ایا د پاکستان پوځ تل د جمهوریت پلوی کړی؟

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګی

په پاکستان کی یوه مذهبی سیاسی ډله جمعیت العلما اسلام چی مشری ئي مولانا فضل الرحمن کوی د عمران خان د حکومت په خلاف په مظاهرو لاس پوری کړی دی، او په اسلام اباد کی ئی ډیر ستر لاریون په لاره اچولی او غوښتنه ئی کړی چی لومړی وزیر عمران خان باید سم د لاسه له قدرته لاس په سر شی. مولانا فضل الرحمن له تیری جمعی یعنی د نومبر له لومړی نیټی دا لاریون په لاره اچولی او لومړی وزیر ته ئی د دوو ورځو مهلت ورکړی وو چی خپله استعفی وړاندی کړی. نوموړی دی لاریون ته د ازادی مارچ نوم ورکړی دی، په کوم کی چی نورو مخالفو ګوندونو هم د مولانا ملګرتیا کړی ده. د ټولو دا وینا ده چی عمران خان په درغلیو ټولټاکنو کی بریا تر لاسه کړی او په حقیقت کی نوموړی ته د خلکو ملاتړ نه وو تر لاسه شوی. سربیره پر دی دا تور هم پوری شوی چی موجوده حکومت د عامه مسایلو په حل کولو کی هم پاتی راغلی، او د پاکستان اقتصاد نومړوړی د ویجاړیدو په دروازی درولۍ دی. خو په ځواب کی عمران خان ویلی چی په هیڅ صورت به استعفی ورنکړی، او په مخالفینو ئی تور پوری کړی چی دوی غیر قانونی لاره غوره کړیده، او غواړی چی یو منتخب حکومت له پښو وغورځوی. له بلی خوا د پاکستان پوځ د عمران خان په ملاتړ ویلی چی د پاکستان پوځ د نړی تر ټولو با دیسپلینه پوځ دی او هیڅکله هم نه غواړی چی څوک دی ټاکل شوی حکومت ته د خطر پیښولو هڅه وکړی. د پاکستان د مسلح قواوو ترجمان میجر جنرل آصف غفوری تیره شنبه په خپله یوه وینا کی ویلی و، چی پوځ د پاکستان یو بی طرفه دولتی بنسټ دی چی د قوانینو درناوی کوی او تل د ټاکل شوی جمهوری حکومت سره اوږه اوږه ولاړ دی. نو له دی کبله دا وخت هیڅ کومی ډلی ته دا اجازه نشی ورکولی چی د حکومت د پرځولو هڅه وکړی. ډیره د تعجب وړ ده چی همدی پوځ تقریباً کم او زیات د پاکستان په تاریخ کی مسقیمه واکمنی کړی او هر ځل يی د پاکستان اولس تر اوږدی مودی له جمهوریت څخه محروم ساتلی دی. د هغه پوځ د ویاند له خولی دا حبره اوریدل کیږی کوم چی لږ تر لږه د دوو پخوانیو لومړی وزیرانو د قتل تور پوری دی ، د دی دعوو په اوریدلو سره حیران پاتی شوو چی هغه مسلح قواوی دجمهوریت او د قانونی محافظ پولی چی د کوم چی جنرالانو څو څو ځله ټاکل شوی جمهوری حکومتونه په غیر قانونی ډول ړنګ او په ځای خپله د قدرت پّ څوکی ناست دی. دا له یوی ټوکی پرته نوره هیڅ هم نده. که چیری د پوځ د ویتاتور جنرال مشرف یادونه وشی نوموړی نواز شریف نه یوازی له اقتداره پرځولی بلکی په نوموړی ئی د ترهګری سره داړیکو په تړور سربیره نږور هم ډیر تورږنه پوری کړی او د محبس تورو پنجرو تر ښاه يی رسولۍ دی. او بیا وروسته ئي له کورنۍ سره جلاوطنه هم کړیدی. په تیر ۲۰۰۸ م کال کی پوځی بغاوت ندی شوی خو له دی نه هم انکار نشی کیدای چی د همدی پاکستان پوڅ ۳ ځله ټاکل شوی لومړی وزیر نواز شریف هغه وخت مخالفت وکړ کله چی د نوموړی حکومت مسلح قواوو ته دستور ورکړو چی ترهګری ډلی نر کنټرول لاندی راولی چی له همدی وجی پاکستان په ټوله نړی کی بدنام شوی نو د هغه په خلاف ئي سازشونه وکړل او د نوموړی په خلاف ئي محکمه او د حساب ورکونی اداری سره سره ډیر نور ارګانون هم استعمال کړل تر څو نوموړی او د هغه د کورنۍ ډیر غړی ئي جیل ته ولیږل. نواز شریف دا وخت هم په زندان کی دی چی صحی وضع ئي چندانی ښه نه ده.

د موجوده حکومت د پی ثباته کیدو د ساتلو او دیموکراسی د درناوی ساتونکو دعوه کونکو پاکستانی پوځ د مشر د جمهوریت ساتلو یو بل مثال هم وګوری . شاید ۲۰۱۷ م کال د نومبر خبره وی یوی مسلکی افراطی ترهګری ډلی د تحریک لبیک پاکستان په نوم په اسلام اباد کی یو لاریون تر سره کړی و، په کوم کی چی د قانون هیڅ مراعت نه وو شوی او لاریون کونکو په پولیسو حمله هم کړی وه او د قانون د وزیر د استعفی غوښتنه ئی هم کړی وه خو هغه وخت همدا پوځ د هغوی محافظت کولو لپاره نه وه راغلی بلکه له عغوی سره ئي همغږی کوله . او له لومړی وزیر سره ئي د لاریون کونکو ټولی غوښتنی په دولت ومنلی. هغه وخت د بواز شریف ګوند په اقتدار کی وو.

دا ده د پاکستان د پړځ د ډيسپلین او ډیموکراسی اصلی څیره.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت