د چین د دولت د لوړ پوړي هیات دوه ورځنی سفر او د سوداګرۍ او سرحدونو چارو په تړاو خبرې اترې

لیکنه: د سهیل انجم

ژباړه : د پښتو څانګی

د چین اولسي جمهوریت ولسمشر شي جن پنګ په یوه دوه ورځني سفر هند ته راغلی دی. تامیل ناډو ایالت کې له چیانۍ سره نږدې د مها بلي پورم یا ممالاپورم په سیمه کې دا مهال د هند د صدر اعظم نریندرمودي او د چین د ولسمشر ترمنځ لیده کاته او خبرې روانې دي. دغه غیر رسمي سفر نه یوازې د هندوستان بلکې درستې نړۍ لپاره د پام وړ دی. دا د دواړو مشرانو ترمنځ دویمه غیر رسمي لیده کاته دي. لومړۍ دغه شان غیر رسمي لیدنه د دواړو مشرانو ترمینځ د ۲۰۱۸م میلادي کال اپریل میاشت کې د چین په اوهان ښار کې شوې وه.له هغه نه او د نریندرمودي بیا واک ته د رسیدو وروسته ،دا د دوو مشرانو ترمنځ دریمه ناسته ده. 

د دواړوهیوادونو ترمینځ په زرګونه کیلومټر سرحد باندې لانجه شته، چې له بده مرغه دا یوه تاریخي ستونزه ده، خو سره له دې هم د د دواړو ملکونو ترمینځ د مشرانو خبرې اترې په دوامداره توګه روانې وي چې ښیې پایلې یې هم لرلې دي. د اګست په پنځمه کله چې د جمو او کشمیر په اړه پریکړه وشوه چې ۳۷۰مه ماده له منځه یوړل شوه او د هند او پاکستان ترمینځ ستونزه راولاړه شوه،چین په دې اړه د پاکستان ملاتړ وکړ،ښایي داسې به معلومیږي چې دا مسله به د هند او چین ترمینځ په روانو خبرو اترو اغیز ولري خو د دواړو هیوادونو ترمینځ اوږدو اړیکو ته په پام سره ویلای شو چې دا اندیښنه بې ځایه ده. حقیقت دا دی چې د دواړو هیوادونو د مشرتابه پوخ سیاست به اجازه ورنکړي چې دغه شان خبرې دغې اوږدې ملګرتیا ته زیان ورسوي. نو ځکه خو به د نریندر مودي او شي جن پنګ ترمینځ لیده کاته او هم د دولتي پلاوو ترمینځ خبرې اترې به د ناندریزو مسایلو تر سیوري لاندې رانشي، داسې مسایل شته چې د دواړو اړخونو ترمینځ ورباندې خبرې اترې روانې دي او هم کیدونکې دي. 

دواړو اړخونو چې د پولې په اوږدو کې د امن او ټیکاو په اړه په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۵کې د کومو پریکړو اعلان کړی وو ، اوس نو هغه پریکړې زړې شوي او نویو پریکړو ته اړتیا لیدلې کیږي. نو ځکه دې ته لومړیتوب ورکول کیږي چې د اصلي پولې په اوږدو کې امن او ټیکاو ته پام وشي. دواړو مشرانو د ترهګرۍ په اړه هم خبرې اترې درلودې او د هندوستان د حکومت موقف یې په اړه ډیر روښانه کړی دی. هندوستان تل ټینګار کړی چې ترهګرۍ پر وړاندې باید سخته مبارزه وشي او ترڅنګ یې باید ترهګرو ته د پناه ورکونکو ، روزونکو او مرسته کوونکو پر وړاندې هم کوټلي ګامونه پورته کړل شي. تمه کیږي چې لومړی وزیر نریندر مودي به د چین ترمشرۍ د اکتوبر له ۱۳مې څخه تر ۱۵می پورې د ایف اې ټي ایف جوړیدونکې لیدنه کې دغه مسله راپورته کړي. هندوستان غواړي چې پاکستان د ترهګرۍ په مسله له خړ لیست نه و ایستل شي او تور لیست کې واچول شي. د هندوستان د دفاع وزیرڅو ورځې وړاندې په دې اړه څرګندونې درلودې، نو ځکه هندوستان غواړي چې چین په دې اړه یو هدفمند دریځ خپل کړي. 


د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري هم یوه لویه مسله ده. له چین سره سوداګرۍ کې هندوستان له زیان سره مخ دی خو سره له دې هم د دواړوهیوادونو ترمینځ سوداګري ۹۹.۵۴بیلیون ډالروته رسیږي چې د هندوستان ګټه پکې یوازې ۱۸.۸۴بیلیون ډالره ده. نو ځکه هندوستان له چین نه غواړي چې خپل بازارونه د هندي توکو پر وړاندې لا زیات پرانیزي ترڅو دغه زیان راکم کړل شي. که څه هم دهندوستان د تاوان کچه اوس ۵۳ بیلیون ډالرو ته را ښکته شوې ده خو هند غواړي چې دغه کچه نوره هم را ټیټه شي. هغه څه چې د کشمیر په اړه دي نو دا د هندوستان کورنۍ موضوع ده. هندوستان د چین د هرې څرګندونې په اړه دې برخه کې خپل موقف روښانه کړی . که هغه له پاکستان نه د چین د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال د کشمیر د موضوع یادول وی یاهم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د شي جن پنګ د لیدنې پرمهال د هغه دا خبره چې د کشمیر په اړه د چین دریځ له پاکستان سره یو شان دی ، هندوستان هرځلی خپل موقف روښانه کړی دی. خو دغې لیدنې کتنې ته په مثبته سترګه کتل پکار دي او هندوستان دغه مثبت لید لوری لري.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت