له افغانستان نه ترلاسه شوي اندیښمن خبرونه
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګی
دا عجبه د بد بختۍ خبره ده چې له جنګ ځپلي او کړیدلي هیواد افغانستان نه تل د اندیښنې وړ خبرونه تر لاسه کیږي. که څه هم په افغانستان کې اوس له اساسي قانون سره سم یو ټاکل شوی حکومت شتون لري او هغه کار هم کوي خو دا نه شو ویلی چې دغه حکومت په بشپړه توګه حاکمیت لري او پرته له بعضې خنډونو او ګډوډیو څخه په ټولیزه توګه هر څه سم دي. په تیرو څلورو لسیزو کې افغانستان د سولې او پخلاینې له راتلو څخه په بشپړه توګه خلاص وو. کله د غیر ملکي پوځونو له راتلو سره پکې ناخوالې او مزاحمتونه را پیدا شوي، کله د کورنیو جګړو له امله، کله د واک پر سر شخړو له لاسه او کله هم بیا د طالبانو سرسختی او پخپله جوړ کړی شوی شرعي نفاذ. مګر په دې ټولو کې یو شی مشترک تر سترګو کیږي، د قتل او وژنو او غارت چاپیریال. د دې وخت وضعیت څه داسې دی چې ولسمشریزې ټاکنې خو ترسره شوي او دا مرحله د سپټمبر په هماغه وروستیو کې ترسره شوې وه مګر تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي. نو له همدې امله د نوي حکومت تشکیل هم لا نه دی شوی. تر دې بده خو لا دا چې داسې آوریدل کیږي چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې به لا نور وخت هم تیر شي او دا ځکه چې په تیره ناسته کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون ویلي دي چې هغوئ به د ۸۰۰ ټاکنیزو مرکزونو رایې یو وار بیا وشماري. د کمیسون په اند چې د ټاکنیزو ضوابطو د بشپړتیا په پړاو کې بعضې درغلیانې ترسره شوي دي. بلی خوا د اوسني ولسمشر غني اصلي سیال او ځانګړي ولسمشریز نوماند عبدالله عبدالله د بیا شمیرنې پلوي نه دی. د هغه پر وینا چې اشرف غنی او د هغه ټاکنیزه ډله غواړي چې شاوخوا ۳۰۰ زره اضافه رایې هم پخپلو رایو کې یوځای کړي چې د دې دا مانا شوه چې اشرف غني غواړي ترڅو د ټولو کارول شویو رایو شاوخوا یو په درې برخه رایې پخپله خوا زیاتې کړي. هغه د ټاکنو کمیسون ته ویلي چې له دې کار نه دې لاس په سر شي او که چیرې دوی بیا هم دغه بیا شمیرنه پیل کړه او په دې بهیر کې زموږ څارونکي هلته موجود نه وو نو موږ به هغه و نه منو. نوموړي دا خبرې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال کړي، هغه په ولسمشر اشرف غني باندې د جعل کارۍ تور هم لګوي خو اشرف غني بیا دغه تورونه ردوي. بلی خوا بیا د ډاکټر غني پلویان وایي چې په اصل کې عبدالله عبدالله ویریدلی ښکاري او دا ځکه چې نوموړی پوهیږي چې هغه بایلونکی دی. له همدې امله هغه د رایو د بیا شمیرلو سخت مخالف دی. سیاسي شنونکي له دې خبرې ویره لري چې شونې ده چې د دواړو لورو په دې کشمکش کې دې ګډوډي رامنځته شي. په یاد دې وي چې پخپله د ټاکنو د ترسره کولو په بهیر کې هم بعضې خنډونه اچول شوي وو. تر ټولو غټ خنډ خو طالبانو رامنځته کولو. د دوی بریدونه د ټاکنو په ټول بهیر کې روانې وې او په ټاکنیزو غونډو هم بریدونه کیدل. آن تر دې چې په بعضو ولسمشریزو نوماندانو هم بریدونه ترسره شول چې په بعضو بریدونو کې خو نوماندان په خوارۍ روغ پاتې شول او بعضې ژور ټپیان هم شول. د ټاکنو کمیسون بعضې کارکوونکو له نوم اخیستلو پرته وویل چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په نیټه کې ممکن نور تاخیر هم رامنځته شي کوم چې د روانې اونۍ په وروستیو کې اعلان کیدلې. په افغانستان کې هڅې هم وضعیت ډیر خراب دی او دا ځکه چې طالبان د سولې په تړاو له حکومت سره د خبرو اترو هر وړاندیز او هڅې نه منی. هغوی نه یواځې دا چې انکار کوي بلکه په مسلسله توګه یې خپلو بریدونو ته هم دوام ورکړی چې په پایله کې یې نه یواځې دا چې امنیتي ځواکونه او د پولیسو منصوبین په نښه کیږي بلکې د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمیر ملکیان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي. تر دې مهاله د خبرو اترو ټولې هڅې ناکامه شوي دي. د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو سلسله پیل شوه او بعضې ډلو هیله درلوده چې په افغانستان کې به د سولې فضا ته لاره هواره شي. خبرې اترې تر دې پړاوه هم ورسیدلې چې طمع کیدله چې یوې هوکړې ته به سره ورسیږي مګر په وروستي پړاو کې هغه ټوله پروسه منسوخه شوه. اوس داسې آوریدل کیږي چې د چین لخوا هم یوه هڅه روانه ده چې د سولې راوستلو په موخه هغوئ داسې خبرو اترو ته زمینه برابره کړي چې د طالبانو او فغان حکومت استاذي هم پکې ګډون وکولی شي. اوس نو چې دا هڅې څومره بریالۍ کیږي، پدې هکله یواځې قیاس کولی شو. که چیرې په داسې وخت کې پخپله پر جمهوریت باور لرونکي او پخپله په حکومت کې ګډې کړۍ هم پخپل منځ کې سره جوړ را نه شي نو له دې نه ستره د بد بختۍ خبره به څه وي؟
Comments
Post a Comment