ګوتابایا راجپاکسا د سریلنکا اووم ولسمشر منتخب شو

لیکنه : د ډاکټر ګلبین سلطانه

ژباړه : د پښتو څانګی

په سریلنکا کی د شنبی په ورځ د ولسمشریزۍ ټاکنی ترسره شوی چی د سریلنکا پودو جوانا پیرامونا ( ایس ایل پي پی) ګوند ښاغلی ګوتابایا راجپاکسا ته ورکړل شوو رایو څخه ۵۲٫۲۵ رایو په ترلاسه کولو د هیواد ۷م ولسمشر و ټاکل شو. نوموړی اعلان کړی و چی هغه به د سریلنکا د انورادها پورا په ښار کی د دفتر چاری سنبالولو سوګند اوچت کړی. د هند لومړی وزیر په ګډون نړیوال مشرانو ګوټابایا راجپاکسا ته د نوموړی په بریا مبارکی ورکړیده. لومړی وزیرنریندر مودی ښاغلی ګوتابايا راجپاکسا ته خپله هیله څرګنده کړی چی د سریلنکا نوی ټاکل شوی ولسمشر سره په نیږدی کار وکړی، چی له دی امله به د هند او سریلنکا ترمینځ اړیکی نوری هم ژوری شی. د هند ولس او هم د خپلی لوری نیکی هیلی په وړاندی کولو لومړی وزیر دا باور څرګند کړو چی د ښاغلی راجپاکسا ویاړلی مشرتابه لاندی به د سریلنکا خلک د سولی او سوکالۍ په لاره نور پرمختګ وکړی. ورسره سم به هند او سریلنکا ترمینځه دوستانه، فرهنګی ، تاریخی او مدنی اړیکی نوری هم زیاتی پیاوړی شی . لومړی وزیر دغو اهدافو په لړکی د سریلنکا راتلونکی حکومت سره کار ته دوام ورکولو لپاره د هند ژمنه تکرار کړه. ښاغلی راجپاکسا هم د پرمختیا او امنیت یقینی کولو په غرض له هند سره له نیږدی کار کولو خپل چمتووالې څرګند کړو.

هند هغه هیواد ته د پرمختیائي او امنیتی مرسته برابرولو د لاری د سریلنکا یو مهم انډیوال رابرسیره شویدی . که څه هم د مهندرا راجپاکسا په دویمی دوری کی د هند او سریلنکا په اړیکو کی یو څه ترینګلتیا مخی ته راغلی وه .خو د ټاپو وزمی هیواد د ۲۰۱۵ میلادی کال نه واخلۍ تر د ۲۰۱۹میلادی کال پوری د ملی یووالی حکومت په دوران دواړو حکومتونو ترمینځه ګډ تفاهم پرځای شوی و . دوه اړخیزو اړیکو ته د پیاوړتیا وربخښلو لپاره خپله ژمنه پلی کولو لپاره هند او سریلنکا د تفاهم یو لړ هوکړه لیکونه لاسلیک کړی و. په دوئي کی یو شمیر هوکړه لیکونه په سریلنکا کی دننه داخلی مخالفت او اداریز ستونزو له کبله پلی نکړای شول. د دغو هوکړه لیکونو بخت اوس د ښاغلی ګوټابايا راجپاکسا په روش او د نوموړی اداری پوری تکیه لری . د اندیښنی یو لړ مسئلو لکه په سریلنکا کی د هند پرمختیائي پروژو په پلی کولوکی ډیل ، په سریلنکا کی د چین زیاتیدونکی ستراتیژک شتون کوم چی په هند امنیتی حساساتو بده اغیزه کولی شی او همدا راز سریلنکا د تاملیانو د سیاسی پخلاکیدنی کمبود چی د هند او سریلنکا په اړیکو بده اغیزه کړیده .

د ښاغلی ګوتابایا راجپاکسا په بریا داسی هیله شته چی د نوموړی فامیل د حکومت د چارو په مخته وړلو کی یوه مهمه دنده ترسره کړی . اوس به دا کتل وی چی په نوی اداری کی د راجپاکسا وروڼه د اندیښنو لویو مسئلو سره څنګه چاره وکړای شی . راجپاکسی د بیجنګ سره خپل نیږدی والی لپاره نوم لری . د مهندرا راجپاکسا اداری په دوران په کوم کی چی ګوتابایا د دفاع سیکریټر و سریلنکا د هند امنیتی اندیښنو څخه سرغړونی کولو لپاره لیدل شوی و . که څه هم راجپاکسا وروسته خپل سهوی منلی وی او د قدرت ترلاسه کولو په صورت کی ئې د هغو د سمولو ژمنه کړی وه .

د دفاع سیکریټر په حیث ګوتابایا راجپاکسا ایل ټی ټی اي ته ماتی په ورکولو کی ۲۰۰۵ نه واخلۍ ۲۰۰۹ میلادی کال په دوران یوه مهمه دنده ترسره کړی وه. که څه هم په نوموړی د بشری حقوقو څخه سرغړونی، د سنهالا بودائي ملی انتها خوښونکی ډلو او د هغي فعالتونو ته ملاتړ برابرولو لپاره تورن ګرځولی شوی و . خو د ۲۰۱۹ میلادی کال د جمهوری ریاست په ټاکنو کی دا لیدلی شوی چی د سریلنکا اقلیتونو په لوئ شمیر کی رائ د نوموړی مهم سیال سجیت پریم داسا ته ورکړی دی. ښاغلی ګوټایابا راجپاکسا وویل چی نوموړی به د سریلنکا د ټولو خلکو ولسمشر وي.

په ټاکنوکی له بریا وروسته پخپله لومړنی وینا کی نوموړی وویل چی هغه به د هیواد اقتصادیات په جوړولو پام متمرکز کړی کوم چی په ځانګړی ډول د ایسټر یکشنبی ورځی بمباریو وروسته اغیزی لاندی دي. د ولسمشر په حیث تاملیانو په لوری د ګوټایابا روش په هند کی په ځیرکتیا ولیدلی شی کله چی دا ئې د هند او سریلنکا کی په اړیکو کی د انیدیښنی په لویو مسئلو کی یوه مسئله وه. د امنیت په ډګر کی د ګوتابایا راجپاکسا ترمشرۍ لاندی نوی ډیلی او کولمبو ترمینځه د لا پیاوړی اړیکو امکان شته . د دواړو حکومتونو ترمینځه ګډ تفاهم او همکاری د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو ډګرونو کی اړینه ده. لدی امله چی د هند او سریلنکا اړیکی لا نوری رهم ټینګی او تقویه شی ، نو ځکه د اقلیتونو، بشری حقوقو په مسئله، او د ملی پخلاینی کړن لاری په ترڅ کی به د ګوټابایا راجپاکسا رویه د هند او سریلنکا په اړیکو مهمه اغیزه ولری .او د هند او سریلنکا اړیکو راتلونکی به د ګوټابایا راجپاکسا په وړتیا او لیوالتیا تکیه وی او له دی امله چی یو متوازنه بهرنی پالیسی ولری او هیڅکله هم له هغی څخه د خپل سیاسی، اقتصادی او امنیتی مرستی په لوری پلوی ونه ښائي.

Comments