د کرتارپور ارزښت

لیکنه: د نوتیج سرنا

ژباړه: د پښتو څانګه

هره ورځ، د سیکانو ټولنه خپلو مقدسو زیارتګاوو ته د آزادانه لاسرسۍ غوښتنه کوي چې له پارټیشن یا ویش وروسته د هند له ولکې بیرون دي. د هغو زیارتونو له ډلې یو هم د کرتار پور صیب مقدس زیارت دی. چې د راوي سیند په اوږدو کې جوړ شوې چیرته چې ګورو نانک صیب د خپل ژوند وروستي اتلس کلونه تیر کړي وو او همالته یی لدی فانی نړۍ څخه رهلت کړی وو. دغه زیارت یواځې څلور کیلومتره له نړیوالې پولې لرې پروت دی او له هند نه له ورایه لیدل کیږي. د دغه دهلیز پرانستل به هره ورځ په زرګونو زیارت کوونکو ته د زیارت کولو زمینه برابره کړي. او په میلیونونو دغه زایرینو ته به عاطفي او روحانی ارامتیا ور په برخه کړي.

لومړي وزیر نریندر مودي د کرتارپور صیب دهلیز اړوند پوسته د هند پر لور د ګورداسپور په ډیرا بابا صیب نانک کې پرانستله. لومړي وزیر وویل چې له دې وروسته د کرتارپور صیب زیارت کوونکو ته آسانتیا برابره شوه. پخوانی لومړی وزیر من موهن سینګ، مملکتي وزیره هرسمرټ کاور بادل او هردیپ سنګ پوري په شمول د لوړ پوړی سیاسی مشران د دربار صیب د زیارت کوونکو په لومړۍ ډله کې شامل وو.

د ګورونانک صیب ۵۵۰ مه زیږدیز کلیزه د هغه د بنسټیز پیغام د تآمل، بیا کشف او بیا کتلو شیبه ده. د پیغام ډیر مهم اړخونه په کرتار پور کې د ګورو نانک صیب له ژوند څخه راوتلي چیرته چې هغه د دوه لسیزو دوامداره سفرونو وروسته په داسې حال کې میشت شو چې هغه د حق او رښتیني ژوند ، د ولسونو ترمنځ د شفقت، مساواتو،پیدایښت او عبادت پیغام خپور کړ. هغه د ټولو عقیدې لرونکو اشخاصو سره په پراخه کچه خبرې وکړې او له ناپوهۍ او تیارو څخه یې لرې کړل.

په کرتارپور کې بابا ګرونانک خپل معنوي پیغام ته عملي بڼه ورکړه. هغه هلته د یو عام وګړی په توګه اوسیده او بزګري یې کوله. د هغه په شاوخوا کې ټولنې په چټکۍ سره د هغه پیروي وکړه، که هندوان وو او که مسلمانان، مالداران او که غریب، درویشان که سوداګر ټولو هغه د خپل لارښود په توګه ومنلو. د هغه د پیغام اصلي موخه د نړۍ تایید وو چې د الهي پیغام په غبرګون کې رامنځته شوی. د هغه لاره په دې حقیقت کې اوسیدل وو ترڅو له ناپاکیو نه پاک وي او له هرې لارې به یې د خلکو دردونه او ستونزې لرې کول. خالصه تقوا یې لرله او په آیین کې بیان شوي نفسي نفاق ته به یې په سطحې سترګه لیدل. هغه خپل دا پیغام د ټولنې لپاره په ساده ټکو کې ځای پر ځای کړی وو چې: کرت کرو یانی کاروکړئ، نام جپو یانی د خالق عبادت وکړۍ او ونډ چهکو یانې د خپلی ترلاسه شوی حلالی ګټی څخه د نادارو مرسته وکړۍ.

په کرتار پور کې د گورو نانک صیب وخت پورې تړلي څو مهم روایتونه موندل کیدلی شي . په دوی کې د درمسال ، سنګت او پنګت مفهومونه شامل دي. درمسال د عبادت ځای دی چیرې چې ټولنه د خالق په ستاینه کې د ګورو نانک آیتونو اوریدلو لپاره راټولیدل . دا حمدونه د خدای حکمت ګڼل کیږي چې د گورو د ادارې له لارې ترلاسه شوي دي. درمسال چې وروسته د ګوردواری په نامه یاد شو، کورنیو ته مذهب پلو د راسنیدو یو مهم استعار و ، چې د کاهني ټولګیو له شخصي غرضونو لرې وو.

هغه ټولنه چې د مذهبی کلام یا د کیرتن اوریدو لپاره راټول شوې وه د سنګت په نامه وپیژندل شوه. سنگت یو ټولنیز فعالیت هم ترسره کړ چی د یووالي یا ورورولي پیدا کولو سره مربوط وو. سنګت د مساواتو او ورورولۍ پراساس د عمل ترسره کولو یوه ټولنه وه او د لوړو او ټیټو لپاره د برابرۍ یو ډګر یا د یوووالي ټولنځای شو، چې غړي یې د ذات یانی قوم او قبیلی په پام کې له نیولو پرته سره یوځای کړل. د گورو نانک صیب پیغام ورته د پنګت یا د لاین دود له مخې رامینځته شوی چې پکې بډایه او غریب د ذات یا ټولنیز دریځ یا درجې په پام کې نیولو پرته د لنګر یا ټولنې له پخلنځی څخه خواړه خوري. لنګر د خدمت یا رضاکارانه خدمت روحیه هم لري. سیکهـ ټولنه نن ورځ په ټوله نړۍ کې پیژندل کیږي.

د کرتارپور د دهلیز پرانیستل موږ ته زرین فرصت برابروي چې د انسانی مساواتو ، انساني همدردۍ او د خدای لخوا د یووالي اړینو پیغامونو ته ځان ورسوو.

Comments