په افغانستان کی د ولسمشری ټاکنی، آیا سوله به یو چانس تر لاسه کړی؟
لیکنه: ډاکټر سمروتی ایس پټنایک
ژباړه: پښتو څانګه
د رایی ورکونکو د ډارولو لپاره د ټاکنو په ورځ په ټول هیواد کې شاوخوا ۴۰۰ راکټي بریدونه او بمي چاودنې وشوی. د رایی ورکولو په ترسره کولو کې نیمګړتیاوې څرګندې وې ځکه چې ځینو رایی ورکونکو تور پوری کړ چی د دوی نومونه د رایې ورکوونکو له لیست څخه ورک شوي وو. د ولسمشرۍ دوه اصلي نوماندان اوسني ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله اوسني اجرایوي رییس وو چې له ولسمشر غني سره یې قدرت شریک کړی وه. اړینه ده چی یادونه وکړو چې وروستي ټاکنې چې په ۲۰۱۴ کال کې شوې وې؛ لانجمن وی چې د رایو د سل سلنې پلټنې لامل شوی او د عبدالله د جوړ جاړی لپاره یوه فورموله رامنځ ته شوه.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې ، افغانستان د ټاکل شوي پارلمان سره د ولسمشرۍ ډوله دولت رامینځته کړ. د غربي دیموکراسۍ دغه سیستم د طالبانو لخوا دغه حکومت تر نیوکو لاندی دی څکه چی د کابل حکومت د "متحد ایالاتو ګوډاګی" بولي او له دې سره له هر ډول خبرو کولو څخه یې ډډه کړی ده. د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو لړۍ په دوحه کې د طالبانو د دفتر له لارې زور واخیستو. له متحده ایالاتو سره د خبرو سربیره ، څو نورې غونډې هم وې چې پکې طالب استازو برخه اخیستې وه. د سیمه ایزو لوبغاړو په منځ کې ، روسیه پروسږکال څو اړخیزه غونډه جوړه کړه چې پکې ولسمشر غني د "سولې عالي شورا" څلور غړي د ګډون لپاره واستول. مسکو د روان کال په اپریل کې هم د افغانستان په کچه کنفرانس جوړ کړ.
طالبانو د چین او پاکستان سره هم ناستې ترسره کړې. پدې غونډو کې ، د طالبانو استازو د افغان حکومت له استازو سره په ښکیلتیا کې ډډه ونه کړه. د قطر او جرمني په مرسته دوه ورځنۍ ناسته د جولای په میاشت کې په دوحه کې جوړه شوې وه؛ پداسې حال کې چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو استازو د سولې لپاره د بین الافغان کنفرانس د یوې برخې په توګه د افغانستان له ۵۰ غړو پلاوه سره وکتل. دا د طالبانو او د افغان حکومتي چارواکو تر منځ مهمه اړیکه وه.
طالبانو مخکې له هر ډول خبرو له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه؛ مګر د نړیوال فشار له امله ، دوی د خبرو لپاره پریکړه وکړه. دغه یاغي ډله هڅه کوي چې ځان د انجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو لپاره ژمن وښیی. وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کی د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرکزی دفتر موټر برید ترسره کړ نو متحده ایالاتو له طالبانو سره خبرې بندې کړې. په دې برخه کې ، د ولسمشرۍ ټاکنې خورا مهمې دي ځکه چې دا به په دی ناکراره هیواد کې د ټولیزې سولی کلي ده.
په هرصورت ، د رایې ورکوونکو کم رنګه ګډون به د حکومت په جوړیدو یو سیوري وغوړوی. د دومره کمو رایی ورکوونکو د ګډون له کبله به طالبان هم د ټاکنو د مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستو ټولی هڅی ترسره کړی او لا د مخه ، ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي دي چې د هغه ملاتړی به اجازه ورنکړي چې د تیر ځل په څیر دغه ټاکنې غلا شي. لویه پوښتنه دا ده چې ایا د ټاکنو پایلې چې اټکل کیږي د اکتوبر په دریمه اونۍ کې اعلان شي ټولو خواو ته به د منلو وړ وي؟ په داسی حالکه چی سوله دخطر سره مخ ده ، د ټاکنو پایلې باید د افغانستان لپاره نوی سفر په نښه کړي ځکه چې د اداري چوکاټ دوام خورا مهم دی. له ټاکنو پرته دیموکراسۍ ته دوام ورکولو بله لاره نشته. د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي عمومي پلټونکي (سیګار) د راپور له مخی ، ۵۶ سلنه خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. د نوی حکومت لپاره به دا ننګونکی وی
اجاره سوله در قزوین
ReplyDeleteاجاره سوله
سوله دست دوم