پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو پر وړاندی مبارزی څخه تښتی
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: پښتو څانګه
څو میاشتی مخکی په امریکا کی په یوه ناسته کی عمران خان په خپلو خبرو کی د ترهګرو په اړه وویل چی اوس هم له ۳۰ تر ۴۰ زره وسلوال ترهګر په پاکستان کی شتون لری. یوازی دا نه بلکه هغه د پاکستان مخکینی حکومتونه ګرم وګڼل او زیاته یی کړه چی دغو حکومتونو د ترهګرو ډلو پر وړاندی لازمی ګامونه نه وه اوچت کړی او اوسمهال د ده حکومت موثر ګامونه اخلی. د عمران خان حکومت تر دی مهاله څه کړی او یا یی نه دی کړی دا خو به د هغه حکومت او یا دی خپله پوهیږی لیکن له پاکستان څخه رارسیدونکی خبرونه په پوره توګه ناهیلی کونکی دی. د پاکستان حکومت کلونه وړاندې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اغیزمنو اقداماتو لپاره راپورته شو کله چې د پیښور په حربی ښوونځي په وحشیانه ډول برید وشو. له دی برید وروسته یو داسی فضا رامنځ ته شوه چی ګواکی ټول پاکستان د ملکی حکومت او پوځ په شمول په پوره توګه همنظره شوی دی او داسی پریکړه یی کړی چی پرته له کوم امتیازه به د ټولو ډلو پر وړاندی جدی اقدامات ترسره شی. او هیڅ یوه ډله چی حتی په پاکستان کی کرکجنی خبری کونکو د مدرسو د مسولینو پر وړاندی به سخت اقدامات ترسره شی.
د دی موخه لپاره عملی پلان چمتو شو او د دی پلان پر ټکو د عمل کولو سخته اراده ښودل شوی وه. څه کم او زیات پینځه کاله تیر شول لیکن په پاکستان کی د دغو ترهګرو پر وړاندی هیڅ کوم ګام پورته نشو. په هر حال د عمران خان حکومت د امریکا او ټولی نړیوالی ټولنی په وړاندی د دی خبری پوره اراده وښودله چی د دی ډلو پر وړاندی به ځانګړی اقدامات ترسره کړی کوم چی په ګاونډیو هیوادونو لکه هندوستان او افغانستان کی د ترهګریزو فعالیتونو له لاری تباهی رامنځ ته کوی. لیکن په همدی ورځو کی ځینی داسی مثالونه مخته راغلی چی له هغی معلومیږی چی پاکستان د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندی هیڅ کوم اقدام نه دی ترسره کړی چی په ګاونډیو هیوادونو کی بریدونه ترسره کوی.
د دی ترهګرو پر وړاندی بی پروایی ورځ تر بلی زیاتیږی کوم چی د ملګرو ملتونو لخواه هم خطرناکه بلل شوی. په دی کی د حقانی شبکه، طالبان، لشکر طیبه او جیش محمد نومونه ډیر اخستل کیږی. دا هغی ډلی دی چی پر دوی ډیری نړیوالی اداری خپل نظر ساتی. مثلا د مالی عمل کاری ځواک یا ایف ای ټی ایف پاکستان ته په وار وار ګواښونه کوی چی د دی ډلو مالی ملاتړ او پیسو مینځلو مخنیوی کی پاتی راغلی. دا شان ګواښونه په تیر جون میاشت کی هم ایف ای ټی ایف پاکستان ته کړی وه او په اکتوبر کی له شوی غونډی وروسته یو وار بیا پاکستان ته د دریو یا څلورو میاشتو وخت ورکړ چی ټینګ ګامونه د واخلی کنه نو په تور لیست کی به شامل شی. ایف ای ټی ایف دا هم وایی چی پاکستان باید د عملی پلان په ۲۷تو مواریدو عمل کړی وای لیکن له دومره وخت تیریدو وروسته هم کوم پرمختګ نه دی شوی. د ایف ټی ای ایف د وینا له مخی له ۲۷تو مواریدو څخه پاکستان یوازی په پینځو مواریدو باندی عمل کړی دی. نو له دی معلومیږی چی له دومره سخت ګواښ وروسته هم پاکستان تر کومه حده بی پروا دی. همدا اوس یو څو ورځی مخکی د امریکا د دولت مرکزی څانکی د نشر شوی راپور له مخی هم دا ښکاری چی د ترهګرو ډلو په ځانګړی توګه لشکر طیبه، جیش محمد او حقانی شبکی پر وړاندی د ګامونو اوچتولو لپاره پاکستان کومه دلچسپی نه ښیی. د امریکا د دولتی څانګی د راپور له مخی د دی ډلو کړنی اوس هم په پاکستان کی د دوی له پټن ځایونو روانی دی.
ترټولو لویه د اندیښنی خبره دا ده چی د دوی د مالی ملاتړ مخه نه ده نیول شوی ، او هم د دوی په لیکو کې د نوي جلب او جذب لړۍ روانه ده. دا ډول راپور هرکال د امریکا د دولت لخوا خپریږی. د ۲۰۱۸ کال په راپور کی د پاکستان د حکومت په بی پروایی سخته انديښنه ښودل شوی او ویل شوی چی پاکستان په د خپلو وعدو په پوره کولو کی په هر لحاظ ناکام پاتی شوی دی.
Comments
Post a Comment