هند له سعودي عربستان سره ښکیلتیاوې ډیروي

لیکنه: د ډاکټر محمد مدثر قمر

ژباړه: د پښتو څانګی

هند او سعودي عربستان له خپلو عنعنوي او دوستانه اړیکو څخه خوند اخلي. دواړه سټراټيژيکي ملګري دي او په بیلابیلو برخو کې ګډ کار کوي. د همدې دوستانه اړیکو په پس منظر کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوول سعودي عربستان ته دوه ورځنی سفر ترسره کړ. یاد سلاکار د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیده کاته وکړه او همدا راز یې له خپل سعودي سیال موساید بن ایبان سره هم خبرې وکړې.

د پاملرنې وړ ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ریاض ته تیره میاشت سفر کړی وو کله چې د امریکا متحده ایالاتو پر سفر روان وو ترڅو د ملګرو ملتونو امنیتی شوره په ۷۴ مه دوره غونډه کې ګډون وکړي. سعودي عربستان ته د خان سفر له دې امله مهم وګڼل شو چې د هند لخوا د ۳۷۰ مې مادې د منحلولو او د جمو او کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو پریکړې وروسته پاکستان له هند سره ډیپلوماټیکې اړیکې ترخې کړې.

که څه هم د ښاغلي ډوول د سفر موخه دا وه چې د سعودي عربستان مشرتابه ته د هند د ځایګي په اړه مالومات ورکړي او له هغو ستونزو څخه ورته یادونه وکړي چې هند ورسره د پولې آخوا ترهګرۍ له امله مخ دی. سعودي عرب پخپله هم له ترهګرۍ څخه زیانمن دی. په سپټمبر کې، د آرامکو تیلو د پروسس دوه زیرمې په آبقایق او خورایز کې د یمن د حوثي یاغیانو لخوا د ډرون الوتکو په وسیله په نښه کړی شوې وې. په سوریه او عراق کې میشتو د داعش اسلامپاله ډلو هم سعودي عرب د خپلو ترهګریزو موخو په سر کې راوستی دی.

دواړه هند او سعودي عرب په سویلي او غربي آسیا کې د ترهګریزو جګړو مخکښه مبارزین دي. ریاض په اسلامي نړۍ کې د تندروۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د اذهانو په بدلولو کې د مشرتابه رول لوبولی دی. له ترهګرۍ سره د هند د مبارزې ځایګی د سعودي مشرتابه لخوا ستایل شوی دی او دې ته یې زمینه برابره کړې چې دواړه د هند او سعودي استخباراتي ادارې له یو بل سره نږدې همکاري ولري ترڅو له تندروۍ او ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي. دغه امنیتي همکاري د لومړي وزیر مودي د حکومت پر مهال پیاوړتیا موندلې.

د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې هند ته د سعودي د ولیعهد بن سلمان د سفر پر مهال چې په نوي ډیلي کې کومه ګډه اعلامیه خپره شوه په هغې کې هم یادونه شوې وه چې اړتیا ده ترڅو د ترهګرۍ ځالې او آډانې له منځه یووړل شي او همدغه راز د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوونکې شبکې هم پرې کړی شي. په دې وروستیو کلونو کې په هند کې د ترسره شوی ترهګریزو بریدونو د غندلو په برخه کې را مخ ته شوی دی چې په هغو کې د جنورۍ په میاشت کې په پلواما کې ترسره شوی برید هم شامل وو چې په پایله کې یې ۴۰ تنه سرتیري وژل شوي وو، او تر دې د مخه د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ او سپټمبر میاشتو کې په پټان کوټ او یوري کې ترسره شوي ترهګریز بریدونه.

له پولواما برید او په غبرګون کې یې د هند لخوا د بالاکوټ بریدونو وروسته، سعودي عرب لاس په کار شو ترڅو په سویلي آسیا کې راولاړو شويو ستونزو کې په ډیپلوماتیکه توګه ځان ښکیل کړي. د کشمیر په اړه د هند د پریکړې اړوند د سعودي عربستان دریځ ارزښتمن دی. نوي ډيلۍ په رسمي توګه یادونه کړې چې د جمو او کشمیر موضوع د هند کورنۍ موضوع ده او د ۳۷۰ مې مادې د منحلولو پریکړه هم د هند د اقتصادي او سیاسي پرمختیا په بهیر کې د دغه ایالت ګډول دي.

د هند د امنیتی سلاکار د سفر دوهمه تر ټولو مهمه موضوع هم د روانې میاشتې په وروستیو کې د مالي چارو کاري ډلی (ایف اې ټي ایف) په راروانه غونډه کې د پاکستان په تور لسټ کې د شاملولو وړاندیز وو. په ۲۰۱۸ کال کې (ایف اې ټي ایف) پاکستان له دې امله په خړ لسټ کې شامل کړی وو چې له ترهګرۍ څخه دوامداره ملاتړ کوي. د (ایف اې ټي ایف) د آسیا پیسیفیک ګروپ د مالوماتو پر بنسټ، اسلام آباد باید د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو شبکو په برخه کې لا هم ډیر څه وکړي او شونې ده چې دوی به پاکستان په راتلونکې د (ایف اې ټي ایف) په غونډه کې په تور لسټ کې شامل کړي. د ترهګرۍ څخه د ملاتړ کوونکي هېواد په اړه د (ایف اې ټي ایف) له پریکړې څخه د سعودي عربستان ملاتړ کولی شي چې د هند او سعودي په اړیکو کې لا پیاوړتیا رامنځته کړي.



په تیرو څو کلونو کې د هند او سعودي عرب په دوه اړخیزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی او په ۲۰۱۶ کال کې ریاض ته د لومړي وزیر نریندر مودي سفر له هغه هېواد سره د سټراټیژیکي اړیکو په تګلاره کې نوی بنسټ کیښود. دواړه لوري دوه اړخیزو اړیکو ته حیاتي ارزښت ورکوي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې او همدا راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یې د امنیت د پیاوړتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت