هند له بنګلدیش سره خپلې بوختیاوې پیاوړې کوي

لیکنه: د کلول بټاچیرجي

ژباړه: د پښتو څانګی

هند ته د بنګله دیش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې سفر د دوه اړخیزو سیاسي او ډیپلوماټیکي دلایلو له امله د پام وړ دی. ددغه سفر په پیل کې په نړیوال اقتصادي فورم کې چې په نوي ډیلي کې تیره اونۍ ترسره شوی وو ، د هېواد مخ پر ودې پانګونې د شته فرصتونو د صلاحیت په توګه پلان شوی وو، خو بیا چې رسمي هوډلیکونه او ګډه اعلامیه خپره شوه نو څرګنده شوه چې دواړو هېوادونو د دغه سفر پر مهال د پام وړ تقویه ګامونه پورته کړي.

لومړي وزیر نریندر مودي د بنګله دیش لومړۍ وزیرې ته په خپله د ښه راغلاست په وینا کې وویل چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا او شراکت موخه د هند او بنګله دیش د هر وګړي له پرمختګ څخه ځان ډاډمن کول دي. په همدې موخه نوموړي په ډاګه کړه چې په تیر یو کال کې ډیلي او ډهاکه پخپلو کې ۹ پروژې په لار اچولي او د لومړۍ وزیرې حسینې د وروستي سفر پر مهال په دغه لسټ کې ۳ نورې پروژې هم ور زیاتی کړی شوې.

دواړو خواوو په لویه کچه د ایل پي جي ګازو، مسلکي زده کړو او د ډهاکې په راماکریشنا میشن کې د ویویکانند بهون رامنځته کولو هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل. له بنګله دیش نه هند ته د ایل پي جي رالیږدول په اصل کې د هند شمال شرقي ایالت د ایل پي جي ستونزې په هوارولو کې مرسته ده. بله هغه پروژه چې بنګله دیش سره به مرسته وکړي هغه د بنګله دیش او هند د مسلکي وړتیاوو د پراختیا انسټیټوټ دی چې د بنګله دیشي کاري قووو په برخه کې به مرستندوی ثابت شي.

دواړو خواوو همدا راز ۷ هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل چې په هغو کې ساحلي نظارت، د هندي کښتیو لخوا د چاټوګرام او مونګلا د بندرونو څخه ګټه اخیستل او د هند لخوا له فیني سیند څخه د ۱٫۸۲ کیوسیک اوبو راویستل هم شامل دي چې د تریپورا د سبرووم ښار د څښاک اوبو لپاره به ترې کار واخیستل شي. له دې سره به دغه سواحلي ښار ته په ثابت ډول د اوبو رسول ډاډمن کړی شي او هغه جنجالي ستونزه به هم حل شي چې په دې وروستیو میاشتو کې راولاړه شوې وه.

د ساحلي نظارت په اړه د توضیحاتو ورکولو پر مهال حکومتي سرچینو وویل چې له دې هوکړه لیک سره به هند په خودکاره توګه و توانیږي چې د دواړو هېوادونو لخوا د ګډ ساحل د ښه نظارت په موخه په هغه سیمه کې څارونکي رادارونه او آډانه ځای پر ځای کړي. د دغه ساحلي سیمې د غوره مدیریت او څار په موخه په پام کې ده چې شاوخوا شل څارونکې یونټونه به هلته ځای پر ځای کړی شي.

په ډبلیو اي ایف کې د خپل پریزنټیشن د وړاندې کولو پر مهال د بنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې هغه هېواد یو سیکولر نظام لرونکی هېواد وبله چې اوس مهال د روهنګیا د بیځایه شویو کډوالو له بحران سره مخ ده او ویې ویل چې دوی له یو میلیونو څخه د زیاتو روهنګیایانو کوربه دي چې د ۲۰۱۷ کال د آګست او سپټمبر له میاشتو راپدیخوا له میانمار څخه راکډه شوي. هغې په هند غږ وکړو چې د میانمار د راکهین ولایت د اوسیدونکو ژر تر ژره بیرته ستنیدلو کې خپل لا فعاله رول ثابت کړي. شاوخوا ۱٫۱ میلیونه روهنګیایان د چیټاګانګ تپې په مهاجر کمپونو کې ژوند کوي. هند ژمن دی چې د ۱۲۰ کروړه روپیو د خپلې کلنۍ مرستې پنځم دور مرستو لړۍ هم له روهنګیایانو سره د مرستې په پار ولیږي. هند په همدې وروستیو کې د روهنګیا په راکهین کې د بیا ځای پر ځای کیدلو کورونه جوړ کړې او اوس مهال په ګڼ شمیر نورو پروژو هم کار کوي چې په پایله کې به یې د روهنګیا اتباعو لپاره د بیا اوسیدلو زمینه برابره شي. شیخ حسینې د روهنګیا موضوع په تړاو د خپل حکومت د کړیو ژمنو د عملي کولو په برخه کې هم خپلې کړنې توضیح کړې ترڅو دې مسلې لپاره کومه سوله ییزه حل لاره وموندل شي. نوي ډیلي د میانمار د آراکانیز بودیستانو ټولنې د بې ځایه شویو لپاره د ۱۰ کروړه روپیو مرسته هم منظور کړې چې بنګله دیش یې کوربتوب کوي.

بنګله دیش طمع لري چې د روهینګیا د راتلونکې په اړه به د راروان آسیان غونډې پر مهال موضوع رابرسیره کړي. بنګله دیش همدا راز د آسام د روانې د اتباعو د ملي راجستریشن (این آر سي) موضوع هم راپورته کړې وه د کومې په هکله چې لومړي وزیر نریندر مودي ویلي وو چې د این آر سي موضوع لا په محکمه کې روانه موضوع ده چې لا تر دې مهاله بشپړه شوې نه ده. د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر شاهدالحق ویلي چې بنګله دیش به د این آر سي په تړاو وضعیت وڅاري او زیاته کړې یی وه چې دا د هند کورنۍ موضوع ده.

لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د ترهګرۍ او فساد په تړاو د صفر زغم په نوم د خپل حکومت ژمنې بیا تازه کړي دي او په سویلي آسیای هېوادونو یې غږ کړی چې د اکثریت او اقلیت موضوع دې له زهنه وباسي. که څه هم په دې سفر کې د ټیسټا اوبو هوکړه لیک په اړه هیڅ پرمختګ و نکړی شو چې بنګله دیش کې ډیره توده د بحث موضوع وه.

د دوه اړخیزو خبرو اترو په پای کې لومړۍ وزیرې شیخ حسینې لومړي وزیر نریندر مودي ته بلنه ورکړه ترڅو په ۲۰۲۰ کال کې ډهاکی ته د بنګابندهو شیخ مجیب الرحمن د زیږیدنې د ۱۰۰مې کلیزې په مراسمو کې د ګډون په موخه سفر وکړي. هند د لومړي وزیر د سفر دغه بلنه ومنله.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت