د پارلمان تیره اونی هلی ځلی:
لیکنه – دوی موهن راو ژباړه – دپښتو څانګه
دهند ملت دسه شنبی ورځ دنومبر میاشتي ۲۶ نیټه د اساسی قانون دورځي په توګه باندي ولمانځله. ۱۹۴۹ کال کښي دهندوستان ملی اسمبلی همدغه ورځ د اساسی قانون په نوم نومولی وه. اساسی قانون په کال ۱۹۵۰ کښي دجنوری میاشتی په ۲۶ نیټه باندی پلی شو. او په دی سره دهندوستان په جمهوری تاریخ کښي د یو نوی دور اغاز وشوو.
دروانو جشنونو په برخه کښي دواړو جرګو ګډه ناسته دپارلمان په مرکزي خونه کښي ترسره شوه. دغه ګډي ناستي ته په وینا کښي دهندوستان ولسمشر ښاغلی رام نات کویند وویل چی حقوق او دندی د یو سیستم دوه پړاونه دی و خلکو ته یي وویل چی خپلو دندو په ترڅ کښي بیدار پاتی شي. نوموړي زیاته کړه چی خلک خپلو دندو سرته درسولو اړتیا لري او داسی وضعیت رامنځ ته کوي چي په هغی سره دهغوی دحقوقو درناوی کیږي. نوموړی دهند دمشرانو جرګي د ۲۵۰ ناستي په یاد یو کتاب خپور کړ چي په کښي دهندی پارلمانی آزادی ته اشاری شوي دي او عنوان یي دیادګاری سیکه د او دنښي ټاپه دی.
لومړي وزیر ښاغلی نریندر مودي د اساسی قانو مشر معمار ښآغلی ډاګتر بی آر امبیډکار د اروزګانو یادونه وکړه. نوموړی اساسی قانون یو سپیڅلی کتاب او لارښونکی رڼا په توګه وباله. نوموړی د اساسی قانون صلاحیت او ځانګړیتوب ذکر په توګه وویل چي دا دعامه خلکو حقوق او دندی په ګوته کوي او همدا ددی ځانګړی خاصیت دی. د مشرانو جرګي مشر ښاغلی ایم وینکیا نایدو وویل چي په تیرو ۷۰ کلنو کښي هیواد نه یوازي له خپل جمهوری قانون سره نښتی پاتی شوی بکله اساسی قانون ته ژوندانه بڼه ورکول او جمهوری ارزښتونو ته قدردانی په لاره کښي هم پرمختګ کړی دی.
دهند دبهرنیو چار وزیر ښاغلی جای شنکر چی د چهار شنبی ورځ دپارلمان ولسی جرګي ته وینا کوله وویل چي دوی په دی و توانیدلی ترڅو دپاکستان هغی هڅي شنډي کړي په کومو سره یي چی غوښتل نړیوالو ته دا وڅرګنده کړي چي ګواکی په جمو او کشمیر کښي یو خطرناکه وضعیت رامنځ ته شوی دی. ښاغلی وویل چي پاکستان په ملګرو ملتونو، بشری حقوقو شورا او داسلامی مرستي سازمان په څیر په نور نړیوال سازمانونو کښي غوښتل چی دکشمیز ستونزه په هلکه بی بنسټه پروپاګند خپور کړي.
ښاغلی وزیر وویل چي دیادولو وړ ده چي نوی دهلی د اسلام آباد له خوا شوی ټولی هڅی ناکامه کړلی. ښاغلی زیاته کړه چي دغه هیوادنو له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو خپله خواره له ترهګرو څخه پاکه کړي او دکارولو اجازه ورته ورنه کړي.
په کورنیو چارو کښي ددولت وزیر ښاغلی جی کریشنا ریډي د چهارشنبی په ورځ په مشرانو جرګه کښي وویل چي پاکستان دترهګریزو سازمانونو له خوا هڅي شوي دي چي په بالګوټ کي خپل فعالیتونه بیا پیل کړي په کوم ځای کښي چي هندوستان هوایی بریدونه وکړل. نوموړی زیاته کړه چی ترهګرو له خوا هڅي کیږي چي بالکوټ کښي کمپونه بیا راژوندی کړي او غواړی چي دهندوستان په پرضد جهادی عملیات بیا پیل کړي.
دهندوستان دمالیی وزارت وزیری آغلی نیرمالا ستریمان وویل چي هیواد یي د اقتصادي بحران سره مخ نه دی او حکومت هرډول هڅي پیل کړي دي ترڅو په دی برخه کي اړین ګامونه پورته کړي. آ غلی په مشرانو جرګ کي په یوه لنډ بحث کی پوښتنو ته په ځوابونو کښي وویل چي د اقتصاد دپیاوړتیا لپاره اړین ګامونه اوچت شوي دي.
په بهرنیو چارو کښي ددولت وزیر ښاغلی وی مرلی دهرن دپنج شنبی ورځ باندي مشرانو جرګي ته وویل چي په دهلی کښي میشت تینک تانک ( انترنیشنل انستیتیوت د نونالیګنید زدکړو په هکله) له لوري په رسمی بلنه د اروپا دپارلمان څخه ۲۷ غړی دعوت شوی وو چي دغه کسان په مختلفو حذبونو سره تړاو لري- د اکتوبر میاشتي له ۲۸ نیټي څخه پیل د نومبر میاشتي تر لومړي نیټی پوري نوي ته راغلی وو. دوی داسی غوښتنه وکړه چي ګواکی کشمیر ته لاړ شی او هلته هرڅه دنږدي وویني چي څرنګه په کشمیر کښی ترهګریزو پیښو په هندوستان خپله اغیزه کړی ده. او دوی هلته لاړل او دا ورته جوته شوه چي ترهګر هندوستان په ځانګړی ډول په کشمیر کښي څرنګه ننګوی.
Comments
Post a Comment