په تاشکند کې د حکومتي مشرانو ایس سي او مشورتي غونډه
لیکنه: د ډاکټر اطهر ظفر
ژباړه: د پښتو څانګه
د حکومتي مشرانو (سي ایچ جي) د شانګهای همکاریو ادارو غونډه (ایس سي او) د تیرې اونۍ په وروستیو کې د ازبکستان په تاشکند کې جوړه شوه. هند په ۲۰۱۷ کال کې په ایروایشیا فوکسډ اداره کې ګډون کړی وو. د حکومتي مشرانو په ناسته کې دا د هند دریم ګډون وو. لومړۍ غونډه د روسیې په سوچي کې د ۲۰۱۷ کال په نوومبر-دسمبر کې ترسره شوې وه، او د ۲۰۱۸ کال غونډه بیا د تاجکستان په دوشنبې کې ترسره شوه.
)ایس سي او (ټولټال اته غړي لري چې هند، قزاقستان، قرغستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پکی شامل دي. همدا راز څلور ناظر او شپږ خبریز شریکان هم لري. د لوړو پریکړو فورم د ریاستي مشرانو د شورا لخوا ترسره کیږي؛ او د حکومتي مشرانو شورا بیا د دغې ادارې دوهم اړین فورم تشکیلوي. حکومتي مشران په کلني ډول سره یو ځای کیږی. دا کلنۍ بودجه تاییدوي او د ادارې په لومړیتوبونو او د څواړخیزو همکاریو په اسټراټیژۍ خبرې اترې کوي. دوی همدا راز پر مهمو اقتصادي او د همکاریو پر موضوعاتو هم پخپلو کې بحث کوي.
د هند د لومړي وزیر نریندر مودي ځانګړي استاذي او د دفاع وزیر راج نات سینګ د حکومتي مشرانو په دغه ناسته کې په تاشکند کې د هند استاذولي وکړه. ترهګري او تندروي د ټولو غړو هېوادونو او همدا راز نړۍ لپاره د پام وړ موضوعات دي. ښاغلي راج نات سینګ د ایس سي او په غړو غږ وکړو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه ټول نړیوال شته قوانین او د هغه قوانینو میکانیزم لا پیاوړی کړي. هغه وویل چې ترهګري زموږ د ټولنو زیانمونولو ته دوام ورکړی او زموږ د پرمختګ بهیر یې ځنډولی. د دغه ناوړه پدیدې سره د مبارزې لپاره دا اړینه ده چې ټول د ایس سي او هېوادونه په ګډه سره مبارزه وکړي. همدا راز نړۍ د اقلیم بدلون، غربت او له غربت ټیټې کچې او همدا راز نا برابرۍ له ګواښونو سره مخ ده.
ایس سي او هېوادونه پراخ اقتصادي پوټنشیل لري چې شاوخوا د نړۍ ۴۲ سلنه نفوس تشکیلوي، شاوخوا ۲۰ سلنه نا خالصه کورنی تولید لري او د ځمکې ۲۲ سلنه مساحت یې تشکیل کړی. د دفاع وزیر د سوداګرۍ لپاره د هند دوستانه فضا یادونه هم وکړه. دی هېواد په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې د پام وړ پر مختګ کړی دی. هغه د ایس سي او هېوادونو ته بلنه ورکړه چې د میک این انډیا پروګرام تر چتر لاندې په هند کې پانګونه وکړي.
هند له چین وروسته د ایس سي او په سیمه کې دوهم تر ټولو لوی اقتصاد دی. نوموړی وزیر وویل چې هند کولی شي چې د سرچینو موندلو، کرنې، ټکنالوژۍ، درملو، زده کړو، مصنوعي سیارو، اي میډیسن او روغتیایي ګرځندویۍ په برخو کې د ظرفیت لوړونې او زمینې برابرولو په برخه کې له ایس سي او هېوادونو سره مرسته وکړي. په هر صورت په دې لاره کې ګڼ شمیر ګواښونه شتون لري. په دې برخه کې د غړو هېوادونو همکاري اړینه ده.
انزوا او محافظت پالنه مخ په ډیریدو ده ، په ځانګړي توګه په پرمختللي اقتصادونو کې. ښاغلي راج نات سینګ وویل چې "یو اړخيزتوب او محافظه کاري له هیڅ پلوه له چا سره ښه ندي کړي" او زیاته یې کړه چې له نړیوال سوداګری سازمان سره یو شفاف ، د قواعدو پراساس ، آزاد ، ټول شموله او بې تعصب څو اړخیز سوداګریز سیسټم لري. هغه ټینګار وکړ چې اقتصادي همکاري د خلکو راتلونکی روښانه کوي او دوی ته د ښه ژوند ډاډ ورکوي. “اقتصادي وده باید زموږ د خلکو هوساینه یقیني کړي. هغوی باید زموږ د پالیسۍ مرکز شي. "
د شانګهای د همکارۍ ټولنې هېوادونه له طبیعي آفاتو او چاپیریالي اغیزوڅخه زیانمن دي. لومړي وزیر مودي د سپټمبر په ۲۳ مه نیټه د متحده ایالاتو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي عمل په ناسته کې د ناورین څخه د مخنیوي آډانه (سي ډي آر آي) لپاره نړیوال ایتلاف اعلان کړ. د ایتلاف هدف د هیوادونو سره د دوامداره زیربنا رامینځته کولو لپاره د دوی ظرفیتونو لوړولو کې مرسته کول دي. د هند دفاع وزیر د شانګهای غړو هیوادونو ته بلنه ورکړه چې ناورین څخه د مخنیوي د آډانې لپاره ایتلاف کې برخه واخلي. دا به د (سینداۍ آډانې) تر چترلاندې د زیانونو کمولو اهدافو ته رسیدګي وکړي ، د دې سره سره به د اقلیم بدلون په تطابق کې هم مرستندویه ثابته شي.
د ازبکستان لومړي وزیر ښاغلي عبد الله نیګماتوویچ اریپوف ، د شانګهای د غړو هیوادونو د مشرانو رهبران او رییسان ، د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمنشي ولادیمیر نوروف او د تروریزم پرضد د مبارزې د سیمه ایز جوړښت اجراییوي رییس ښاغلي جمعاکهون ګیسوف هم په دې ناسته کې برخه اخیستې وه.
د دفاع وزیر د تاشکند په شاستري سړک کې د هند د پخواني لومړي وزیر لال بهادر شاستري جوړې شوې مجسمې ته هم درناوی وړاندې کړ. لومړی وزیر شاستري د ۱۹۶۶ کال په جنورۍ میاشت کې په تاشکند کې یوه ورځ وروسته له هغې ومړ چې په شانګهای کې یې د ۱۹۶۵ کال د جګړې وروسته د هند او پاکستان تر منځ هوکړه لیک امضا کړ. ښاغلي سینګ د شاستري جي په یاد کې جوړ شوی ښوونځي څخه هم لیدنه وکړه.
د ایس سي او راتلونکې غونډه به په ۲۰۲۰ کال کې په هند کې جوړه شي.

Comments
Post a Comment