له پولنډ او هنګري سره د اړیکو بیا تازه کول
لیکنه: د سنګامیترا سرما
ژباړه: د پښتو څانګی
پولنډ او هنګري ته د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر سفر له مرکزي او شرقي اروپا سره د هند د اړیکو د لا پراخولو څرګندونه کوي.
له هنګري سره ه کلونو را پدیخوا تلپاتې او څو اړخیزې د پام وړ اړیکې دي. د بهرنیو چارو وزیر له خپل هنګري سیال سره ولیدل، د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو د فلم جوړونې، ډیجیټلي کیدو، اوبو ادارې، لمریزې بریښنا او درمل جوړونې په برخو کې د اړیکو د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړو. په هنګري کې د هندی پانګونې مثبت هوکړه لیک او د هغه سوداګریز چاپیریال د هندي پلاوي له لوري د ستاینې وړ وګرځیده. دواړو خواو د زده کړو، ګرځندویۍ او ساینس په برخو کې د شته دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه. د لمریزې بریښنا په نړیوال اتحاد یا (آی ایس اې) کې د هنګري د شمولیت پریکړه د لمریزې بریښنا انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د همکاریو د پراختیا په بهیر کې یو پر ځای اقدام دی. دواړو هېوادونو همدا راز د اقتصادي اړیکو او پارلماني تبادلو او همکاریو په لا پیاوړي کولو هم خبرې وکړې.
پولنډ ته د ډاکټر جی شنکر سفر په تیرو ۳۲ کلونو کې د کوم هندي د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر وو. د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر، پروفیسور جزیک کجاپوټوویز په ملګرو ملتونو کې د جي ۲۰ ناسته او همدا راز په سویلي آسیا کې د پولینډ د کلیدي شریک په توګه د هند پر مثبت او فعاله ونډه ټینګار وکړو. په مرکزي اروپا او د ویسګراډ په ډله کې د هند د فعالې ښکیلتیا تمایل په سمه توګه ولیږدول شو. دواړو وزیرانو د یو اغیزمن څو اړخیز سیسټم او په نړیوال نظم کې د رول لوبولو ژمنې یو وار بیا تازه کړې چې د نړیوال ثبات په ساتنه کې کلیدي عنصر بلل کیږي.
وزیر په لویه کچه موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې چې دوه اړخیزه سیاسي همکاري، او همدا راز اقتصادي برخې، زده کړې او فرهنګ برخې یې د پام وړ موضوعات وو. پروفیسور کجاپوټوویز د ګڼ شمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پولنډ پر څرګند دریځ هم وضاحت ورکړ. نورې امنیتي ستونزې لکه د انډو-پیسیفیک او غربي آسیا په سیمه کې سولې برقرارولو، د ډله ییزو وژنو پر وسلو، بحري او هوانوردي امنیت، سایبري امنیت، د انرژۍ امنیت، بشري موضوعات، مهاجرینو او بشري حقوقو موضوعات هم د خبرو په بهیر کې وڅیړل شول.
هند په فعاله توګه د اروپایي ټولنې او هند د اجنډا جوړولو په برخه کې د پولنډ ژمنه وستایله چې د دواړو خواوو په ګټه ده. د وزیرانو د ناستې بله د یادونې وړ لاسته راوړنه هغه اعلان وو چې پولندۍ ملي الوتکې یا ایل او ټي به له وارسا نه نوي ډیلي ته نیغ په نیغه پروازونه پیل کړي. دا اقدام به برسیره پر دې چې سوداګریرۍ او ګرځندویۍ برخې به پیاوړې کړي، د دواړو هېوادونو د ولسونو په نږدې والي کې به هم رول ولوبوي.
د سوداګرۍ په برخه کې، د یادونې وړ ده چې پولنډ په مرکزي اروپایي سیمه کې د هند تر ټولو لوی سوداګریز شریک او صادراتي مرکز دی. د هند او پولنډ تر منځ دوه اړخیزه سوداګري اوسمهال له ۳ بیلیونه امریکایي ډالرو څخه پورته ده. هند هم په آسیا کې د پولنډ لپاره د بهرنۍ پولندۍ پانګونې (ایف ډي آي) تر ټولو زیات د پام وړ مرکز دی. پولنډ ته د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګرۍ او ملګرتیا ته نوی رنګ ورکړ.
د سړې جګړې په بهیر کې، هند مرکزي او شرقي اروپا له هېوادونو سره ښې اړیکې درلودې. په هرحال ، د هند او مرکزي اروپا هیوادونو ترمنځ د همکارۍ احتمال د اوږدې مودې لپاره په پراخه کچه ناڅرګند پاتې دی.په دغه پرمخ تلونکې مهمې سیمې کې د ولسونو له ولسونو سره د اړیکو ترڅنګ اقتصادي او کلتوري ګټو پر مخ وړاندې بیول هم د هند لپاره سټراټيژیک اهمیت لري.
شرقي، سویلي او مرکزي آسیا ته د هند د ولسمشر رام نات کوویند او مرستیال ولسمشر ایم وینکایا نایډو په لوړه کچه وروستني سفرونو ته هم له دغې سیمې سره د اړیکو په بیا ژوندۍ کولو کې د ښو اقداماتو په توګه کتل کیږي. په ځانګړې توګه، پداسې حال کې چې هنګري کولی شي چې د شمالي او سویلي ټرانسپورټ په برخه کې د څواړخیز نړیوال لیږد را لیږد د کوریډور په پروژه کې مهم رول ولوبوي، چې پکې هڅه کیږي چې هندي سمندرګی له بالټیک بحر سره ونښلوي، چې دغه نیغ په نیغه نښلونه او اړیکه کې کول به د پولنډ لخوا په آسیا کې د فعالیتونو د پراخولو په موخه رامنځته کړی شي. پولنډ د ۵۲۴ بیلیونه پونډو د جي ډي پي په لرلو سره په اروپایي ټولنه کې د اووم لوی اقتصاد په توګه رامنځته شوی دی. د پولنډ په شان د یو قوي اقتصادي هېواد سره د اړیکو بیا تازه کول په اوسني وضعیت کې د هندي پانګونکو لپاره یو په زړه پورې وړاندیز دی. پولنډ ته د ډاکتر جی شنکر سفر له دې امله هم د پام وړ وو چې هغه رول چې پولنډ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د آګست په میاشت کې د هغه شورا د مشرتابه په توګه ادا کړ، په ځانګړې توګه د کشمیر په برخه کې د پاکستان د حرکاتو بندولو کې په برخه کی هم دا د پام وړ دی.

Comments
Post a Comment