پاکستان کی جمهوریت لپاره زیاتیدونکی خطری

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

په پاکستان کی جمهوریت له پیل راهیسی د څیړنو یوه ستونزه پاتی شوی او داسی پوښتنی هم راپورته کیږی چی ایا پاکستانی اولس چی کوم ډوله سیاسی ارزونه کوی هغی ته جمهوریت نوم ورکول کیدای شی یا نه؟ هلته ګڼی داسی کړنی کیږی د کوم څخه دا څرګندیږی چی جمهوریت خطر ته مخامخ دی. د بیلګی په توګه ټاکلی وشی ،حکومت د جوړیدو جریان عملی کیږی او هر څه په عمومی توګه تر سره شی مګر د حکومت په لاس هغه اختیارات نه وی کوم چی يو جمهوری حکومت پخپل لاس کی لری. د مثال په توګه په خارجه پالیسیام ټاکل شوی استازی هیڅ کنټرول نلری. بلاخبره د امنیت په ستونزه مهمو فیصلو څخه حکومت لری ایخودل کیږی. د طاقت اصل سرچینه پوځی هیډ کوارټر دی او دا په راولپینډی کی شتون لری که څه هم د هیواد پلازمینه اسلام اباد دی. د پاکستان بله هیڅ یوه اداره دومره طاقت او ځواک نلری څومره چی پوځ ئي لری .سربیره پر دی د پاکستان د تاریخ شا او خوا نیم دور د پوځ په لاس کی تیر شوی. څو څو ځله پوځی جنرالانو بغاوت کړی او اولسی حکومتونه ئي نسکور کړی او پخپله په قدرت ئي منګوله ښخه کړی. له اوږدی مودی پوری عام اولس له جمهوریت څخه بی برخی پاتی شوی. لومړی بغاوت په ۱۹۵۸م کال کی فیلډ مارشل ایوب خان کړی وو. له هغه څخه وروسته یو بل جنرال یحی خان په قدرت خپله منګوله ښخه کړه. د هغه دوره ډیره لنډه وه . د دواړو جنرالانو ګډ دور څه له پاسه ۱۲ کاله وو. په ۱۹۷۱ م کال کی دا ټاکنی د ختیځ پاکستان ګوند ،عوامی لیګ وګټلی ، مګر هغوی ته قدرت ونه سپارل شو.همدا وجه وه چی د پاکستان ختیځی برخی په بغاوت لاس پوری کړو او ۱۹۷۱ م کال کی د پاکستان دا برخه جلا شوه او یو نوی خپلواک هیواد د بنګله دیش په نامه رامنځ ته شو. په دی مهال داسی هیله وشوه چی ګنی اوس به پوځی ډله له لاس وهنی څخه لاس واخلی مګر دا خیال هم بی ځایه ثابت شو. په ۱۹۷۷ میلادی کال کی پوځی مشر جنرال ضیا الحق د لومړی وزیر ذ‌والفقار علی بهوټو تخته نسکوره او پخپله د اولسمشر په څوکی کیناست. څه د پاسه ۱۱ کاله نوموړی په دغی څوکی قبضه وکړه او بیا په ۱۹۸۸م کال کی ضیاالحق په یوه هوائي پیښه کی ووژل شو. له دی وروسته څو څو ځله ټاکنی وشوی، بینظیر بهوټو او نواز شریف لومړی وزیران جوړ شول مګر دواړو ونه کړای شوه چی خپله موده بشپړه کړی. داسی ۲ یا ۲.۵کالو لپاره حکومتونه منځ ته راغلل او له منځه لاړل. نواز شریف په ۱۹۹۷م کال کی دوهم ځل لومړی وزیر شو مګر د ۱۹۹۹م کال په پای کی پوځی مشر جنرال مشرف هغه له اقتداره بی برخی کړواو د یو څه مودی لپاره ئی له کورنۍ سره نوموړی له هیواده وشړلو. نواز شریف تر ۲۰۰۷ میلادی کال پوری د شړونی( جلا وطنی ) ژوند تیر کړو او بیا په دغه کال کی د جنرال مشرف زوال شروع شو. د وکیلانو یو غورځنګ په وسیله داسی توپان راغۍ چی پوځی څوکۍ له ځایه وخوځیده. د ۲۰۰۷ م کال په پای کی عمومی ټاکنی تر سره شوی خو بینظیر بهوټو په یوه چاودنه کی ووژل شوه. وئیل کیږی چی نوموړی د ترهګری ښکار شوه خو اصل مسوٌل جنرال مشرف وو. بیا د ۲۰۰۸ کال په پیل کی ټاکنی وشوی او د پاکستان پیپلس ګوند تر مشری لاندی حکومت منځ ته راغۍ. دغه حکومت ۵ کلنی دوره پوره کړه مګر لومړی وزیر ئي ونشوه کړای ۵چی کلنۍ دوره پوره کړی. له دی وروسته بیا ټاکنی وشوی حکومت په سوله ایزه توګه له یو ګوند څخه بل ګوند ته انتقال شو. مګر دا ځل هم یو لومړی وزیر ونشول کړای چی خپله ۵ کلنه دوره تر سره کړی . پوځی ډله له نواز شریف څخه مروره شوه او د هغه پر ضد دوسیه په جوړولو هغه ئی له قدرت څخه بی برخی کړو. وجه ئی دا وه چی نواز شریف د لومړی وزیر اختیارات د استعمالولو هڅه کړی وه. 

بیا جولای میاشت عمومی ټاکنی تر سره شوی خو پوځی ډلی نه غوښتل چی بیا د نواز شریف ګوند قدرت ته ورسیږی نو د خپلی اصلی څیری په ښکاره کولو ئی پیل وکړ. پوځ غوښتل چی ټاکنو کی د خپلی خوښی کاندید بریالی کړی نو پدی وجه په هر ډول نارواوو ئی لاس پوری کړ . له جنرالانو اوسیاستمدارانو نه واخلی، محکمی ، حساب ورکونکی او د هیواد ګڼو ادارو څخه ئی ناروا استفاده وکړه او د خپلی خوښی حکومت په جوړولو بریالی شو.نواز شریف او د هغه لور مریم په جیل کی بند دی او اوس داسی هیله کیږی چی شاید هغوی ته د درملنی لپاره لندن ته د تلو اجازه ورکړای شی. 



د پاکستان یو نامتو خبریال نجم سیټهی په یوه څیړنه کی د حکومت په تاسیساتو او په عمران خان تور لګولی چی هغوی په ګډه د نواز شریف د روغتیا سره لوبی کړی . د هغه په درملنه کی بی پروائی شوی او د دی په پایله د هغه حالت نازک وضعیت ته رسیدلی او نن د مرګ په درشل ولاړ دی. زمونږ دعا ده چی هغه روغ رمټ شی. او دا لومړی ځل ندی چی په بند کی د یو لومړی وزیر سره داسی غیر انسانی سلوک کیږی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت