د هند د آی ټي اي سي شراکت نویو لوړو څوکو ته رسیدلی


لیکنه: د وینیت واهي
ژباړه: د پښتو څانګۍ
هند له خپلو ملګرو هېوادونو سره د خپلو همکاریو د پراختیا ژمنې بیا تکرار کړي چې د حاکمیت د برابرۍ او دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ولاړې دي. هند په همدې وروستیو کې د ټیلي ایجوکیشن او ټیلي میډیسن پروژو تر څنګ د اي ویدیا بهارتي او اي آروګیا بهارتي پروژې هم پرانستلې چې د بهرنیو چارو وزارت د هندي تخنیکي او اقتصادي همکاریو (آی ټي اي سي) د ۵۵ می کلیزی په ویاړ د سویلي افریقا لپاره یوه تر ټولو لویو پروژو ځینی یوه ده.
دغه پروژې به افریقایي زده کوونکو ته دا توانایي ورکړي چې پخپلو کورونو کې په ډاډمنه توګه د هند عالي تحصیلاتو ته لاسرسی ولري او همدا راز د هند روغتیایي تجربې د افریقا ډاکټرانو او ناروغانو ته په یو ډول وړاندې کړي. پراختیایي همکاریو تل د هند په بهرنۍ پالیسۍ کې مرکزي رول لوبولی دی او دغه هېواد ژمن دی چې د تیرو اوو لسیزو خپلې پراختیایي تجربې له ملګرو هېوادونو سره د شریکولو په برخه کې استوار او باورمند پاتې شي. دا خبرې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر د (آی ټي اي سي) ۵۵ مې کلیزې پر مهال کړي دي.
(آی ټي اي سي) د پن افریقا د ټولو ۵۴ هېوادونو لپاره یو نوښت دی چې له هندي ډیجیټلي انقلاب نه د افریقایي ځوانانو د ګټې اخیستنې په موخه د لومړي وزیر نریندر مودي د پلانونو یوه برخه ده. د بشري سرچینو پراختیا د هند په پراختیایي همکاریو او بهرنۍ پالیسي کې کلیدي عنصر ګڼل کیږي. (آی ټي اي سي) او نور د ظرفیت لوړونې نوښتونه د هند هغه باور څرګندوی  چې د نړۍ وده او روڼتیا د حسولو وړ ده او هند چمتو دی چې هغه مهارتونه او تخنیکونه وویشی کوم چی ئی   د څو لسیزو په بهیر کې ترلاسه کړي.
په حقیقت کې دغه نویو نوښتونو ،د ډاکټر جی شنکر په بیانیې کې چې" د سویلي نړۍ هېوادونه د هند مهم ملګري دي" تر عنوان لاندې وو ،د پام وړ ارزښت ترلاسه کړ. هند او افریقا په ګډه سره د نړۍ د ۶٫۳ بیلیونه انسانانو استاذولي کوي. د بهرنیو چارو وزیر وویل چې که تیر تاریخ ته وګورو نو زمونږ ګڼ شمیر هیوادونه له یو بل سره تاریخي اړیکې لری، که هغه د سوداګرۍ په برخه کی وې او یا هم د فرهنګ په ډګر کی وی. نوموړي زیاته کړه چې زمونږ ابا او اجدادو د استعماري بندیزونو پر وړاندې ګډه مبارزه کړې. نن زمونږ ټولیزه دوه اړخیزه سوداګري شاوخوا ۲۲۰ بیلیونه ډالرو ته رسیدلې.
په تیرو ۵۵ کلونو کې (آی ټي اي سي) د نړۍ له ۱۶۱ ملګرو هېوادونو څخه شا اوخو ۲۰۰٫۰۰۰ حکومتي چارواکو ته د هېواد په عالي انسټیټوټونو کې د ظرفیت لوړونې او زده کړو له لارې د هند د پرمختیا او ودې د پراخو او پر ځان متکي تجروبو د شریکولو وسیله وه. خپلو نږدې ګاونډیانو او افریقایي شریکانو ته د تمرکز سره سره، هند هر کال شاوخوا ۱۲٫۰۰۰ تحصیلي بورسیې په لوړې کچې تجربو سره د دوی مسلکیانو ته ورکوي چې په هغو کې د آي ټي، روغتیایي چارو، کرنې، حکومتدارۍ، کارموندنې، انرژۍ او د یو څو تنو لپاره د پارلماني چارو زده کړې هم  شاملې دي چې غوښتنه یې لا هم مخ په ډیریدلو ده. ډاکټر جی شنکر د (آی ټي اي سي) پروګرامونو د توضیح کولو پر مهال وویل چې د هند د پرمختیایي همکاریو او له څو اړخیزه جذبی څخه د ملاتړ او له یو بل سره د نښلیدو او د خپلواکۍ فلسفه د هند په "واسودیوا کوټومباکام" یانې (نړۍ یو کور دی) کې نغښتې ده.
د دغه دوه اړخیز سفر په بهیر کې او همدا راز د بیلابیلو ښکیلتیاوو پر مهال لکه د څو اړخیز سکټور تخنیکي او اقتصادي همکاریو په موخه د بینګال خلیج نوښت (بي آی ایم ایس ټي اي سي) د سویلي ختیځې آسیا د همکاریو اداره (آسیان) او د کارابین ټولنه (ایف آی پي آی سي) وغیره کې هم د  (آی ټي اي سي) د زده کړو بهیر د پرمختیا په تړاو ګڼ شمیر اعلانونه شوي دي. د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوموړي د ظرفیت لوړونې اقدامات همدا راز له ګاونډیو هېوادونو سره په سیمه ییزو لومړیتوبونو کې یاد کړل او ویې ویل چې افریقا د دغه کاري سکیم په مرکزیت کې قرار لري. 
د  (آی ټي اي سي) تر چتر لاندې له آسیا، اروپا، مرکزي آسیا، افریقا او له لاتینی امریکا ۱۶۱ هېوادونو څخه استاذو ته بلنه ورکړل شوې وه تر څو له هغوئ سره د هند د هغه پرمختګونو په هکله مالومات شریک کړی شي کوم چې یې په تیرو اوو لسیزو کې د یو خپلواک هېواد په توګه ترلاسه کړي دي. په دغه پروګرام باندې له دوه بیلیونو څخه ډیر امریکایي ډالر لګول شوي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ترې محصلینو او کارپوهانو ګټه پورته کړېده. د دې پروګرام په کلنۍ توګه شاوخوا ۱۰۰ بیلیونه ډالره لګښت راځي.
هند په دې پوهیږي چې د پرمختیا په حال کې هېوادونه د طبیعت له نعمت څخه ګټه پورته کوي او د ټولیز ګډون  له ګټو برخمن دي.مګر دوی د ورته او خطرناکو ننګونو سره مخ دي لکه د نفوسو د سرچینو نا منظموالۍ، د ځوانانو زیاتیدونکې ارمانونه او د هوا بدلون هم په نورو ګواښونو ګې شامل دي. ډاکټر جی شنکر وویل چې دې ګواښونو ته په کتلو سره مونږ اړ یو چې په بهرنیو همکاریو کې خپل ګډون ته پراختیا ورکړو او د دې ستونزو د حل په موخه او د خپلو پایداره پراختیاوو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره باید له یو بل سره لا ډیره همکاري ولرو.

Comments