د کرتارپور صاحب د دهلیز پرانیستنه 

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

د تیر نوامبر ۹ نیټه د د ی لپاره ډیره لویه او مبارکه ورځ وه چی په دی ورځ د کرتارپور دهلیز پرانیستل شو.دا مبارکه فریضه په داسی وخت کی تر سره شوه کله چی د سیکهـ مذهب بانی بابا ګورو نانک صاحب د میلاد مبارک ۵۵۰مه کلیزه نن په ډير جوش او ولولو لمانځل کیږی. په ځانګړی ډول هم ګڼ خلک په دغه مبارکه ورځ د ګورو بابا نانک دا جشن لمانځی. د هند او پاکستان د سیمی ممتاز شاعر علامه اقبال پخپل یو نظم کی د هندوستانی ماشومانو په ملی سندره کی د هندوستان د عظمت په یوه سندره کی دا شعر لولی .

چشتی نی جس زمین پر پیغام حق سُنایا

نانک نی جِس چمن مي وحدت کا ګیت ګایا.

مطلب دا چی:

چشتی چی په کومه خاوره د حق د پیغام نعره وکړه

په هغه ځمکه بابا نانک د الهی وحدت پیغام خپور کړ.

دا د همدغه حضرت بابا نانک صاحب په هکله وائی. د هندوستان له ویش څخه وروسته کله چی هند او پاکستان دوه خپلواک هیوادونو په توګه رامنځته شول نه یوازی د خاوری ویش وشو بلکه مختلف عبادتځایونه او سپیڅلی مقدس زیارتونه هم وویشلی شول. پدی کی د کرتار پور صاحب هغه تاریخی ګورودواره (دربار صیب) هم شامل دی چی د پاکستان پنجاب ایالت کی شتون لری مګر د دی څخه په لږه فاصله ډیره بابا نانک په نامه سیمه پرته ده چی د هندوستان په خاوره د پنجاب ایالت په ضلع ګورداس پور کی شتون لری.

د نومبر په ۹مه نیټه د هند لومړی وزیر نریندر مودی د دغه دهلیز پرانیستنه وکړه، او همدا راز د پاکستان له لوری د نوموړی هیواد لومړی وزیر عمران خان دا دهلیز پرانیستلو. د نومبر په ۹مه نیټه د هند لومړی وزیر نریندر مودی ۶۰۰ سیکهـ زائرین د همدی دهلیز له لاری د ګورودواره دربار صاحب ډیره بابا نانک د زیارت په موخه د روانیدو مراسم تر سره کړل. د دغه دهلیز له لاری هندی زایرین به وکولی شی چی پرته له ویزی د دربار صاحب دیدار وکړی. پدی محال لومړی وزیر نریندر مودی د پاکستان د لومړی وزیر مننه وکړه چی هغه د هندوستان او د دی د خلکو په جذباتو ځان پوه کړو او بی له ویزی ئی کرتار پور صاحب ګورودواری ته د تګ راتګ اسانتیاوو لپاره لاره هواره کړه . نوموړی د پاکستان د هغه مرکزونو ستاینه هم وکړه چا چی پدی هکله زیار ګاللی او په دومره کمه موده کی ئي د دهلیز د جوړیدو چاری تر سره کړی. لومړی وزیر په دی محال د برلین دیوال د ړنګیدو ذکر هم وکړو چی اتفاقاً هغه هم د نوامبر میاشتی ۹مه نیټه وه ، کله چی د برلین دیوال ړنګ کړای شو او د المان دوه برخی پخپلو کی بیا یو ځای شوی وی. مونږ په دی وخت کی دا هیله خو کولی شو چی د هندوستان او پاکستان ترمنځ د پولی دیوال ړنګ شی او دواړه هیوادونه یو ځای شی. خو دا هیله کول بی ځایه ده چی دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی به ځواکمنی شی. کله چی لومړی وزیر د برلین دیوال د ړنګیدو ذکر وکړو، په اصل کی دا د هند او پاکستان د کروړونو سوله خوښونکو د زړه ارمان ووچی له یوی مودی راهیسی په دی تمه دی. چی ایا ورځ به داسی راشی چی د تاو تریخوالی دا ماحول له منځه لاړ شی، د سولی فضا واکمنه شی او په پوله د اوربند د سرغړونی سلسله پای ته ورسیږی. د ترهګرو د راننوتلو او د ترهګرئ ماحول پای ته ورسیږی او ښه ګاونډی روابط وده ومومی. د بابا ګورو نانک دیو جی د مولود شریف جشن او د کرتار پور دهلیز د پرانیستی په محال سوله خوښونکی اولسونه خواهیش لری چی فضا پاکه شی او د ښو اړیکو په افق د امیدونو ستوری روښانه شی.

له بده مرغه پدی چی د هند او پاکستان ترمنځ اکثره تاو تریخوالی روان وی او په پوله ډزی روانی وی او پولی خواته اوسیدونکی عام خلک د دی ښکار جوړیږی. که چیری دا سلسله پای ته ورسیږی نو دا به ډیره ښه وی. لږ تر لږه دواړه هیوادونه دومره خو کولی شی چی د اوربند تړون ته درناوی وکړی او د سولی او د ورورولی فضا منځ ته راولی .۲۰۰۳م میلادی کال کی هم دغه راز تړون شوی وو د کوم له کبله کابو یوی لسیزی پوری په پوله سوله وه او دغلته اوسیدونکو خلکو په آرامه ژوند تیروه .لومړی وزیر نریندر مودی د کرتار پور صاحب دهلیز د پرانیستلو پر محال دا پیغام د ورکولو هڅه وکړه. نوموړی خو هغه وخت هم د دغی جذبی څرګندونه کړی وه کله چی افغانستان څخه بیرته په راتلو ناڅاپی له لاهور څخه ئي لیدنه وکړه او د هغو وختونو لومړی وزیر نواز شریف سره ئی نه یوازی لیدنه وکړه بلکه د هغه کور ته په تلو دهغی د لمسۍ په واده کی ئی ګډون هم وکړ. خو له بده مرغه چی یوازی یوه اونی وروسته د پټان کوټ په هوائی اډی د جیش محمد ترهګرو برید وکړ.

Comments