د هند پر وړاندی د عمران خان د حکومت هڅوونکی ګامونه
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګه
له کشمير څخه د هند لخوا د ۳۷۰ یمی مادې له لرې کولو سمدستي وروسته ، د پاکستان د عمران حکومت یی په اړه سخت عکس العمل وښود او داسې هڅوونکی بیانونه یې خپاره کړل او داسې کړنې یې ترسره کړې چې دی ته په کتو سره د حیرانتیا خبر ده چی ایا د یو هیواد منتخب لومړی وزیر د کوم ګاونډي هیواد پروړاندې په داسی کچه خبرې کولی شي؟ د پاکستان حکومت لومړي د ډیپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو د پریکولو پریکړه وکړه. بیا په ډیپلوماتیکه کچه ، هغه ترټولو زیاته هڅه وکړه چې د نړیوالو عامه افکار ګمراه او دا موضوع نړیواله کړي. بیا هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین د ټولو هڅو سربیره ، پاکستان باید د دی مسلی په پام کی نیولو سره چی ورسره مخ دی، پوهیدلی وای چې د دوې شهرت په نړیواله کچه څه دی؟
مګر احساسات او لیوالتیا د پاکستان پر واکمنانو داسی قوي اغیزه کړی چې دوی د هڅونکی ژبې کارولو څخه ډډه نشی کولی. یو فدرالي وزیر د کشمېر په یادولو سره وژړل او د بشري حقونو وزیر شیرین مزاري په دې حقیقت سترګې پټې کړې چې پخپله پاکستاني رسنۍ په غیر مستقیم ډول د سانسور تر خراب حالت لاندی دی او د کشمیر په اړه یی ملګرو ملتونو ته یو لیک لیکلی و چی په کشمیر کی د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه شکایت پکی شوی وه. د پاکستان یو بد ژبی وزیر شیخ رشید احمد د لومړي وزیر مودي پر ضد په یوه لاریون کې ناوړه ژبه وکاروله. په هرصورت ، په پاکستان کې هیڅوک دې کس ته جدي پاملرنه نه کوي. دا هماغه شيخ رشید احمد دی چې د پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف په وخت کې هم وزیر و او د جنرال مشرف یونیفارم یی د پاکستان تابناک راتلونکي سمبول په توګه منلو.
په هر حال د دې وزیرانو هڅوونکو بیانونه په پام کی نه نیولو سره ، پخپله لومړی وزیر عمران خان هم د هند پروړاندې د بیان په ورکولو کې له ټولو حدودو تیریږي. دوی اعلان وکړ چې په ټول پاکستان کې خلک باید په عامه توګه لاریون وکړي او هره ورځ د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې د ۳۷۰ مادې د لرې کولو لپاره احتجاج وکړي. دا پریکړه تیره جمعه پلی هم شوله. د عمران خان په غوښتنه ، د جمعې په ورځ د کشمیر لپاره په ټولو لوی ښارونو کې ، سره څراغونه پر ترافیک اشارو باندې د څو دقیقو لپاره روښانه شوی وو. راډیو او تلویزیون د پاکستان ملي سرود او همدارنګه د مقبوضه کشمیر د تش په نامه سندره نشر کړه.
د ټولو صوبو وزیران د صوبو په مرکزونو کې د دوی د دارالانشا په ودانیو کې راټول شوي. وزیرانو او قانون جوړونکو د هند پروړاندې هڅوونکی ویناوې وکړې. د اسلام آباد د اساسي قانون په مادو کې د حکومتي دفترونو نه بهر ، لومړي وزیر عمران خان غونډې ته وینا وکړه او له هڅونی ډکی څرګندونی یی ترسره کړی ، او دا ژمنه یی وکړه چی د کشمیر لپاره به مبارزه تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې تر څو یی کشمیر د هند له اشغال څخه ازاد کړی نه وي. لکه څنګه چې عمران خان د کشمیر په اړه د هڅونکو بیانیو ټول حدونه تیر کړل. په حقیقت کې ، داسې بریښي چې عمران خان پخپله دا ډول بیانونه نه لیکي ، بلکه د بل چا لیکنې لولی او په دی هم ټول پوهیږی چی دا لیکنی د چا دی. د عمران خان په اړه عمومي انګیرنه او رښتیا همدا ده چې د پاکستان پوځ او د هغوی ادارو عمران خان واک ته د رسولو مسولیت ادا کړی دی. په هرصورت ، عمران خان د پوځ مینه وال دی او کله چې د پوځ او پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره نښتې پیل شوې ، نو عمران خان د نواز شریف په وړاندې د بیان کولو لپاره زرین فرصت ترلاسه کړ.
د عمران خان بیانونه او د هند ضد هڅونکو څرګندونی په پام کی نه نیولو سره ، د دی ویل به هم نامناسب وي چې اوسمهال د پاکستان اعتبار په نړیواله ټولنه کې څه شی دی. د ایف ای ټی ایف آسیا پیسفک ډلی د ترهګرو تمویل او پیسو مینځلو په اړه پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او ممکن د هغې وړاندیزونو پراساس د اکتوبر په میاشت کې د ایف ای ټی ایف په تور لیست کې شامل کړای شي. پخپله د عمران خان خوب تښتیدلی او د هغو کړنو د بیا کتنې لپاره یې د ۱۲ غړو یوه کمیټه جوړه کړې چې له مخې یې هغه وکولی شي د رامنځ ته کیدونکی وضعیت څخه مخنیوی وکړي.
او په عین وخت کې ، کله چې عمران خان د هند پروړاندې اشتعال کې بوخت و ، د متحده ایالاتو د کانګرس یوې اړونده کمیټۍ راپور وړاندې کړ چې لاهم د پاکستان پوځ پاکستان په خپلو منګولو کی نیولی او پر بهرني سیاست هم د امنیت اړوند مسلو باندی کنټرول لری. د متحده ایالاتو د وکیلانو یوې ډلې او د اپوزیسیون ګوندونو غړو دا هم ویلي چې عمران خان نه د حکومت تجربه لري او نه هم پر حکومت کنټرول لری. په پاکستان کی امنیتي ادارې د دې ځواک لري چې وضعیت په خپله ګټه وکاروی، نو د عمران خان پر حکومت تر دی جامع تبصره نوره څنګه کیدلی شی.
Comments
Post a Comment