حکومت د ملکیتونو او   کور جوړونی سکتور د ودې په موخه مثبت اقدامات ترسره کړي

لیکنه: د ادیتیا راج داس

ژباړه: د پښتو څانګه

په داسې یو وخت کې چې د اقتصاد وده د وروستۍ نړیوالې سستې اغیزې له امله تر فشار لاندې ده، د بهارتیا جنتا ګوند په مشرۍ د ملي ډیموکراټیک ایتلاف لخوا د املاکو او هغه پورې تړلو بحرانونو د لمنځه وړلو او پدې برخه کې د خوځښت غوښتنې او هغې ته د بودیجې ځانګړې کولو پریکړه ډیره ارزښتمنه ده ترڅو د هند اقتصاد هم په سم لوري تنظیم شي.

د هند د اقتصاد پایداره پرمختګ او په هغه مسیر کې د لویې کچې پرمختګ په لاره کې له شته خنډونو سره د مخ کیدو په صورت کې، د هند حکومت د هغه لپاره په ابتدایي کچه د ۲۵۰ بیلیونه روپیو بودیجه ځانګړې کړه ترڅو په ۱۶۰۰ پروژو کې ۴۵۸٫۰۰۰ کورنیز یونټونه بحال کړی شي.

په دغه پروژو کې به هغه رغنیز شرکتونه شامل کړی شي کوم چې د بانکونو لخوا د غیر منقوله دارایۍ په نوم طبقه بندي شوي او یا هم د بحران په حالت کې دي.

د مالیې د وزیرې په توګه، میرمن نیرملا سیتا رمن ویلي چې له دې پروژې سره به هغه کسان چې د کورونو لپاره د اخیستل شوي پور په بیرته ورکولو کې له ستونزو سره مخ دي ، یو څه راحت شي.

دا پیکیج دوه میاشتې وروسته له هغې په لاره اچول کیږي چې حکومت د منځنیو او کم عاید لرونکو لپاره د کورونو منصوبې لپاره د دوه بیلونه ډالرو د پانګې اعلان کړی وو.

کارپوهان وايي چې دا ګامونه به د املاکو سکټور په بیارغونې کې د پام وړ مرسته وکړي ، کوم چې د نقدی ګرځونی د کموالي له امله شدید بحران سره مخ دي ځکه چې ډیر د کورونو جوړونکي خورا لوړ پور وړي دي او د نويو کورونو پلورلو توان نلري. دا احساس هم کیږي چې دا اقدام به د کور پیرودونکو او د املاکو پراختیا کونکو لپاره د ګټونکې سناریو په توګه ثابت شي.

د املاکو سکټورچې په نړیواله کچه پیژندل شوې برخه ده ، د اقتصاد د ودې تحرک په برخه کې مهم رول لوبوي. په هند کې د املاکو سکتور په عمده ډول د کور جوړولو او ساختماني سکتورونو څخه جوړ دی. دا د دندو فرصتونو په رامینځته کولو کې مهم رول لوبوي. دا سکتور د اقتصاد په ټوله برخه کې د غوښتنې دوران په هڅولو او د پولادو/ وسپنې او سیمنټو د کلیدي سکتورونو په شمول واړه برخو کې مهم رول لوبوي.چې د املاکو په سکتور کې به په پایله کې د ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) د ودې عمومي تحرک هڅولو کې هم مرسته وکړي.

د هند اقتصاد کچې او جسامت ته په پام لرنې سره ، طمع کیږي چې په هند کې به د املاکو سکتور د بازار اندازتاً ۲۰۳۰ کال پورې ۱ ټریلیون ډالرو ته ورسیږي او داسې بریښي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د هیواد کورني ناخالص تولید کې ۱۳ سلنه ونډه ولري. سربیره پردې ، د املاکو سکتور د بهرني مستقیم پانګوونې راجلبولو لپاره لوی ظرفیت لري.

د صنعتي پالیسۍ او د پرمختګ د څانګې په وینا ، په هند کې د ودانیزې پراختیا سکتور د مستقیم پانګوونې انحصاري عاید د ۲۰۰۰ میلادي کال نه د ۲۰۱۹ م کال تر اپریل میاشتې په موده کې ۲۵٫۴ بیلیونه ډالرو ته رسیدلي.

د پاملرنې وړ ده چې د هند د امنیت او تبادلې بورډ د املاکو پانګوونې وجهي صندوق تګلاره تایید کړه چې دا به د هند د املاکو بازار کې هر ډول پانګوالو ته اجازه ورکړي چې مرسته پکې وکړي. دا به په راتلونکو څو کلونو کې د هند په بازار کې د ۱۹٫۶۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت فرصتونه رامینځته کړي.

په چټکۍ سره د با خبرو مصرفوونکو د بیس په تړاو د ځواب ویلو او د نړیوالتوب اړخ په نظر کې نیولو سره، د هند کور جوړونی سکتور لرونکو ګیرونه بدل کړي او په دې برخه کې یې تازه چیلنجونه یې په ځان منلي.

د کور جوړونی په برخه کې د ایف ډي آی مخ پر زیاتیدو وده هم د هند د دغې برخې روڼتیا هڅوي. د پانګې د جذبولو په موخه یې د مرسته کوونکو د جلب د ډیروالي لپاره خپل د حسابدارۍ او مدیریت سیستمونه هم په نړیوال سټنډرد د برابرولو لپاره په نوې بڼه رغولي دي.

د کور جوړونی سکتور پرمختللی کوونکي، په ښارونو کې د ګڼ شمیر پروژو د نظم مخ پر ډيریدونکې اړتیا د پوره کولو لپاره د مادي امکاناتو او کاري ظرفیتونو د تظیم په برخو کې هم پانګونه کوي. دوی د پروژو د ادارې، معمارۍ او انیجینرۍ په څانګو کې په لوړه کچه مهارت لرونکي اشخاص په دندو ګماري.

دغه ټولو عواملو ته په کتو سره، هند د خپل اقتصاد د ټولیزو ځانګړتیاوو د قوي کولو په برخه کې خپل رول ته په پاملرنې، هیڅکله هم نشي کولی چې دغه عمده برخه نا لیدلې ونیسي. په اصل کې دا هغه رښتیني ګامونه دي چې د هند دولت لخوا د کور جوړونی سکتور د بیا رغولو په برخه کې اخیستل شوي دي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت