ګاندهی جی عدم تشدد د نړیوالی سولی لپاره یوه تګ لاره
لیکنه : د ډومینیک تهومس
ژباړه : د پښتو څانګی
د نړی له خورا نامتو شخصیتونو څخه یو شخصیت موهن داس کرم چند ګاندهی دی چی د عدم تشدد او سولی سره ارتباط لری. هغه په هندوستان کی د ملت پلار په توګه پیژندل کیږی. په داسی حال کی چی هغه د مهاتما یعنی لویه ارواح په توګه هم پیژندل کیږی.
ملګری ملتونه هر کال د اکتوبر د میاشتی ۲ نیټه چی د ګاندهی جی د ځیږیدنی کلیزی ورځ ده د عدم تشدد نړیوالی ورځی په توګه لمانځی . څو چی په نړیواله کچه د عدم تشدد او د سولی پیغام خپور کړای شی. نوموړی د هندوستان د ازادی مبارزی د حقیقت او عدم تشدد په دودونو رهبری وکړه. ګاندهی جی وویل چی عدم تشدد د انسانانو په منځ کی لوی ځواک دی. دا د ویجاړولو تر ټولو قوی وسلو څخه خورا زیات پیاوړی دی چی د انسان په هوښیارتیا رامنځ ته شوی دی.
په نړیواله کچه نامتو مشران، هیوادونه او ټولنی د مهاتما ګاندهی تر اغیزی لاندی دی. د خلکو هڅولو لپاره د ګاندهی جی تخنیک په ګرده نړی کی د مظلومو ټولنو لخوا په بریالی توګه کارول شویدی. په متحده ایالتو کی مارټن لوتهرکینګ، د ویتنام انقلابی مشر هو چی مین او په میامار کی آنګ سان سوچی د مهاتما ګاندهی فلسفه وړاندی کولولپاره روښانه ثبوت وړاندی کوی. د لیچ والیسا په مشرۍ کی په پولنډ کی د کمونیزم پر ضد مبارزه د عدم تشدد په اصولو ولاړه وه. د کارډینل جیم سین تر مشری لاندی د فلیفینو خلکو ځواک غورځنګ د ولس مشر مارکوس ډیکټیټرشیپ را پرځولو کی مهم رول ولوبولو. د عدم تشدد مبارزی په چکسلواکیا کی د شوروی واک اختیار له منځه یوړو.
د ۱۹۹۰ میلادی کال په اوایلو کی په سویلی افریکا کی د اپارتائید پر ضد عدم تشدد احتجاجونه او د خلکو مقاومت له امله نیلسن منډیلا ازاد او د هیواد اولسمشر وټاکل شو. د منډیلا مشر تابه د ګاندهی جی عدم تشدد په اصول بنیاد لری. چی د جنوبی افریقی څخه اپرتائيد په بریالی توګه وشړل شو.
د میکسی کین – امریکن د زیار غورځنګ د ملکی حقوقو مشر سیزار چاویز او د لاتونی د فارم کارګرانو لپاره د هغه وکالت باندی ګاندهی جی ډیر زیات نقوس ودرولود. په اوسنی وختونو کی د ډیموکراسۍ او بشری حقوقو لپاره د سولی مبارزی چی د عدم تشد بڼه ئی لرله د ۲۰۱۱ میلادی کال عرب پسرلۍ په حیث وپیژندل شو. سوله ناکه احتجاج کونکی راجمع شول او منځنۍ ختیځ او افریقا کی ظالمه واکمنی پای ته ورسولی. په ختیځ او لودیځه اسیا سیمه کی اصلاحات او بدلون رامنځ ته کړ. احتجاج کونکو ثابته کړه چی سوله او عدم تشدد د نښتو سره چاره کولو کی په فعاله توګه کار کولۍ شی. دلائی لاما وائی چی نن د نړیوالی سولی او نړیوال جنګ تر منځ د ذهنی قوت، او د ماده پرستۍ قوت، د ډیموکراسۍ اوشاهی واکمنی تر منځ یو غټ جنګ روان دی. د دغو ناخوالو سره باید په کلکه مبارزه وشی . د ګاندهی جی د فلسفی ضرورت په اساس مارټن لوتهر کینګ جونئیر وویل چی که چیری بشریت پرمختګ وکړی نو د ګاندهی جی د فلسفی ضرورت به نه وی. د ګاندهی جی فلسفه د موجوده وخت ضرورت دی . مهاتما ګاندهی هیڅکله د نوبل جايزه تر لاسه نکړه،. سره له دی چی نوموړی څو څو ځله د جايزی لپاره ونومول شو. لیکن د هغه پیروکار مارتڼ لوتهر کینګ جونیئر، نیلسن منډیلا ، دلائی لاما ، اونګ سان سوچی ، بارک اوباما، دیش مون ټوټو او د ارجینټینا اوډولوپو پیریز نوبل جايزی تر لاسی کړی. له دی څخه څرګنده ده چی مهاتما ګاندهی د سولی نوبل جایزی څخه لوړ مقام لری. عدم تشدد دی چی سولی رامنځته کولو یا د تاو تریخوالی د نشتوالی سبب ګرځی. لکه څنګه چی مهاتما ګاندهی د مینی درس ورکړیدی. نن ورځ کله چی د نړی سوله د ایتمی وسلو ګواښ سره مخامخ ده نو ضروری ده چی انسانی نسل له تباهی څخه وژغورل شی. البرټ آنسټاین او ګاندهی جی د یو بل مینه وال وو او د یو بل سره به ئی مکتوبونه تبادله کول. آنسټاین ګاندهی جی د راتلونکی نسلونو لپاره یوه ښه لارښونکۍ بولی . نن ورځ کله چی نړی د مهاتما ګاندهی ۱۵۰ د زیږیدنی کلیزه لمانځی نو دا به غوره وی چی د آنسټاین هغه خبره یاد ولرل شی چی نړی کی مهاتما ګاندهی د ستاینی او منلو وړ دی. مهاتما ګاندهی یوازینۍ سیاستوال وو چی تل پخپلو دریځونو ټینګ ولاړ وو.
Comments
Post a Comment