د خالصتان د بیلتون غوښتونکو د بیا را پورته کولو لپاره د پاکستاني پوځ او آی ایس آی کرغیړنې هڅې

لیکنه: سراج مهدي نقوي

ژباړه: پښتو څانګه

په دې کې هیڅ شک نشته چې د سیک مذهبو لپاره د کرتار پور لار پرانیستنه د پاکستان له لوري یو مثبت ګام و خو کرتارپور ته د سیک زیارت کونکو له ورتګ مخکې چې په اسلام اباد او د پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې د سیک بیلتون غوښتونکو په ځانګړې توګه د جنرال بنډران پوسټرونه لیدل شوي دي دا پخپله د پاکستان د ناسم نیت ښکارندویي کوي.

باید ووایو چې د ګرو نانک د پیدایښت ځای کرتارپور د سیک مذهب والو لپاره خورا ځانګړې سپیڅلتیا لري چې دغلته د ورتلو لپاره اسانتیاوې برابرول هم له دوه لسیزو د زیاتې مودې خبره ده، څه موده وړاندې د هندوستان له پولې کرتارپور پورې د یوې لارې جوړونې اعلان پاکستان وکړ. دغه لاره اوس د ګرونانک د زیږون د ۵۵۰مې کلیزې په پار د هندي زایرونو د تلو لپاره پرانستې ده. خو لکه څرنګه چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د خالصتان د بیلتون غوښتونکو پوسټرونه ترسترګو کیږي نو له دې نه د پاکستان بد نیت هم له ورایه ښکاري. له دې نه دا شک هم پیدا کیږي چې پاکستان له خپل دې ګام نه د سیک بیلتون غوښتونکو د پاللو او هندوستان ته د زیان رسولو لپاره د پلان په توګه کار واخلي، په داسې حال کې چې پاکستان سیک زیارت کونکو ته د یوشمیر اسانتیاوو د برابرولو خبر هم ورکړی دی خو زیارت کونکو ته د پاسپورټ د نه اړتیا په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ټویټ بیا د هندوستان لخوا غندل شوی، دا ځکه چې دا یو اړخیزه پریکړه ده او په دې مسایلو کې باید هغه دوه اړخیز تړون په پام کې ونیول شي چې د هندوستان او پاکستان ترمینځ موجود دی. که پاکستان په رښتیا هم د کرتارپور لارې پرانستې برخه کې مخلص وي نو ځان دې د خالصتان د بیلتون غوښتونکو له لوبلو نه وساتي او له دې موقع نه دې د دواړو هیواونو د اړیکو د لا ښه کیدو په برخه کې کار واخلي، خو له بده مرغه پاکستان د خالصتاني بیلتون غوښتونکو د پوسټرونو په لګولو سره دا ثابتوي چې د داسې یو سم ګام د اخیستو په ترڅ کې هم په دغو سیمو کې د خپلو ریښو ځغولو لپاره هڅه کوي. اصلاٌ د پاکستان دغه شان کړنې له هندوستان سره د ښوو او نیکو اړیکو درلودل اود داسې اړیکو ټینګول له ستونزې سره مخ کوي. هندوستان په وار وار ویلي دي چې که پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي نو هندوستان حاضر دی چې ورسره د ښیې همکارۍ او ښه ګاونډيتو اړیکې ولري. ددې خبرې د سپیناوي ضرورت نشته چې د کرتارپور ګردواره د دنیا د ټولو سیکانو لپاره ډیره مهمه ده او پاکستان دغلته د یوې لارې د جوړولو په اعلانولو سره سیک زیارت کونکي خوشحاله کړي دي، هندي سیک زیارت کونکي هم له دې خبرې سخت خوشحاله دي، خو که له داسې یوه اقدام نه هدف له یو ګاونډي هیواد سره د بد نیت پالل او هندوستان ته زیان رسول وي نو بیا خو هندوستان مجبور دی چې په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي. پاکستان کې د خالصتان د بیلتون غوښتونکو پوسټرونه لګول په حقیقت کې د پاکستان یوه مکاري ده، پاکستان په دې توګه غواړي چې د هندوستاني بیلتون غوښتونکو ملاتړ وکړي، له پاکستان په ځانګړې توګه د پاکستان له استخباراتو سره د خالصتاني بیلتون غوښتونکو اړیکې کومه پټه خبره نه ده، خو سره له دې چې پاکستان دغو ترهګرو نه له ملاتړ سربیره کومه ګټه ترلاسه نه کړه نو اوس یې د دغې لارې په پرانیستو سره یو ځل بیا د خپلې دغې مثبتې پریکړې تر شا داسې هڅې پیل کړي چې غواړي له دې موقع نه ناسمه ګټه پورته کړي. هندوستان په دې خبره تر ټولو ښه پوهیږي چې د کرتارپور لاره چیرته چې ګرونانک زیږدلی دی سیک زیارت کونکو ته د ورتګ یوه اسانه او ښه لاره ده، خو که پاکستان دغه لاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي نو هندوستان به هم په دې اړه خپله پریکړه وکړي. دا خبره باید بیا یاده کړو چې تر څو چې ترهګرۍ په بشپړه توګه نه وي ختمه شوې د داوړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو ښه کیدل هم امکان نه لري له دې سره پاکستان کې د خالصتاني ترهګرو د پوسټرونو لګول ددې خبرې ثبوت دی چې پاکستان له هندوستان سره د اړیکو په جوړونه کې له فکره کار نه اخلي او د کرتارپور لارې پرانیستو غوندې ناسیاسي معاملې نه د خپلو سیاسي لوبو لپاره کار اخلي

Comments