جمو، کشمیر او لډاک لپاره یو نوی سباون
لیکنه: د ایم. کی. ټیکو
ژباړه: د پښتو څانګی
ویلی شو چې د جمو او کشمیر جامع ایالت تر پرونه پورې موږ د پام وړ تاریخي پیښو د تولید په نوم پیژنده. د سویلي جمو سیمې او کشمیر درې یو ځای کوونکې برخه پخپله د برتانوي حکومت او ډوګرا اصول لرونکي مهاراجا ګلاب سینګ د امریتسر د ۱۸۴۶ کال د تړون پایله ده. د لډاک فتح بیا د جنرال زوراور سینګ لخوا وشوه ، دغه هیمالیایي سوکې بیا د عمدتآ بودایي فضا لرلو له امله د ډوګرا پادشاهۍ یوه برخه او د کوچني تیبت په نوم وپیژندل شو. د جمو او کشمیر ایالت جفرافیه په دې ترتیب سره بدله کړی شوه او د ۲۰۱۹ کال د آکتوبر میاشتې په ۳۱ مه نیټه په درې جلا جلا برخو او دوه سیمو باندې وویشل شوې.
د لډاک ولسونو لپاره چې د یوه هېواد له وړوکې سیمې څخه د یو ایالت په برخې بدل شول، په اصل کې د دوی د تلپاتې دعاګانو د قبلیدو په مانا ده. د لاډاک ولسونو دغه غوښتنه د هیمالیا له لوړو څوکو څخه د جمو او کشمیر د اوسني ایالت له یوې برخې څخه د مرکز پورې تړلې سیمې باندې د بدلیدلو دا آرزو شاوخوا نیمه پیړۍ پخوانۍ ده. د ۱۹۷۰ مې کلیزې په پیل کې د بودایانو یو رهبر لاما لوبزنګ لومړی ځل غوښتنه کړې وه چې دوی دې د مرکزي حاکمیت تر واک لاندې مرکز پورې تړلې سیمې باندې بدل کړی شي.دا د ګڼ شمیر لډاکي ولسونو نظر وو چې د جمو او کشمیر پورې تړلو له امله یې واک د سرینګر په لاس کې دی او دوی دغه بدلون په سیمه کې د کم پرمختګ د مسلې یوه حل لاره بلله. په هغه وضعیت کې دوی ته د خپل کلتوري شناخت د اظهارولو په بشپړه توګه د اقتصادي واک لرلو اجازه نه وه. نو له همدې امله، دا د تعجب خبره نه ده چې له یوې وړوکې برخې څخه د مرکز پورې د دغه سیمې د تړلو خوشالي د لډاک ولسونو په عنعنوي مراسمو او جشنونو سره استقبال کړه.
بلی خوا بیا د جمو ولسونو د دې تاریخي پریکړې له امله خوشحالي څرګنده کړه چې جمو او کشمیر د مرکز پورې تړلې سیمې برخه شول. په اصل کې له ایالت سره د مدغمېدلو او مرکز پورې تړلې سیمې باندې د بدلیدلو غوښتنه د لومړي ځل لپاره په پنځوسمه لسیزه کې د جمو ولسونو لخوا شوې وه. چې وروسته بیا د پرجا پریشد ګوند لخوا د ایک نشان او ایک پردهان په نوم نعره هم د همدې موخې د عملي کیدو لپاره پورته شوې وه.
که څه هم، د یوې نوې مرکز پورې تړلې سیمې باندې د جمو او کشمیر د بدلولو په پریکړې د هغې سیمې د یوې ځانګړې طبقې خلکو خفګان ښودلی کوم چې د پریویلیج کلاس یا ممتاز ورکړل شوې طبقې په نوم پیژندل کیږي. د دوی شکایت په اصل کې د حقوقو څخه د محرومیت په تړاو وو. له دې وروسته به د کشمیر دره له پرمختیایي مرستو څخه برخمنه شي. په لوړه کچه چې کوم اداري فساد پکې ترسره شوی وو هغه به هم وڅیړل شي. تر ټولو مهم دا چې د بیلتون غوښتونکو عناصرو مخه به د سیمه ییز سیاسي ملاتړ له لارې ونیول شي. تر اوسه هم د تعصب مسلې سره په لویه کچه مبارزه کیږي. له پولې آخوا ترهګرۍ سره باید په قوي اراده مبارزه وشي په ځانګړې توګه د پولې پر سر ترهګري او تعصب چې په یو وخت کې عمل کوي تل یې د جمو او کشمیر ځوانانو ته زیان رسیدلی.
د پام وړ خبره خو دا ده چې د کورنیو چارو مملکتي وزیر امیت شاه یو وار بیا ټینګار کړی چې د مرکزي حکومت دروازې تل د جمو او کشمیر څخه بیا ایالت جوړولو لپاره پرانستې دي او کله چې هلته شرایط مناسب شي نو خپل پخواني وضعیت ته به وروګرځول شي. همدا ډول نوموړي ویلي، لکه څنګه بعضې خلک وایي، په کشمیر کې د بدلون راوستلو موخه له خپلواکۍ نه د هغې سیمې محرمول نه دي بلکې له بعضې امینتي او نورو اړوندو ستونزو سره د مبارزې په موخه دغه اقدام ترسره شوی دی.
د مرکزي حکومت له بعضې اقداماتو نه هم دا له وراییه څرګندیږي چې دوی دا کار یواځې د بعضې ستونزو، تبعیض او مذهبي ترهګرۍ د ډیر والي له امله ترسره کړی چې له پولې له آخوا څخه ترسره کیږي او کله چې هلته سوله او پرمختګ رامنځته شي نو مرکزي حکومت بیا هم لاره پرانستې پریښې چې که چیرته دوی وغواړي نو بیرته به د یو ریاست په بڼه و ګرځول شي.
دا باید ووایو چې پرون د جمو او کشمیر او لډاک سیمې د دوه ګونو مرکز پورې تړلو سیمو په توګه رسمآ شتون پیدا کړ. دا په داسې حال کې وو چې ټول هېواد د سردار ولب بهای پټیل د زوکړې د ۱۴۴ مې کلیزې مراسم لمانځل. هغه وسپنیز شخصیت چې شاوخوا اووه لسیزې پخوا یې یو خودمختاره هېواد هندوستان رامنځته کړی وو.
Comments
Post a Comment