د عمران خان ناکامه سیاسی تګلاره
لیکنه : د محمد خاور حسن
ژباړه : د پښتو څانګی
په ملګرو ملتونو کی د وینا پرمحال عمران خان هند ته د ایټمی برید ګواښ کړیدی. د کشمیریانو د احساساتی کولو هڅه يی وکړه او زیاته یی کړه ، کله چی له جمو کشمیر څخه بندیز لری شی نو د وینو ویالی به وبهیږی. خو نړیواله ټولنه د دی خبری منلو ته تیاره نده چی دا موضوع د پاکستان لپاره دومره اړینه وی. په همدی وجه د کشمیر په هکله هیڅ کوم هیواد د پاکستان ملاتړ ونه کړو. د عمران خان د حکومت د ناکامی ډیپلوماسۍ اندازه دا ده چی په ملګرو ملتونو کی د پاکستان دایمی استازۍ مدیحه لودهی ئي برطرفه او په ځای ئی منیر اکرم مقرر کړو.تر څو د پاکستان رول په نړیواله کچه ځواکمن شی لیکن هیڅ ګټه ئی هم ونکړه. عمران خان دی واقعیت منلو ته هیڅ تیار ندی چی په ملګرو ملتونو کی د څیرو بدلول دومره مهم ندی بلکه اولیت بدلول مهم دی. نړیوالی ټولنی ته به دا باور وړاندی کول وی چی اقتصادی پیاوړتیا به د نړۍ لپاره د خراب امنیت سبب نشی.
عمران خان اسانه لاره غوره کړی بس خلک په خبرو کی مصروف ساتل غواړی خو اصلی پوښتنه دا ده چی خلک به تر څو د ده په خبرو غولیږی. که د پاکستان اقتصاد همداسی مخ په ځوړند روان وی نو پاکستانیان به هرو مرو له عمران خان څخه تپوس کوی.
که ترهګر همداسی ازاد ګرځی نو نړیواله ټولنه به دا پوښتنه تری وکړی چی د اتومی جګړو اخطار ورکونکۍ د ترهګرو په ضد مبارزی لپاره ولی تیار ندی. په ګاونډیو هیوادونو کی د ترهګریزو بریدونو لپاره ولی پخپله خاوره کی ترهګرپالی. لڼډه دا چی د عمران خان علاقه د اساسی مسایلو په ختمولو کی هیڅ نده.
اوس داسی ګونګوسی روانه ده چی عمران پخپله کابینه کی بدلون راولی. آیا له دی سره به د پاکستان په حالاتو کی بدلون راشی؟ تر څو چی د دی اساسی پالیسی بدله شوی نه وی. عمران خان باید پدی فکر وکړی چی د نړۍ حالات بدل شوی. د نړیوالی ټولنی په مزاج کی تبدیلی راغلی . هغوی هیڅ یو داسی هیواد منل نه غواړی چی ترهګری د خپلی بهرنۍ پالیسی د برخی په توګه وګوری، ترڅو نړیوالی ټولنی ته د خطر سبب شی. د حیرانتیا خبره دا ده چی عمران خان له بنګله دیش څخه هم زده کړه نکوی چی یو وخت د پاکستان برخه وه. خو د بنګله دیش حکومت خپله ټوله پاملرنه د خلکو د خیرخیګینی لپاره اړولی او په چټکتیا سره د پرمختګ په لور روان دی.د اقتصاد په برخه کی ئی وضیعت تر پاکستان ډیر لوړ دی. خو برعکس پاکستان په اقتصادی ، ډيپلوماسۍ او بهرنۍ پالیسۍ کی هم ناکامه پاتی شویدی.
له عمران خان څخه د هغه د ګوند ملګری هم شکایت کوی .هغوی له دی پوهیدلو څخه عاجز دی چی د عمران د حکومت تګلاره څه ده. د پاکستان په تحریک انصاف ګوند کی زلفی بخاری ته هیڅ مقام ندی ورکړل شوی. نوموړی د پارلمان غړۍ هم ندۍ خو بیا هم د عمران خان ډیر نیږدی دی، او همدی قرابت نوموړی ته دومره امتیاز ورپه برخه کړی چی له عمران سره په بهرنیو سفرونو کی هم ملګری وی. د ونټ هاوس په غونډه کی هم ورسره وو. په حساسو کړنو کی د بخاری موجودیت د پاکستان د سیاسی او فکری طبقو لپاره د پوهیدو وړ نده. نو عمران څنګه کولی شی چی د خپل حکومت د جدی والی احساس دوی ته ورکړی. حالاتو ته په کتو د پاکستان پوځ په منظم ډول په اقتصادی چارو کی مداخله کول شروع کړی. داسی ښکاری چی له ننګونو څخه ډک راتلونکی د پاکستان لپاره په انتظار دی.
Comments
Post a Comment