رافیل جنګی الوتکه د هند دهوائی ځواک په لیکو کی شامله شوه

لیکنه : د اوتم کمار بیسواس

ژباړه : د پښتو څانګی

د هند د دفاع چارو وزیر راج نات سینګ په فرانس کی د مریګ نیس په نظامی هوائی ډګر کی د ۳۶ ذروی استعداد لرونکی رافیل جنګی الوتکی په رسمی ډول د هند په هوائی ځواک کی شاملی کړی. د دی سره هندی هوائی ځواک په خپلو دوښمنانو د مقاومت او د ټکنالوژی بر لاسۍ ترلاسه کړو. په پوځی ډګر هر پرمختلی هیواد هڅه کوی چی په جګړه کی برۍ تر لاسه کړی.

په داسی وخت کی چی هند په پرله پسی توګه د خپل ګاونډی هیوا د مشرانو له خولی د اتومی وسلو د استعمال اخطارونه اوریدلی دی، آن تر دی چی د ملګرو ملتونو په عمومی اسامبلی کی هم دا خبره تکرار شوه. نو هند وپتیله چی ځبل ځواکونه لا پیاوړی کړی . په همدی لړ کی د هند په هوائي ځواک کی د رافیل جنګی الوتکو شامیلدلو سره د هیواد دفاعی استعداد نوره هم لوړتیا وموندله. دا د ذکر وړ خبره ده چی په ګرده نړی کی نوی پوځی ټکنالوژی د رابرسیره کیدلو او د هر هیواد د مخالیفینو پر ضد د عصری وسلو د تر لاسه کولو هڅی روانی دی. له دی سره د هند استراتیژی جوړونکو دا ضروری وبلله چی په هیواد کی پوځی وسلتونونه عصری وګرځول شی. په دی پس منظر کی اټومی استعداد لرونکی ګڼ رول اداکونکی جنګی الوتکو ترلاسه کولو ضرورت حس کړای شو .

د جنګی الوتکو د انتخاب په یوه جریان کی د هند هوائي ځواک ۶ بهرنۍ څلورم نسل جنګی الوتکی ازمیښت کړی .

د جنګی الوتکو د انتخاب په دوران کی د هند هوائی ځواک ۶۰۰ پیرا میټره معیار ایښودلۍ وو چی پکی ۵۹۰ پیرا میټره غوره وبلل شو. رافیل د یو منځنی ګڼ روله مقاومت کونکی جنګی الوتکه ده ، کومه چی به د هند هوائی برلاسی نوره هم زیاته کړی. په موجوده وخت کی د جنګی الوتکو د سوخوی ایس یو۳۰ ایم کی آئي، میګ ۲۹ ورسره د فرانس میراج ۲۰۰۰ او په هیواد کی د ایروناټک شرکت لخوا تولید شوی تیجس الوتکی د هیواد ساتنه کوی. رافیل جنګی الوتکه په مکمل ډول په عصری تخنیک سمباله الوتکه ده .کولۍ شی چی په هرډول جنګی وضعیت کی مقاومت کونکی عملیات تر سره کړی. همدا راز کولی شی چی د هر ډول بریدونو حتا د ذره وی وسلو د برید د مخنیوی هم وکړی،او په هوایی جګړه کی برلاسه اوسی . ماهرین دا احساس کوی چی رافیل هوائي الوتکه کولی شی چی د هوائی ځواکونو لپاره د جنګ په ډګر کی لوبه په بل مخ واړوی. باید وویل شی چی د هند هوائی ځواک دا استعداد لری چی دوښمن په ګونډو کړی یعنی هیڅ کله دوښمن نشی کولی چی د هند هوآئي ځواکونو ته ګواښ وړاندی کړی. د ګاونډی هیواد څخه د اخطار با وجود هند وایی چی په سوله یقین لری او د دی مقصد لپاره به د جنګ د مخنیوی پالیسۍ خوندی وساتل شی. د هند د دفاع وزیر ښاغلۍ راج ناتهـ سینګ د هند په هوآئي پوځ کی د رافیل جنګی الوتکو د شامیلولو په تقریب کی له وینا څخه د دغه دریځ ښه عکاسی شویده. نوموړی ویلی چی رافیل به د هند د هوائي ځواک مقاومت کونکی ظرفیت نور هم پاوړی کړی. دغه زیاتوالی د برید مقصدونو لپاره نه بلکه د جګړی د مخنیوی لپاره دی. په اصل کی پوځی پیاوړتیا مطلب له جنګ څخه ډډه کول دی، نه چی جنګ رامنځته کول. د پوځی ظرفیت لوړالی ځکه ضروری دی چی د دوښمن د حملی په مقابل کی خپله دفاع وکړای شی.

په هر ډول راتلونکی جګړو کی به د هوائی قواوو لوړ قدرت په یقینی ډول یو ستر رول ولوبوی. ډیره مهمه خبره داده چی د هر هیواد سیاسی مقصد د هوائۍ قدرت د استعمال له لاری تر لاسه کیدای شی. په تیره فروری میاشت کی دوترقیوترقی بالاکوټ په ترهګریز تربیتی مرکزونو باندی د هند د هوايي قواوو بریدونه د هوائي قدرت یوه څرګنده بیلګه ده. دا لازمه ده چی د هند هوائي قواوی لا نوری هم پیاوړی وګرځول شی ، تر څو د هندوستان دفاعی قدرت ظرفیت نور هم لوړ شی. د هند د حکو مت لخوا په ۳۶ میاشتو کی ۳۶ د رافیل جنګی الوتکو پیرودلو پریکړه ډیره لویه او مهمه لاسته راوړنه ده. د رافیل جنګی الوتکو شامیلیدل د هند په هوائی قواوو کی د هند عملیاتی ظرفیت لا نور هم زیات کړی دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت