د اقتصاد په ډګر کی هم د پوځ مهم رول ؟



لیکنه د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

نن سبا د پاکستان په سوداګریز او سیاسی کړیو کی یو بحث راپورته شوی چی د پاکستان پوځ په اقتصادی چارو کی له ضرورت څخه د ډیری علاقی ښودلو سره به دوی وکړای شی چی د پاکستان د موجوده برباد حالت د ښه کولو په لاره کی مثبت اقدامات وکړی. له نن څه موده وړاندی عمران خان یوه پرمختیائي شورا رامنځته کړه چی په هغه شورا کی د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوا ته هم د یو مهم غړی په توګه غړیتوب ورکړل شو. 

هغه وخت هم په سیاسی کړیو کی دا پوښتنه راپیدا شوی وه چی یواځی د اقتصادی پرمختګ لپاره جوړیدونکی کومی اداری کی د پوځ رول څه معنی لری. په هر حال د پاکستان چی کوم سیسټم پاتی شویدی په هغه کی خو د پوځ رول له لومړی ورځی څخه څرګند وو. پوځ د پاکستان تر ټولو قوی اداره ده چی د هیواد په بهرنۍ پالیسۍ او له امنیت سره مربوط په ټولو چارو کی یی خپل کنټرول ساتلی دی. د همدی لپاره که د نوموړی اداریز صلاحیت زیاتیږی نود تعجب وړ نده. خو پدی وروستیو کی تجارتی او سیاسی کړیو کی په زیاته پیمانه بحثونه راپورته شوی چی لوی درستیز جنرال باجوا پدی وروستیو کی د تجارتی کړیو لویو لویو مشرانو سره په شخصی ډول لیدنی کتنی کړی او له هغوی سره یی د اقتصاد د پیاوړتیا په هکله بحثونه تر سره کړی. د دی خبرو وضاحت هغو خلکو کړی چی له دی چارو سره پیژندګلوی لری. د دی سرچینو په وینا په روان کال کی تر اوسه دا ډول دری ځله ناستی شویدی .دا غونډی په کراچۍ کی د پوځ په دفترونو او راولپنډۍ کی واقع د پوځ په اعلی سر قوماندانی کی ترسره شویدی، باید په یاد ولرل شی چی کراچۍ د پاکستان اقتصادی مرکز دی. 

پدی وروستیو کی یوه غونډه داسی هم وشوه په کوم کی چی اقتصادی چارو سره اړه لرونکی دولتی چارواکو او د سوداګریزو کړنو سره مربوط مشرانو پکی ګډون وکړو . دا غونډه تیره چارشنبه یعنی د اکتوبر په ۲مه نیټه ترسره شوه. له دی څخه پس پنجشنبی یعنی د اکتوبر په ۳مه نیټه پوځ یوه خبر پاڼه خپره کړه په کوم کی چی وویل شول چی جنرال باجوا چاچی د دغی غونډی مشری کوله ، ویلی دی چی د ملی امنیت ستونزه د اقتصاد سره ژوره رابطه لری ، کله چی اقتصادی خوشالی راشی د امنیت اړتیاوی او اقتصادی ودی ترمنځ توازن جوړولو وسیله جوړیږی. د جنرال باجوا پدغه خبری کی وزن خو شتون لری، مګر سوال دلته پیدا کیږی چی ایا پاکستانی پوځ خارجی تګلاره جوړولو او امنیت سره مربوط په ستونزو ولکه ترلاسه کولو سره سره اوس اقتصادی ودی په لړ کی مهم رول د ترسره کولو تیاری کوی؟ عمران خان او د پاکستان پوځ تر منځ ښه روغه جوړه ده نو ایا دا سوچ به وکولی شی چی په راتلونکی کی به پوځ د اقتصاد ځواکمنولو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړی؟ دا عمران خان وو چی جنرال باجوا ئي په پرمختیائۍ شورا کی شامل کړی وو. پدی وروستیو کی جنرال باجوا لخوا په اقتصادی چارو کی علاقه د ښودلو خبره تر غوږو شوی. د پاکستان اقتصادی بحران اغیزه په دفاعی لږښتونو کی هم شوی. د ۲۰۲۰م کال په مالی بودیجه کی دفاعی لږښتونه د منجمد کولو وړاندیز شوی وو. یوی لسیزه څخه په زیاته موده کی دا لومړی ځل وو چی په پوځی لږښت کی کمۍ راوستل شو. په سوداګریز ډګرونو کی یوه لویه ډله پدی خبره اتفاق لری چی د پاکستان روان اقتصا دی وضعیت ته په کتو باید پوځ مخی ته راشی او پدی کی مهم رول تر سره کړی. د اقتصادی ډګرونو ماهرین عمران خان او دهغه ګوند ته ناتجربه کاره ډله وائي. 

د پوځ زیاتیدونکی سیاسی رول او طاقت په نظر کی نیولو سره دا شک هم څرګند کړای شوۍ چی په پاکستان کی جمهوریت او ملکی اداره ورځ په ورځ کمزوره کیږی. د اقتصاد یو پخوانی ماهر او د سیټی بانک یو پخوانی مشر یوسف نظر ویلی دی چی پوځ د امنیت سره په مربوط ستونزه سلطه تر لاسه کړی. مګر د اقتصاد په ډګر کی زیاتیدونکی علاقه کی یو ډول بغاوت دي چی جمهوریت ته به غټ نقصان ورسوی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت