د هند او امریکا د دری ګونو خدمتونو تمرینونه ۲۰۱۹
لیکنه: د ډاکټر ستوتی بینرجی
ژباړه: د پښتو څانګی
د ښاغلی مودي د دوهمی دوری حکومت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه د امریکی سره د "نړیوالې ستراتیژیکې ملګرتیا" رامینځته کول دي چې په وروستیو کلونو کې د هند اقتصادي بدلون کې د یو لازمي شریک په توګه رامینځته شوی او په نړیواله کچه د ستر رول لوبولو هیله تری کیږی. دفاعي ملګرتیا د دوه اړخیزو اړیکو کلیدي ستنه ده. په وروستیو کلونو کې ، د دوه اړخیزو اړیکو دغه اړخ غوړیدلی.
هند او متحده ایالات د لومړي ځل لپاره د بشري مرستې او د طبیعي پیښو څخه د خلاصون لومړۍ تمرینات چی ټایګر ټریمف نومیږی د اندر پردیش په ساحل کې د نومبر له ۱۳ تر ۲۱ می نیټی پورې په لاره اچوي. د متحده ایالاتو سمندري قول اردو او د ځانګړي ځواکونو د څار ټیم ، د هند بحري ځواک اوږد واټن سمندري او د سمندرلاندی جنګ ضد الوتکې ، په شمول ، نور هم د ټاګر ټریمف تمرین کې برخه اخلي. د دی تمرینونو لنګر ځای به په لومړی پړاو کی له ۱۳ می تر ۱۶ وشاخاپتنم کی وی او په دوم پړاو کی به د نومبر له ۱۷ می تر ۲۱ په کاکیناډا کی وی. شاوخواه ۴۰۰ سرتیري ، په شمول د هند د اردو د لارښونی ، طبي او مخابراتي وسلې به په دې تمرین کې برخه واخلي. روسیه یوازینی هیواد دی چې ورسره هندوستان په تیرو وختونو کې تمرین کړی و.
د درې اړخیزو خدماتو تمرین د ۲۰۱۸ کال سپټمبر په میاشت کې د هند او متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع وزیرانو ترمنځ د "۲ + ۲" د خبرو اترو په جریان کې تر بحث لاندې ونیول شو ، چیرې چې به د دوی پوځ تر پوځ اړیکی په چتکی سره وده وکړی نو دواړو لورو ژمنه وکړه چی د نوي ، درې اړخيزو خدماتو تمریناتو رامنځته کولو او د دواړو پوځونو او دفاعي سازمانونو تر منځ د پرسونلو د تبادلې ډیروالي لپاره به کار وکړی. "دغه تمرین په ټیکساس کې د" هوډي مودي "په غونډه کې د لومړي وزیر مودي امریکا ته د سفر پرمهال د ولسمشر ټرمپ له لوری د ۲۰۱۹ کال سپټمبر میاشت کی اعلان شو.
دواړه هېوادونه د هند - ارام سمندر سیمه کې د ثبات په اړه ورته نظرونه لري او د سیاسي ارادې مخ په زیاتیدونکي همغږي شتون لري چې دواړو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې دوه بین العملیاتی تړونونه، د لوژستیک تبادلې تړون، د مخابراتو او امنیت سازګاری تړون لاسلیک کړي . دوی اوس د جیولوژی نقشو ته د ګډ لاسرسی لپاره د دریم ورته تړون ، د اساسی تبادلې او همکارۍ تړون د بحث په مرحله کې دی. هند او متحده ایالات په یو کال کې د یو بل خدماتو سره له ۵۰ ډیر د همکارۍ کړنی ترسره کوي. هندوستان او متحده ایالات هرکال څو جنګي تمرینونه ترسره کوي ، چې له ترټولو لوی سمندري ملابار کی د دریم ګډون کونکي جاپان سره د ترهګرۍ ضد وجر پرهار او یود ابیاس په نامه تمرینونه د دوی د پوځونو ترمنځ ترسره کیږی.
په ګډه ، دا تمرینونه د دواړو هیوادونو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د جنګي سناریو یوه برخه وګرځی او د بل عملیاتي جوړښت درک کړي. د هند او متحده ایالاتو اوسني تمرین هند ته اجازه ورکوي چې د جګړې په شرایطو کې په ګډو عملیاتو کې د متحده ایالاتو ځواکونو تجربه ترلاسه کړي. دا به د راتلونکو عملیاتو لپاره د دواړو ځواکونو ګډ چمتووالی هم لوړ کړي. ګډ تمرین مهم دی ځکه چې دا هند او متحده ایالاتو ته اجازه ورکوي چې خپلې دفاعي اړیکې ژورې کړي.
هندوستان اړتیا لري چې خپل دفاعي وړتیاوې په ګړندۍ توګه لوړه کړي ترڅو د دواړو ځمکني سرحدونو او سمندري چاپیریال ګواښونو سره مقابله وکړي. د دې لپاره دا وروستي ټیکنالوژي او تجهیزاتو ته اړتیا لري. هندوستان د میک ان انډیا پروګرام ترنامه لاندې د دفاعي تولیداتو د پام وړ پروګرام پیل کړی دی. په هرصورت ، د امریکا سره ملګرتیا ، د دفاع څیړنی او پرمختګ کې ترټولو مخکښ هیواد ته ښه راغلاست وایو. د متحده ایالاتو لپاره ، هند د هند او آرام سمندر کې راپورته کیدونکو ننګونو سره د مقابلی ځواکمن شریک دی. د هند دفاعی بازار یو بل پام راښکونکی بازار دی.
متحده ایالات له هند سره خپلې اړیکې د دفاعي ملګرتیا ، ظرفیت برنامې او د وسله والو ځواکونو بین ال عملیاتی وړتیا ته په کتنې سره کوي. دواړه هېوادونه د۲۰۱۲. کال د هند او متحده ایالاتو دفاعي ټیکنالوژۍ او سوداګرۍ ابتکار ته بیا کتنې په پروسه کې دي ترڅو د صادراتو اختیارونو د موندلو لپاره په دریم ګړی هیوادونو کې پیل او صادراتو ته وده ورکړی. دا به د صنعت تعاملاتو او نور صنعت ته اجازه ورکړي ترڅو څیړنی او پرمختګ ته وده وکړي شی . اوس تمرکز په ۲۰۱۸ کال کې د ۲ +۲ وزیرانو غونډې له پیل راهیسې د دفاعي ، امنیت ، او بهرنۍ پالیسۍ برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګونو بیاکتنې ته دی.
Comments
Post a Comment