د ترهګرو د تمویل او د پیسو مینځلو په مخنیوی کی د پاکستان ریکارډ مایوس کونکی دی
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
له پاکستان څخه غوښتل شوي و چې د ۲۷ ټکو عملی کاري پلان سره سم عمل وکړي او ورته تر دی میاشتې یعنی اکتوبر پورې وخت ورکړل شوی و. تمه کېده چې په عین حال کې به پاکستان د تروریستي ډلو د هڅولو او د پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره مناسب او کوټلي ګامونه واخلي. مګر د دې فعالیت ریکارډ څرګنده کړه چې له ۲۷ ټکو څخه یوازې شپږ تر پوښښ لاندی راغلی.
د ۲۷ ټکو کاري پلان کار کولو لومړۍ پړاو د ۲۰۱۸ کال جنوري کې پیل شوې و. مګر د دې پرځای چې پاکستان د دې اجنډی سره سم کار پیل کړي ، هغوی سیاسي هلی ځلی پیل کړی تر څو داسی اړیکې ومومي چې له مخې یې د ایف ای ټی ایف مخه ونیسي او د هغه لخوا په تور لیست کې شامل نه شي. هغه په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو د خوشحاله کولو په فکر کی وو ترڅو هغه خپل نفوذ وکاروی او لږترلږه د لنډ مهال لپاره پاکستان له اقتصادي ستونزو څخه خوندي کړي.
د دې لپاره ، هغه هڅه کوی چی ژر تر ژره د طالبانو او متحده ایالاتو ترمینځ د سولې خبرې بیا پیل کړي. په ښکاره ډول پدې حالت کې به امریکا پاکستان ته اړتیا ولري او پدې توګه به پاکستان وکولی شي له متحده ایالاتو څخه یو څه ترلاسه کړي. کله چې عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کی د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته لاړ ، هغه د دې هدف لپاره د ځانګړي هیوادونو مشرانو سره ولیدل او د هغوی د مرستې غوښتنه یې وکړه او پاکستان ترټولو لوی ګواښ دا احساسوی چی داسې انګیرل کیږي چې که دا په تور لیست کې اضافه شي ، نو له اقتصادي پلوه ، پاکستان ممکن په یوه داسی ستونزه کې راګیر شي چې وتل به یې خورا سخت وي.
په هرحال ، د آسیا پیسیفک ګروپ راپور ورکوي چې د پاکستان ریکارډ دومره خراب دی چې باید نور ورته رعایت ورنکړی شی . مګر څنګه چې پاکستان د یو شمیر هیوادونو په مخ کې راڅرګندیږی، داسې بریښي چې ځینې خلک د زړه سوی او د خواخوږۍ روحیی لاندې د دی مالي مشکلات لري کولو په خاطر په ایف ای ټی ایف باندې په اخلاقي توګه فشارراوړی چی پاکستان ته یو څه وخت لپاره ارامتیا په برخه شی. چین کولی شي پدې مسله کې د هغې ملاتړ وکړي. دا روښانه ده چې د ایف ای ټی ایف ریاست اوس مهال د چین په لاس کی دی.
عملی پلان د پلي کولو دوهم پړاو د ۲۰۱۸ کال په مینځ کې پیل شو ، کله چې پاکستان یوځل بیا په خړ لیست کې شامل شو. ای جی پي (آسیا – پيسفیک ډلی) په اګست کې د پاکستان فعالیت ته کتنه وکړه. د دې راپور په وینا ، د پاکستان فعالیت اړین معیارونه نه پوره کوي. دا پرګوته کوي چې د پاکستان ریکارډ دومره خراب دی چې دا باید په تور لیست کې شامل شي. خو لومړي وزیر عمران خان په متحده ایالاتو کې د ایف ای ټی ایف له ډیرو غړو سره ولیدل او له هغوی یې د ستونزو څخه د خلاصون غوښتنه وکړه. د ایف ای ټی ایف راپور وايي چې پاکستان داسې ګامونه نه دي پورته کړي چې له مخې یې د ملګرو ملتونو سره تړلی کمیټې ۱۲۶۷ لخوا اعلان شوي افراطیان او ډلې باید لغوه شي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې د جماعت الدعو او فلاح انسانیت فاؤنڈیشن په شان ادارو په وړاندې کوم ګامونه چی اخیستل شوي، ناکافي دي. په هر حالت کې د پاکستان ریکارډ خورا کمزوردی او ډآډ بښونکی نه دی .
دا وینا کول به د تادۍ وړ ګام وی چې ووایو د ایف ټی ای ایف په ناسته کې به څه پریکړه وشي ؟ خو که د کوم دلیل لپاره حتی پاکستان په تور لیست کې له شاملیدو خلاص هم شی، نو پوښتنه راپورته کیږي چې پاکستان به ترڅو ددی خلاصون څخه ګټه پورته کوی. ایا نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه به په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د تخریبي ذهنیت او فعالیتونه زغملو ته دوام ورکړي؟
Comments
Post a Comment