پاکستان له دوه لارو سره مخ دی
لیکنه: رام نریش پرساد ګپتا
ژباړه: د پښتو څانګه
په پاکستان کې د بنیاد پرستو د مشر په شکل مولانا فضل الرحمن د پاکستان په لازمینه اسلام اباد کې په ډیره کبر او غرور سره اسلام اباد محاصره کړی وو، خو نوموړي پاتې راغی. اوس دده ملاتړي په دې فکر کې دي چې دا بهیر په هغه شکل پای ومومي چې د مولانا د ګوند عزت پکې خوندي وساتل شي. د پاملرنې وړ ده چې د عمران خان حکومت د له منځه وړلو په موخه پیل شوی دا خوځښت سره نه د ملسم لیګ نواز او نه د پاکستان د پیوپل ګوند ملاتړ ترلاسه شو، په داسې حال کې چې د نجم سیټهي په وینا چې خلکو دا هیله درلوده چې د مولانا له کړنو سره دغو دو ګوندونو ته ګټه ترلاسه شي
له بلې خوا څه موده وړاندې عمران خان د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته یو سفر وکړ او خلکو ته یې بې مفهومه خبرې کړې وې، اوس داسې ښکاري چې په دې کې اوس یو نوی لوری رامنځته کیدونکی دی یا رامنځته شوی دی. په تیر اګست میاشت کې په پراخه اندازه داسې فکر کیدلو چې عمران خان د هیواد اقتصادي ودې د کمزورالي، بحران نه د خلکو د پام اړولو په موخه د کشمیر خبرې کوي. خو په حقیقت کې اوس دا خبره هم رامنځته شوې چې د هیواد له حقیقي مشرانو یعنې پوځي حکمرانانو یا جنرالانو سره د عمران خان په اړیکو کې څه نا څه تاوتریخوالی راغلی دی، او د نوموړي خیال دادی چې د کشمیر موضوع رابرسیره کول د پوځ لپاره ګټور ثابت کیدای شي. د پام وړ ده چې دا هماغه عمران خان دی څوک چې د پوځ لومړنی انتخاب تصور کیدو او ورسره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو هم د خوښې وړ وو. خو د پاکستان په سیاست کې به د پوځ راتلونکی ګام څه وي، ددې اوس مهال په یقیني ډول هیڅ هم نشي ویل کیدای او انګیزې روانې دي. د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ددې میاشتې په وروستیو کې برترفه کیږي او د نومبر له دیرشمې نیټې څخه وروسته د نوموړي حیثیت څه وي، دا خبره د پردې ترشا ده. ځینې داسې فکر کوي چې د عمران خان حکومت د نوموړي دنده د درې کالو لپاره وغځیږي، خو له بلې خوا حکومتي ګزیټ کې تراوسه نه ده نشر شوې او دا خبره هم د اندیښنې وړ کرځیدلې ده. له دې کبله، عام فکر دادی چې چې عینا د هماغه بې اعتمادی له وجې په پاکستان کې دواړه مخالف ګوندونه د مولانا لوی لاریون په اړه هیڅ کوم موقف نه دی اختیار کړی ځکه چې دوی دا فکر کوي چې د ناکامی په صورت کې کیدای شي له سیاسي تاوان سره مخ شي.
د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف په هکله چې د عمران خان حکومت کومه رویه اختیار کړې ده چې په یاده موضوع کې په ظاهري شکل د پوځ مداخله نه تر سترګو کیږي، کچیرې د نواز شریف د بیماری له وجې د هغه صحت ته زیان رسیږي نو عمران خان او د هغه ګوند غالبا له تاوان سره به مخ شي، بلکې، پوځ به په دې کې ګټه ومومي او په مستقیمه توګه عمران خان ددې مسوول ګڼلی شي
په داسې حال کې چې، ډیر څه د پوځ په روې تکیه لري، که څه هم پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي او هلته به څه حالت رامنځته کیږي ددې په اړه د انګیرنو بازار ښه تود دی. یوه انگرینه دا هم ده چی که چیری مولانا فضل الرحمن د نومبر میاشت پای ته له رسیدو وړاندی د عمران خان د استعفی غوَښتنه کوي. د هغه دا هدف دا هم کيدای شي ، چې د لومړي وزير د لرې کولو امتياز هم تر لاسه کړي.
ددې تر څنګ د پاکستان د عامو خلکو اقتصادي حالت هم مخ په خرابيدو دی ځکه چې د ژوند د اړينو شيانو بيه تر حده زياته لوړه شوې ده. په داسې حال کې چې د اي ام اف د شرايطو مطابق په مختلفو سب سي ديو کې چې کوم کموالی رامنيځ ته کړی د هغه په وجه نرخونه په ډير سرعت سره مخ په جګيدو دي، چې ملا ماتونکي بريښي.
د امريکايي ډالرو په مقابل د پاکستاني روپۍ ډيره ټيټه شوې، چې نن سبا د يوه ډالر بيه تقريبا له ۱۵۰ روپۍ سره برابره ده په دې حال کې چې دوه مياشتې مخکې د يوه ډالر بيه د ۱۴۰ روپيو په شا وخوا کې وه، چې له دې وجې پاکستان په وارداتو باندې زيات مصارف راځي، چې د وارداتي شيانو کمه بيه تر لاسه کوي.
بر سيره په دې د پاکستان اوسنی اقتصادي حال اندازه له دې څخه هم په ګوته کيدای شي،چې سټيټ بانک چې په ۲۰۱۸ مالي کال کې ۱۷۵ اعشاريه ۶۷۳ مليارده روپۍ ګټه تر لاسه شوې وه ور ته په ۲۰۱۹ مالي کالي( د ۲۰۱۹ د جون تر پایه) نوموړی ته ۱،۰۴۳ میلیارده روپې تاوان پېښ شوی دی ، له کومی چی د ټول اقتصاد د متاثره کیدل حتمی دی. پداسی حال کی چیرته چی عام اولس له ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، له بلی خوا د پاکستان د سیاست ټولی خواوی له دی درد څخه بی خبره ښکاری. هغوی یوازی د یو او بل په خلاف خپلی مهری استعمالوی چی په سیاسی حالت کی د پی باوری دور جاری دی.
په هر حال : دا خبره څرګنده ده چی په راتلونکو څو ورځو با څو اونیو کی پوځ کومه لاره غوره کوی ، له دی سره په د ټول هیواد تقدیر متاثره شی او
Comments
Post a Comment