هند یو پاک چاپیریال ته ژمن دی

لیکنه : د شنکر کمار
ژباړه : د پښتو څانګی
د مهاتما ګاندهي د پاکوالی عادت ته په یو  درناوي کې ، هند د اکتوبر په ۲مه نیټه د ملت ابا ۱۵۰مه  کلیزه لمانځلو په جریان کې ، د پاکوالی ډیر پروګرامونه  په لاره اچولو سره د روغتیا او چاپیریال ساتنې لپاره د یو وار کارول کیدونکی پلاسټیکونه د له منځه اوړلو ژمنه وکړه. که څه هم د حکومت لخوا د پلاسټیک کارونې په اړه هیڅ کوم حد ندی نافذ شوی ، مګر دا موقع د لومړي وزیر نریندر مودي لخوا په ۲۰۲۲ م کال کې له هیواد څخه یو ځل کارول کیدونکی پلاستیک له مینځه وړلو په اړه د خپل حکومت ژمنې تکرارولو لپاره وکارول شوه.
د اټکل له مخی  هندوستان هر کال ۶۲ ملیونه ټنه کثافات تولیدوي. چی ددی لویه سلنه پلاستیک وی. د سووچ بهارت میشن د پاکوالی پروګرام تر نامه لاندی او د اضافی توکو د مدیریت لپاره د منظم سیسټم په رامینځته کولو ټینګار له وجی دغه هیواد د پلاستیکی محصولاتو په شمول د کثافاتو د کمښت شاهد و. لاهم  د پلاستیک کارونې پر وړاندې جدي مبارزی ته اړتیا ده ، په ځانګړي توګه د واحد استعمال پلاستيکي کڅوړې ، بوتلونه او پیالې ځکه چی زهرجن او ککړونکي مواد پدې پلاستیکی محصولاتو کې موجود دي او د انسان بدن ته ننوځي ، چې د سرطان په شمول د ګڼو سترو ناروغیو لامل کیږي.
چاپیریال هم د پلاستیک تولید ککړتیا څخه د ډکیدو په حال کی دی. یوځل کاریدونکی پلاسټیک د اقلیم بدلون لامل ګرځی. دا د خپل ژوند دورې په هره مرحله کې د ګرین هاوس ګازونو اخراج کې مرسته کوي له مدیریت څخه تر هغې پاکولو پورې او له هغه لارې چې دا د کارول شوی محصول په توګه اداره کیږي. د یو راپور په وینا ، پلاستیک به په ۲۰۵۰ م کال کی د ځمکې په کچه د کاربن فوټ پرنټ تر ۱۳ سلنې پورې مسؤل وي. په حقیقت کې د پلاستيک د ژوند څرخ څخه د ګرین هاوس ګازو اخراج د نړیوالې ټولنې هغه وړتیا له ګواښ سره مخ کوي چې د نړۍ د تودوخې درجه د ۱.۵ سانټی ګریډ څخه ټیټ وساتي.
سربیره پردې ، د غورځونی پلاستيکي محصولات لکه کڅوړې ، بوتلونه ،  قطۍ سیندونو او سمندرونو د اوبو په  تګ کی خنډ جوړوی چې د سیند یا سمندر د چاپیریال سیسټم کې د عدم توازن لامل کیږي. د دې خطر یواځی حل د پلاستيک کارونې پر وړاندې مخنیوي لپاره د اقدامات ترسره کول دي او دا هغه څه دي چې هند د مهاتما ګاندي د ۱۵۰ می کلیزې د لمانځلو پرمهال پری ټینګار کوی.
هندوستان نه یوازې په راتلونکو ۳ کلونو کې د یوځل استعمال شوي پلاستیک څخه د هیواد پاکولو لپاره ژمن دی  بلکه د ګاندهي د پاکوالی خوبونو ته یی هم هوډ کړی. د هیواد ۹۹ سلنه کلیو  په ازاده فضا کی خپل ځان له فراغت څخه پاک اعلان کړی دی. په تیرو ۶۰ میاشتو کې  په هندوستان کې ۱۱ کروړه تشنابونه جوړ شوي دي. د دې لپاره ، کریډیټ لومړي وزیر مودي ته ځي ځکه چې په ۲۰۱۴ کال کې د هغې د حکومت له پیل راهیسې د هغه حکومت کلیدي ماموریت پاکوالی رامینځته کړی. تشنابونه د هند ژمنه څرګندوي چې ځان د ناسازګارۍ څخه آزاد کړي کوم چې د خلکو روغتیا سره مستقیم اړیکه لري.
د یو راپور په وینا ، هر کال په هند کې له یو لکو څخه ډیر ماشومان د ناپاک شرایطو له امله مري. د نړۍ ترټولو پخوانۍ طبي ژورنال ، لانسیټ لیکلی چی   سوی تغذی او سیپټیک باکتریا د هغه اوبو له کبله پيخیږی چی د بشری یا د ځناورو فوضله موادو له کبله ناولی شوي وی او په هند کې دا وخت مربوط ناروغۍ له امله د مړینې مهم لاملونه بلل شوي.
د پاکوالي نشتوالی د ماشو د ځګیدو او د ملیریا او ډینګو ناروغی خوریدو سره مستقیم تړاو لري. د هند لومړي وزیر په پرله پسې ډول د پاکوالي په لور د چلند پر بدلون ټینګار کړی ترڅو هېواد د ناروغیو او مرګ له بار څخه خلاص کړي. د "نړیوال ګول کیپر" جایزه د بیل او میلندا ګیټس فاونډیشن لخوا ښاغلي مودی ته ورکړل شوې چې د روغتیا او د پاکوالی په لور د هندوستان ابتکار یی جوړکړی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت