فعالیتونه په ښکاره ډول په ګوته کوي چې دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د دې حاکمیت ته درناوی نه کوي، کنه نو دوی به د یوه ګاونډی هیواد په پوله داسی سرغړونه نه کوله. داسې بریښي چې پاکستان په دې پوهیږي چې د متحده ایالاتو سرتیرو له وتلو وروسته به په افغانستان کې یوه خلاصه فضا ومومي او په خپل ملاتړ سره به طالبان یو ځل بیا په افغانستان کی واک ته ورسوی، او یو ځل بیا به د خپلی خوښی حکومت د رامنځ ته کیدو له ذریعی به د هغه ځای بهرنی پالیسی رامنځ ته کړی. نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه باید د پاکستان دی ناوړه او توسعه غوښتونکي ارادې ته جدي پام وکړي.

Comments
Post a Comment