د کشمیر په اړه د پاکستان ټول تبلیغات ناکامه شوی


لیکنه : د نصرت زهیر احمد

ژباړه : د پښتو څانګه

له جمو او کشمیر څخه د ۳۷۰ مادی لغوه کیدلو سره په بی مثاله سیمه کی څرنګه چی ژوند ورو ورو د نورمالیدو په حال کی دی، د ځانګړو ګټو لرونکو قوتونو ډار هم ورځ تر بلی مخ په زیاتیدو دی. په کوم کی چی د پاکستان د حکومت سیاسی دوکان هم د بندیدو په ویره کی دی. د دوی تل دا هڅه ده چی د جمو او کشمیر اوسنی حالات د انسانی حقوقو سره تړلی رامخ ته کړی او نړیوالو ته دا وښيي چی وګوری د هند حکومت شپه او ورځ هلته انسانی حقوق پایمالوی. پدی اړه پاکستان د تبلیغاتی ماشین په څیرهر ډول غلط خبرونه خپاره کړي دي. او په دروغجنو خبرونو کې ويل شوي چې په کشمير کې په خلکو باندې ظلمونه روان دي، د کشمير خلکو ته مواصلاتی اړيکې قطع کړای شوي او په کشمير کې بنديز لګېدلی دی. خلک په کورونو کې بنديان دي، سړکونه ويجاړ، کاروبار په ټپه ولاړ دی، د ټولې سيمې اړيکې نه يوازې له هند سره بلکې له ټولې نړۍ سره پرې شوي دي. د پاکستان دولتي ميډيا دا تبليغات هم خپاره کړي چې ګواکې په کشمير کې د مسلمانانو قتل عام شروع او د هند پوځ هلته لوټل او قتلول کوي، البته دا ټول سپين درواغ دي. نه په جمو او کشمير کې بنديز نافذ شوی او نه هم مواصلاتي اړيکې قظع شوي او نه هم خلک له کارونو څخه منع شوي، او نه په کورونو کې بند دي. په مواصلتي اړيکو کې په لومړيو ورځو کې لږ څه ځنډ ضرور راغلی وو، د انټرنټ او مبايل اړيکې ځنډول شوې وې ځکه چې ترهګر له هغو څخه منفی ګټه پورته نه کړای شي. خو د هند او د نړۍ ميډيا په مسلسل ډول له کشمير څخه خبرونه وړاندې کول او په ميډيا هيڅ ډول پابندي نه وه لګېدلې. د ميډيا له لورې نړۍ ته دا پته و لګېده چې په کشمير کې د تاوتريخوالی سره سره مکمل امن ستون لري، د ترهکرو کړنې په بشپړه توګه بندي شوي دي، عام ولس د مبايل له بنديز څخه لږ څه له ستونزو سره مخ دی خو له مسلح قواو او دولتي مکاماتو سره بشپړه مرسته ترسره کوي. 



د هندوستان حکومت د انتظامی ډوله بنديزونه لګولي وو هغه نه د تل لپاره ساتل کېږي او نه هم د هغه د جاري ساتلو کوم ضرورت شته دی. ورو ورو د مبايل بنديز به په تدريجي شکل له منځه يوړل شي. البته د لينډلاين ټليفون اړيکې په مکمل ډول فَعالې دي، په ښونځيو کې د زده کوونکو تعداد ورځ تر بلې زياتېږي، په شفاخانو او بانکونو کې کار په عادی شکل روان دی، سړکونو باندې په ازادانه ډول موټر تګ راتګ کوي، او نن وضعيت دا دی چې په جمو او کشمير کې نظامي تاسيسات او د امنيتي ځواکونو د اوسېدو ځای پرته نور په ټوله سيمه کې هيڅ ډول کومه پابندي نه د عامو خلکو په تلو راتلو لګېدلې او نه هم په کوم اجتماعي او مذهبي پروګرامونو. د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير نه پرته نن ټول کشمير ازاد دی، خو پاکستان هڅه کوي چې دا انځور نړۍ ته خېرن ور ښکاره کړي. د پاکستان لومړی وزيردا کوشش کوي چې اسلامی ملکونه له ځان سره د همغږې کړي. خو د متحده عربی امارتو سره سعودی عرب په څېر هېواد هم چې د پاکستان هر ډول سياسي او اقتصادي مرستندوی دی د کشمير په هکله ويلي چې دا د هند کورنۍ مسله ده، چې له دې امله هم د پاکستان هڅې له ناکامی سره مخ شوي دي. په اصل کې پاکستان د بشري حقوقو په چيغو وهلو سره په کشمير کې د ترهګرو په مرسته کولو کې د خلکو پام د اړولو هڅې کوي. په انټرنټ او سوشل ميډيا باندې پابندي د هند حکومت هم نه غواړي خو دا هم د منلو وړ ده چې د انساني ژوند تر هر څه د ډېر ارزښت وړ دی نو ځکه دا پابندي لګول شوې ده، تر څو د ترهګرو ډلو د قتل او لوټ مخه ونيول شي. د هند حکومت دا بنديزونه د کشمير د خلکو د پرېشانولو لپاره نه بلکې د امن راوستو په موخه وضع کړي دي. خلک پوهېږي چې د هغوی ستونزې مخ په اوارېدو دي، د کشمير له ولس سره د يووالی اړيکې هم مخ په زياتېدو دي، کشمير له ټول هند او ټول هند له کشمير سره وصل کېږي.

Comments